لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د چین نورې پانګې خو څېړونکي وايي کارونه کم يا ورو دي


د چین د پانګو يا سرمايه تر ټولو لوی مرکز، بلوجستان کې زیاتېدونکې نا ارامي او د پاکستان د جنوب نه تر شمال پورې د چین په کارکونکو باندې وروستيو حملو په دواړو هېوادونو، چین او پاکستان کې د سي پېک اینده په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.

دغه ستونزه په خپل ځای خو د پاکستان اقتصادي وضعه د سي پېک د راتلونکي لپاره یو بل علت دی. د امریکا معتبرې ورځپاڼې د جنورۍ په 23مه په يوه مقاله کې لیکلي وو چې پاکستان په 2020م کې د چین سره د بجلۍ د پروژو په هکله د اخستل شوو ګران بیعه پورونو او پانګو ته د بیا کتنې خواست کړی وو خو چين هغه خواست رد کړی وو او د پاکستان نه يې غوښتي وو چې د بجلۍ جوړلو چينايي شرکتونو ته دې د هغوی 1.4 اربه ډالره بېرته ورکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر قېصر بنګالي وي او ای ډيوه ته وايي په پاکستان کې د سي پېک د راهدارۍ د پروژې په اړه غټې دعوې کېږي خو وايي ددې لاندې په زياتره منصوبو د مفاهمت د ېاداښتونو خبره په وړاندې نه ده تللې.

هغه وايي د سى پېک لاندې شپږ اووه منصوبې مکمل شوې دي. او دې سره که مونږه د چين او پاکستان د ازاد تجارت لوظنامه هم شامله کړو نو د هغې توله هم د چين په حق کې ده.

ښاغلی بنګالي وايي پاکستان داسې صنعتي اډانه نه لري چې چين ته خپل جوړ مصنوعات ولېږي او پاکستان ددغه لوظنامې لاندې صرف درآمدات کوي او چين ته دېر کم برآمدات کوى.

د وزیراعظم عمران خان سره چين ته په تلونکي پلاوي کې د سي پېک لپاره د هغه مشیر خالد منصور مېډيا ته ویلي د نوو لوظنامو تر مخه به چين په ګوادر کې د اوسپنې او کاغذ د بیا کارولو کارخانه جوړوي. هغه وايي بله پروژه به لاهور ته نزدې د تار کارخانه وي. د ګوادر د پروژې ارزښت 3.5 اربه او د لاهور کې د پانګو ارزښت 350 ملینه ډالره ښودل کېږي.

خبريال خالد عزیز چې په ځانګړي توګه د پاکستان چين په اقتصادي راهدارۍ کار کوي ډيوه ته وايي دا اوس چې د چين او پاکستان ترمنځ کومه د انډسټريل کواپرېش لوظنامه وشوه نو ددې لاندې په پاکستان کې خصوصي اقتصادي زونز مکمل شوې دي. او ښکاري چې کال دوه کې به د څلوېښتو نه زيات زونز جوړ شي خو اندېښنه دا ده چې ددې سره به د چاپیریال خيجن والې زيات شي.

هغه وايي تر څو چې د ګوادر بندر ګاه خبره ده نو په لوظنامه کې ښکاره ليکلي دي چې ددې د محصولاتو 91 سلنه برخه به چين ته ځي.

پاکستان کې د سي پېک لاندې د منصوبو او د هغې د لګښتونو تفصيلات نه تر لاسه کېږي. د پاکستان پارلېمان ته هم د چينايي پانګو او په دغو کې د چین د برخې په اړه د ورکړل شوو معلوماتو په کره والي یاندې پارلېماني غړو نیوکې او شکونه کړي دي. خو راپوټونه وايي چې تراوسه پورې چين په بېلابېلو پروژو خواو شا 25 بيليېنه ډالره مصرف کړې دي.

پدې کې د 2 ارب ډالره د سوکهي کناري د بجلۍ منصوبه ، د 2 ارب ډالره د کروټ ډېم پروژه، د درې نيم ارب ډالره د تهرکول د کوېلې نه د بجلۍ جوړولو منصوبه او ددې ترڅنګ په بلوچستان کې د 16 ارب ډالره د ګوادر بندر ګاه منصوبه شامل ده.

پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړيکو د څانگې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د پاکستان سولين او عسکري قيادت ګڼل چې د چين له لوري د 62 ارب ډالره د پانګو سره به د هېواد اقتصادي حالت بدل شي خو وايي داسې ونشول.

چينايي کمپنیانې چې کومې پېسې دلته لګوي نو هغه په يوه او بله طريقه بېرته وړي.

هغه وايي چې کله تېر کال په داسو کې په چينايي وګړو تره ګر حمله وشوه نو هغه په کفن کې اخري مېخ ثابت شو او دا رپوټونه راغلي وو چې چين د پاکستان نه د تاوان غوښتنه کړې وه.

په لومړي سر کې ویل شوي وو چې د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د پروژې لاندې چين به په پاکستان کې د 62 اربه ډالرو پانګې کوي او ددې لاندې د سړکونو، زراعتو، بجلۍ او اوبو منصوبې جوړول شامل دي. د پاکستان حکومتي دریځ دی چې سي پېک به د هېواد قسمت بدلوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG