لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن:پي ټی ایم دبلوچستان پښتون میشتو سیمو کې دګډوډیو په ضد احتجاج کړی


دپښتون ژغورنې غورځنګ بلوچستان ایالت کې په پښتون میشتو سیمو کې د کډوډیو د وروستیو پېښو په ضد نن(جمعه) په چمن سیمه کې احتجاجي لاریون کړی اؤ تور یې لګولی چې داستخباراتي اؤ امنیتي ادارو په صلاح دپښتنو سیمو کې دګډوډۍ پېښې رامینځته کیږي.

دسیمې څخه د ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي وایي په دغه لاریون کې د پي‌ ټي ایم په سوؤنو فعالینو برخه درلوده اؤ دپوځ اؤ بد امنۍ په ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون دچمن د بیلابیلو سیمو څخه پیاده تیر شوی چې پکې شاملو خلکو په لاسونو کې د پي‌ ټي ایم بیرغونه اؤ د بدامنۍ پېښو کې د وژل شوؤ پښتنو انځورونه پورته کړي وؤ.

په دغه مهال دپي ټي ایم دمرکزي کمیټۍ غړي ملا بهرام خان وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې تور ولګولو چې دپښتنو سیمو کې دترهګرۍ کوم وروستي بریدونه شوي په دې کې چارواکي پخپله لاس لري اؤ مقصدیې دادی چې دلته په ګډوډۍ پیدا کولو خپلې ګټې ترلاسه کړي.

هغه وویل په چمن کې چې کوم برید شوی هغه پخپله د ایف سي ځواکونو کړی اؤ که چرې دوئ دې برید کې لاس نه لري نو بیا دې د ځان روڼولو په غرض دغلته د لګیدلو کیمرو ریکارډنګ ټولې دنیا ته ښکاره کړي.

چمن لاریون
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:22 0:00

دتیرې دوشنبې په ورځ دجمن په مال روډ یوه بمي چاودنه شوې وه چې پکې یو تن وژل شوی اؤ ۱۳نور کسان پکې ژوبل شوي وؤ.

ملا بهرام غوښتنه وکړه چې په چمن کې دشوي برید پلټنې باید دعدالتي کمیشن دلارې وکړل شي ترڅو معلومه شي چې دترهګرۍ دغه پېښه کې څوک لاس لري؟

دپي‌ ټي ایم یو بل مهم مشر عثمان مبارز وائس اف امریکه ډیوه ته وویل چې بلوچستان کې د ګډوډۍ په وروستیو پېښو کې پخپله دپاکستان استخباراتي ادارې لاس لري اؤ دوئ نه غواړي چې پښتانه دې دامن په چاپېریال کې ژوند وکړي.

احتجاج کوونکو ګواښ وکړو که چرې حکومت دپښتنو سیمو ته امنیت ورنه کړو نو بلوچستان کې میشت پښتانه به خپل احتجاج نور هم وغځوي چې دهغې ټوله ذمه واري به د ریاست پغاړه وي.

پي‌ ټي ایم دپښتنو په سیمو کې دترهګرۍ دپېښو ذمه واري په ریاستي ادارو اچوي خو پوځ اؤ حکومتي چارواکي دپي‌ ټي ایم دغه تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ دریځ لري چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې په زرګونو امنیتي سرتیري هم وژل شوي.

په دې وروستیو کې دبلوچستان په شمیر پښتون میشتو کې ترهګریز بریدونه شوي چې پکې په لسګونو پښتانه وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

تیره اوونۍ هم د کوټي په هزار ګنجي سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ۲۱کسان وژل شوي اؤ۴۸ نور ژوبل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG