پاکستان ویلي هند که رافېل الوتکه ولري اؤ که هر څه وکړي پاکستان دخپلې دفاع په چل پوهیږي خو د وسلو په زغل کې نه ورګډیږي.
د زیارت په ورځ اسلام اباد کې رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي دامنیت اؤ د وسلو د زغل په اړوند دپاکستان دریځ واضحه دی اؤ پاکستان هیڅکله نه غواړي د وسلو زغل کې ځان ورګډ کړي.
هغه وویل هندوستان نه دخیر هیڅ طمعه نه شي کیدلی ځکه پاکستان په نړۍ ټینګار کوي چې سیمه باید د وسلو زغل ته ور دیکه نه کړي.
په دې وروستیو کې فرانس د هاغو ٣٦ رافېل جېټ الوتکو له ډلې څخه چې په ٢٠١٦ کال کې یې د خرڅلاو تړون له هند سره لاسلیک کړی و، وړومبۍ رافېل جېټ الوتکه هند ته سپارلې ده.
هند له فرانس څخه د رافېل په نوم د پرمختللو جېټ الوتکو د اخیستلو تړون کړی و. د نږدې نهو اربو ډالرو د ارزښت دې تړون باندې تېر کال په هند کې جنجالونه هم راپورته شوي و، او د کانګرېس ګوند د وزیراعظم نریندر مودي پر حکومت تور لګولی ؤ چې دا طیارې یې په درې برابره د هغې بیعې څخه لوړې اخیستي چې د کانګرېس ګوند د حکومت پر مهال پرې صلاح شوی ؤ.
سږکال د مارچ په وروستیو کې د هند د هوایي ځواکونو مشر ویلي ؤ چې د رافېل الوتکو په رارسېدو سره به پاکستان جرآت هم ونه کړي چې لاین آف کنټرول ته نږدې شي.
دفاعي څېړونکي په دې اند دي چې د رافېل ډوله الوتکو ترلاسه کولو سره به د هندوستان د هوايي ځواک وړتیاوې زیاتې شي، ځکه دا الوتکې دوه انجنه لري او ډول ډول وسلې له ځان سره لېږدولی شي.
له دغو الوتکو څخه نه یواځې هوايي وړتیاوې زیاتېږي بلکې په اټومي ماموریتونو کې هم کارول کېدای شي.
ددغو الوتکو لېدل هم ستونزمن وي او په درې ډوله کې جوړېږي او د خپلو ځانګړو وزرو له امله په هوا کې ډول ډول مانورونه ترسره کولای شي.
رافېل الوتکې د خپلو دوو انجونو پر زور په یو ساعت کې ۱۹۱۲ کیلومټره واټن وهي او په یو ساعت کې تر ۱۳۹۰ کیلومټرو پورې پورته ته الوتلی شي.