لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د جبري بې درکه خلکو وکیل په جبري توګه له خپل کوره تښتول شوی


واشنګټن ـــ د انعام الرحیم په نامه د پاکستان هغه وکیل د پنجاب د راولپینډۍ ښار له چاوڼۍ څخه له خپل کوره تښتول شوی چې د امنیتي ځواکونو له خوا په غیرقانوني توګه د نیول شویو او جبري بې درکه کسانو مقدمې یې چلولې.

د هغه زوی حسنېن انعام وایي، د ګل- دوشنبې په شپه یې ګڼ شمېر وسلوالو کسانو په ساده جامو کې د کور دروازه ور وټکوله، کله چې دوی ور ورته پرانیست نو هغوی په زوره کور ته ور ننوتل، د ده پلار یې په زوره موټر ته کش کړ او له ځانه سره یې بووت.

د انعام الرحیم زوی په څرګنده د چا نوم وا نه خیست چې د پلار د تښتونې تر شا یې څوک دي، خو وایي کېدای شي د هغه ځینې پخواني ملګري یې پکې لاس ولري. حسنېن وایي پلار یې یو وکیل او پخوانی پوځي افسر وو او هیچاته هم خطر نه وو:

"موږ تر اوسه د سرګردانۍ په حالت کې یو، زموږ کورنۍ هم په ویره کې ساتل شوې وه چې زما د پلار د تښتونې په وخت چاته د مرستې ږغ ونه کړو".

حسنېن انعام- چې په کالج کې استاد دی- وایي د پلار د تښتونې په ضد یې پولیسو ته خبر ورکړی چې مقدمه درج کړي خو د پینډۍ پولیسو تر اوسه د هغه د تښتونې په ضد د مقدمې درج کولو خبر نه دی ورکړی.

د راولپینډۍ د پوټوهار سیمې د پولیسو یو مشر سیدعلي وایي دوی ته د وکیل کرنل انعام د تښتونې په اړه هیڅ درخواست نه دی ورکړل شوی. تر اوسه هیڅ حکومتي چارواکي د انعام الرحیم د تښتونې په اړه څه نه دي ویلي.

انعام الرحیم د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وخت په وخت تنقیدونه کول او په وروستیو کې یې د هغو ګڼ شمېر کسانو وکالت یې کړی چې د دې هېواد پوځي استخبارتي ادارو نیولي وو.

وکیل انعام الرحیم ویلي وو چې د جبري بې درکه او په غیرقانوني توګه د نیولو شویو کسانو د مدافع وکیل په توګه مخکې هم امنیتي ادارو ورته ګواښونه کړي دي.

تښتول شوي وکیل په 2012م کال کې عدالت ته د پیپلز ګوند د دې اقدام په ضد درخواست ورکړی وو، چې غوښتل یې د هغه مهال د پوځي مشر جنرل اشفاق پروېز کیاني د کار موده درې کاله نوره و غزوي.

انعام الرحیم په داسې وخت کې تښتول شوی چې د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د بشري حقونو مبارزینو او د مدني ټولنې فعالینو په اسلام اباد کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت مظاهره کړې وه او له حکومته یې د هغو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه چې د دوی په وینا په وروستیو کلونو کې امنیتي ځواکونو "په جبري توګه بې درکه" کړي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت دا ډول تورونه تل رد کړي، خو ځینو چارواکو په غیررسمي توګه دا منلې چې د دې هېواد استخباراتي ادارو مشکوک کسان په بند کې ساتلي چې وایي شمېر یې معلوم نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG