لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان پخپل ټوئټ ډیلیټ کولو دسختو نیوکو سره مخ شوی


دپاکستان وزیراعظم عمران خان باندې وروسته له هغې د ټولنیزو رسنیو فعالانو سختې نیوکې کړي چې هند کې په خلکو دامنیتي ځواکونو دتشدد په نوم یې په ټوئتر خپله یوه خپره کړې ویډيو ډیلیټ کړه.

دجمعې په ماسخوتن عمران خان پخپله ټوئتر پاڼه یوه ویډيو خپره کړې وه اؤ ورسره یې لیکلي وؤ چې د هند په اترپردیش ریاست کې د وګړتوب دقانون په ضد په راپورته شوؤ مظاهره چیانو امنیتي ځواکونه ناترسه تشدد کوي.

دعمران خان په دغه ټوئت دټولنیزو رسنیو فعالانو سختې نیوکې وکړې اؤ د جعلي خبرونو د ارزونې یوې هندي ویب پاڼې د وزیراعظم عمران خان دپام په راګرځولو سره په ټوئټر ولیکل چې دا ویډیو د هند نه بلکې دبنګله دیش ده.

دغه ویب پاڼې په ټوئتر لیکلي چې عمران خان دبنګله دیش پلازمینه کې په مظاهره چیانو دپولیسو دتشدد ویډیو دهند په نوم خپره کړې ده.

تر دغو نیوکو وروسته وزیراعظم عمران خان دخپل ټوئټر پاڼې څخه یاده ویډيو ډیلیټ یا ختمه کړه خو هندي میډيا اؤ ملګرو ملتونو کې دهند دائمي استازي سید اکبر الدین دپاکستان وزیراعظم باندې سختې نیوکې وکړې.

هندي استازي پخپلو څرګندونو کې وویل دپاکستان وزیراعظم اووه کاله مخکنۍ د بنګله دیش ویډیو خپره کړې اؤ ویلي یې دي چې د ا دهند اترپردیش ریاست دی.

دهند بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار د وزیراعظم عمران خان لخوا دخپل ټوئت ډيلیټ کولو نه وروسته په ټوئټر ولیکل “ جعلي خبرونه ټوئټ‌کوه اؤ چې کله ونیول شې نو بیا ډيلیټ کوه”

ښاغلي خان دا ویډیو په داسې مهال خپره کړې وه چې کله دهند له لوري دپاکستان دپنجاب صوبې دننکانه صیب د ګوردوارې په کیدونکي احتجاج ټکونه روان وؤ.

دهند دپنجاب ایالت وزیراعلي کیپټن (ر) امریندرسنګهـ پخپل یو ټوئټ کې دعمران خان پام په ننکانه صیب سیمه کې د ګوردوارې ساحه کې روان احتجاج ته ګرځولی ؤ.

هند کې دغه احتجاج ته په رسنیو په ګوردواره دبرید نوم ورکړل شوی ؤ خو دپاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي وؤ چې ننکانه صیب کې ګوردوارې ته هیڅ رقم زیان نه دی رسیدلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG