خو وزیراعلا بیا د امن پرلت برخه والو ته وینا کې د سیمې د اوسېدونکو د دې غوښتنو په اړه څه څرګندونه و نه کړه چې د امنیتي ځواکونو لخوا د پښتنو سیمو کومې چاپې وهل کیږي اؤ عام خلک پکې نیول کیږي ایا د دغو چاپو اؤ د بېګناه خلکو د نیولو لړۍ به هم ودرول کیږي که نا؟
پولیس وایي نښتې د کورمې په بیلابیلو کلیو کې روانې دي اؤ دواړه خواوې په یو بل درنې اؤ سپکې وسلې په ازادانه ډول کاروي
د پښتونخوا حکومت ایپېکس کمېټۍ غونډه کې حکومتي، امنیتي چارواکو او د بنو پینځه کسیزې ډلې هم برخه اخیستې او وایي حکومت یې غوښتنې منلې. احتجاج کوونکي وايي که د غوښتنو په منلو کې یې خنډ پېښیږي پلان بي ورسره تیار دی. بنو کې پوليس سرچينې وايي، د وسلوالو ضد عمليات یې کړي. تفصیل د عدنان بېټني په رپورټ کې:
د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر پښتون يار خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، سبا به د ده په ګډون د پرلت د کمېټۍ پينځه غړي د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې ګډون کوي.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د روان پرلت 40 کسيزه جرګې تېره شپه په پېښور کې د صوبې له وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره ليدلي، او وزيراعلا ورته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړی خو پرلت به د جمعې تر ورځې پورې روان وي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
په بنو کې د ناامنۍ پرضد او امن دپاره احتجاج او کاربنديز شوی، احتجاج کوونکي وايي د پوځي چاوڼۍ او بنو سپورټس کمپليکس سره پرې ډزې شوې دي، احتجاج کوونکي دعوه کوي، ډزې پرې پوځ کړي او خواوشا د 20 پورې کسان پکې ژوبل شوي دي. پوځ تراوسه پورې د ډزو په حواله څه نه دي ویلي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
امنیتي چارواکي مني، په علاقه کې مسلې شته خو که په علاقه کې عمليات نه کيږي نو خلک شکایت کوي او که د وسله والو پرضد ګامونه اخستل کيږي نو خلک بيا احتجاجونه کوي
په بنو کې د پوځ په چاوڼۍ له شوي ترهګر برید وروسته پرون هم د بنو سړکونه او بازارونه تړلي وو او عادي ژوند په ټپه ولاړ وو. ځايي خلکو د ناامنۍ پرضد د جمعې په ورځ د کاربندیز اعلان کړی خو حکومتي چارواکي وايي حالات په قابو کې دي. تفصیل د عدنان بېټني په رپوټ کې:
د پوځ په چاوڼۍ له برید درې ورځې وروسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بنو بازار او د کنټونمنټ شاوخوا سیمه امنیتي عسکرو په ګېره کې اخستې وه او دغه سیمو کې ټول سړکونه بند او کاروباري مرکزونه او بازارونه تړلي پراته وو
د پښتونخوا په بنو کې په وسلوال برید کې د وژل شويو عسکرو شمېر اتو ته رسېدلی او تر 70 زیات ژوبل شوي دي. ځایي خلک وايي د نښتې پر مهال امنیتي ځاواکونو پر ځايي خلکو ډزې کړې چې پکې درې خواریکښ وژل شوي. په ډېره اسماعیل خان کې هم د پوځ په پوسته برید کې دوه پوځيان وژل شوي. تفصیل د عدنان بېټني په رپورټ کې:
په اسلام اباد کې تر مرګوني برید وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مړ شوي فعال او شاعر ګیله من وزیر جنازه د جمعې په ماښام په خپله پلارني ټاټوبي د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې وشوه او مړی یې په خپل کلي اسدخېلو کې خاورو ته وسپارل شو.
د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم وو، هغه د شمالي وزیرستان رزمک د اسېد خېلو اوسېدونکی و او خارجي هیواد بحرین کې يې کار کولو
نور کتل