لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ:کشمیر کې دهند لخوا دترهګرو دکیمپونو تباه کولو دعوې دروغ دي


دپاکستان پوځ دهندي پوځ دسرلښکر دا دعوه رد کړې چې ګنې هندي ځواکونو دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دتروریستانو درې ځالې یا کیمپونه تباه کړي دي.

دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور د نهې په ورځ په ټوئټر لیکلي” دهندي پوځ سرلښکر یوه دمسولیت ډکه عهده په لاس کې لري،دهغه لخوا کشمیر کې د درېوؤ شکمنو کیمپونو د تباه کولو دعوه مایوسه کوونکې ده ځکه چې دغلته د ویشتلو دپاره هیڅ یو کیمپ نشته”

دهندي اؤ پاکستاني پوځونو تر منځ تیره شپه دکشمیر په ویشونکې پوله یا لائن اف کنټرول نښتې شوي دي چې دواړه خواوې پکې یو بل ته د ځاني زیانونو اړولو دعوې کړي دي.

ددغو نښتو نه وروسته د هندي پوځ سرلښکر جنرال بپن راوت خبریالانو ته ویلي وؤ چې “دپاکستاني عسکرو د بریدونو ځواب کې د هندي پوځ ډزو کې دپاکستان دشپږو نه تر لسو عسکر وژل شوي اؤ د ترهګرو درې کیمپونه تباه کړل شوي دي”

خو دپاکستاني پوځ ویاند دغه دعوه بې اساسه بللې اؤ ویلي یې دي “پاکستان کې دهند سفارتخانې ته بلنه ورکوؤ چې “هر بهرني ډپلوماټان اؤ دمیډیا استازي باید دځان سره سیمې ته بوځي اؤ خپله دا دعوه دې رښتیا ثابته کړي”

دپاکستان پوځ وایي دهندي پوځي مشران د پلوامه دپېښې راپدیخوا د دروغو دعوې کوي چې دا دسیمې دامن دپاره یو ګواښ دی.

پوځي ویاند زیاته کړې چې” داسې د دروغو دعوې د کورنیو ګټو په خاطر کولی شي چې دا دمسلکي پوځي اخلاقیاتو په ضد دي”

تر دې دمخه دپاکستان خارجه دفترهم دهندي میډيا له لوري په لائن اف کنټرول دترهګرو د کیمپونو د ویشتلو په اړوند راپورونه رد کړي وؤ اؤ دملګرو ملتونو د پینځوؤ دائمي غړو څخه یې غوښتنه کړې وه چې دهند نه باید دهغوئ ددې دعوؤ په بابله معلومات وغواړي.

په پینځم اګست دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمولو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ وخت په وخت د دواړو هیوادونه دپوځونو ترمنځ دنښتو راپورونه مخې ته راځی چې دواړه خواوې پکې یو بل ته د زیانونو اړولو دعوې کوي.

دکشمیر په شخړه تر دې وړاندې هم دپاکستان اؤ هند ترمنځ درې ستر جنګونه شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښودلې چې دا ځل د دواړو هیوادونو ترمنځ داټومي جګړې احتمال موجود دی.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ وخت په وخت په دغه مسله کې د مينځ کړيتوب وړانديز کړی خو هند ويلي د کشمير مسله د دوي کورنۍ مسله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG