لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان له بنگله دیش نه دویمه شل آوریزه لوبه هم وگټله


افغانستان د نهې ـ سې شنبې په ورځ، د شپږو ویکېټو په توپیر، له بنگله دیش نه د شل آوریزو لوبو دویمه لوبه هم وگټله. اوس نو که درېیمه لوبه وبایلي او یا وگټي، شل آوریز سیریز افغانستان گټلی دی.

د لوبې په سر کې، د بنگله دیش لوبډلې پچه وگټله او پریکړه یې وکړه چې توپ وهنه یا بالینگ به کوي. په لومړي میدان کې، د بنگله دیش ټیم ١٣۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ١٣٥ هدف وټاکه.

افغانستان وکړای شول ټاکل شوی هدف په ١٨،٥ آورونو کې پوره کړي.

په لومړي میدان کې، راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول، خو پرله پسې نه و، او ویې نشو کولای چې هټریک ووهي.

د بنگله دیش له ټیم نه، تمیم اقبال ۴٣ منډې وکړې، خو راشد خان وسوځاوه. له هغه نه پس، تر ټولو ډیر رنزونه، مشفق الرحیم (٢٢) او ابوحیدر (٢١) جوړ کړل.

د افغانستان له ټیم نه تر ټولو ډیرې منډې، سمیع الله شینواري وکړې، خو په یو کم پنځوسو رنزونو، د مصدق حسین لخوا وسوځول شو. له هغه نه پس، محمد نبي تر ټولو ډیر رنزونه جوړ کړل (٣١)، او د لوبې ترپایه ونه سوځېد.

د نهې ـ سې شنبې ورځې د لوبې په پای کې راشد د لوبې غوره لوبغاړی یا من آف دې میچ، او نبي د لوبې ځیرک لوبغاړی یا سمارت پلیئر وبلل شو.

د اتوار ـ یکشنبې په ورځ د بنگله دېش او افغانستان ترمنځ د کرکټ د شل آوریزو لوبو په سیریز کې، لومړۍ لوبه هم د افغانستان په ۴٥ منډو وگټله. په هغې لوبې کې افغان لوبډلې وکړای شول ١٦٧ منډې وکړي، او اته لوبغاړي یې وسوځېدل. بنگله دیش یواځې وکړای شول ١٢٢ منډې جوړې کړي او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغانستان او بنگله دیش لوبډلې به د شل آوریزو لوبو په سیریز کې، د جون پر اوومه، د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ خپله درېیمه یا وروستۍ لوبه هم وکړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG