لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېشن د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو پر ځنډېدو بخښنه غوښتې


واشنګټن ــــ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیشن له خوا مخکې اعلان شوی وو چې د سپټمبر د 28مې نېټې د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ رسمي نتیجې به اعلان کړي، خو پرون دې ادارې تایید کړه چې د ټاکنو نتیجې به نور وخت هم واخلي.

د ټاکنو د خپلواک کمېشن مشرې حوا علم نورستانۍ د خالي- شنبې په ماځیګر په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د أفغانستان له خلکو له دې امله بخښنه وغوښته چې پر ټاکلي وخت یې نتایج اعلان نه کړل.

مېرمن نورستانۍ د ټاکنو د نتایجو د ځنډېدو جواز دا وړاندې کړ، چې وایي اداره یې غواړي چې د رایو شمېرنې بهیر نور هم په روڼوالي او شفاف ډول تر سره شي او د خلکو باور پر ځای کړل شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېشن مشرې د خپل دفتر د کمپیوټر په مرکزي سرور کې د بایومېټرک رایو د شاملولو ستونځه او د رایو شمېرنې په مرکز کې د ولسمشرۍ دفتر د ټاکنیزو ټیمونو د استازو تر منځ لفظي شخړې او جنجالونه هم د نتایجو د اعلان د ځنډیدلو علتونو ګڼلي.

د کمېشن مشرې مېرمن نورستانۍ ژمنه وکړه چې د ټاکنو نتایج به ډېر ژر خپاره کړي خو ټاکلې نېټه یې ونه ښووله چې کله به وروستي نتایج وړاندې کړي، خو د کمېشن ځینو اعلی چارواکو د جمعې په ورځ له امریکا ږغ سره په خبرو کې وړاندوینه وکړه چې کېدای شي نتایج یوه اوونۍ نور وځنډېږي.

تر دې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیشن ویاند میرزا محمد حق‌ پرست، هم ویلي وو چې د بایومېټرک رایو په ګوته کول وخت ته اړتیا لري. هغه امریکا ږغ ته وویل چې د نوي پلان له مخې ټاکل شوې چې په دوه زره بایومېټریک مشینونو کې موجودې رایې مرکزي سرور ته انتقال شي او همدا شان جعلي او اصلي رایې سره جلا شي.

د فیفا په نوم د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې مشر یوسف رشید له امریکا غږ سره په خبرو کې اندیېنه وښودله، چې که د رایو د پلټنې کار همداسې دوام ومومي نو ممکن د لومړنیو نتایجو اعلان څو ورځې وځنډیږي.

د ټاکنو خپلواک کمشن ته نیژدې سرچینې دا ګڼي، چې په دغو ټاکنو کې د هغو رایې ورکوونکو شمېر، چې د بایومټریک له لارې یې خپلې رایې کارولي نږدې دوو میلیونو ته رسیږي، خو دا شمېر هم کره نه دی او کیدای شي د سمو او ناسمو رایو تر پلټنې وروسته په کې بدلون راشي.

د ولسمشرۍ د څلورمې دورې د ټاکنو نتایج په داسې وخت کې ځنډېدلي چې مخکې له مخکې پکې د خلکو پر کم ګډون او د درغلۍ نیوکې کېږي. تمه ده چې د انتخاباتو کمېشن له 2.7 میلینه کارول شویو رایو څخه نورې اووه لکه رایې هم له دې امله ناسمې اعلان کړي چې د ټاکنو په شرایو برابرې نه دي.

د ټاکنو د رسمي نتایجو تر اعلان مخکې دوو لومړنیو امیدوارانو ډاکټر عبدالله عبدالله او د اشرف غني د زیاتو رایو د اخیستو او د خپلې ګټې دعوه کړې، خو د انتخاباتو کمېشن له ټولو کاندیدانو غوښتي چې د خلکو رایو ته په درناوي سره د انتخاباتو کمېشن په کار کې لاسوهنه ونه کړي او پرېږدي چې دغه اداره پر خپل وخت رسمي نتایج اعلان کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG