امريکې يو ځل بيا پاکستان، چين، ايران، سعودي عرب، برما، شمالي کوریا، تاجکستان، ترکمانستان او اریټيريا په هغه نوملړ کې شامل کړي چرته د مذهبي ازادۍ په اړوند پوښتنې راولاړيږي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ویلي د ټرمپ انتظاميه مذهبي ازادۍ ته په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې لمړيتوب ورکوي.
هغه ويلي په ګرده نړۍ کې د مذهب او عقيدې په نوم زور زياتي کيږي، امريکا د مذهبي ازادۍ دپاره اود سرغړونو د مخنيوي په لړ کې په تندۍ سره کار کوي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت دغه هېوادونه په ۱۸م دسمبر د څار په نوملړ کې اچولي او ويلي يې دي چې په دغوهېوادونو کې د مذهبي ازادۍ په تړاؤ سرغړونې کيږي.
امریکې النصره محاذ، القاعده، الشباب، بوکوحرام، حوثي، داعش، داعش خوراسان او طالبانو په هغه نوملړ کې اچولي چې د ډېرې اندېښنې وړ دي.
د امریکې خارجه وزارت د روان کال په جون کې په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلیز رپورټ کې په پاکستان کې د اقلیتونو په صورتحال اندېښنه څرګنده کړې او ویلې يې ؤ چې په کال ٢٠١٨ کې هم وسله والو ډلو د شیعه او احمدي ټولنو خلاف حملو ته دوام ورکړی و خو د ٢٠١٧ په مقابل کې د تشدد دغه کچه ټیټه شوي وه.
په رپورټ کې د پاکستان نه علاوه په شمالي کوریا، ایران، روس، میانمار، چین او ازبکستان کې د انساني حقونو په سرغړونو هم اندېښنه څرګنده کړی شوې وه.
په رپورټ کې د چین په سنکیانګ صوبه کې د مسلماناو سره د سلوک ذکر او ويل شوي ؤ چې د ویغور مسلمانانو مذهبي ازادۍ د خطر سره مخامخ ده.