د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي د سعودي عرب د تېلو په مهمو غټو مرکزونو د بریدونو زمه وار ايران دی يمن په دغو بریدونو کې هيڅ رول نه لري.
پمپيو په ټويټر ويلي ايران په دغه ډول د ۱۰۰ نه په زياتو بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی د ايران صدر حسن روحاني او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف يې سفارتکاري کوي او په داسې کې ايران نړۍ ته د تېلو ورکولو په غټ لاين برید کړی دی.
هغه ويلي داسې هیڅ ثبوت نشته چې دا بريدونه د يمن نه شوي وي.
نوموړي په بل ټويټ کې ويلي په ټولو هېوادونو غږ کوي چې د ايران دغه بریدونه وغندي او امریکا به د خپلو همکارانو سره په ګډه کار کوي چې د ايران سره حساب کتاب وکړي.
د خالي په ورځ حوثي یاغیانو ادعا کړې وه چې د سعودي عربستان د تېلو پر مهمو ځایونو یا تاسیساتو د ډرون یا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو يې د دغه دولت پېداوار ته زیان رسولی دی.
د امریکایي مطبوعاتو ترمخه دغو بریدنو د سعودي عربستان شاوخوا د تېلو نیمایي پېداوار، یا د نړۍ د ورځني تقریبا پینځه فیصدي پیداوار ته زیان رسولی دی او د نړۍ د تیلو په رسد کې د ګډوډۍ خطر يې راپورته کړی دی.
د دغو بریدونه نه په خلیج فارس کې سم دلاسه د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ لا نور هم زیات شوی دی.
د امريکا سپینې ماڼۍ ويلي چې صدر ډانلډ ټرمپ د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې دغه برید غندلی دی او د سعودي عرب د ځان څخه د دفاع ملاتړ یې ښودلی دی.
سپینې ماڼۍ ويلي چې امریکا دې ته ژمنه ده چې د تېلو نړیوال بازارونه باثباته وي او ښه رسد لري.