په پاکستان کې په ماشومانو دجنسي تیري نه وروسته دهغوئ د وژنو دکچې لوړیدو وروسته د جمعې په ورځ دپاکستان قامي اسمبلۍ په دغسې پېښو کې ککړو وژونو ته د سرعام تیزندۍ ورکولو قرارداد منظور کړی دی.
خو په قامي اسمبلۍ کې دیو ستر حکومت مخالفه ګوند پیپلز پارټۍ ترڅنګ پخپله دوؤ مرکزي وزیرانو فواد چوهدري اؤ شیرین مزاري هم ددې قرارداد مخالفت کړی اؤ وایي داسې قوانین یوازې په تشدد خوښه ټولنو کې جوړیږي
په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو برخو کې په ماشومانو له جنسي تیري وروسته دهغوئ د وژنې یو شمیر پېښې رامخې ته شوي چې دې پېښو پاکستان کې ګڼو خلکو سره د خپلو ماشومانو په اړوند اندېښنې پیدا کړي اؤ دې غوښتنې زور نیولی چې کوم خلک ماشومان له جنسي تیري وروسته وژني هغوئ ته باید ډاګیزه تیزندي ورکړل شي.
دجمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته دپارلیماني چارو وزیر علي محمد خان په ماشومانو جنسي تیري کوونکو اؤ وژونکو ته په سپین میدان دتیزندۍ ورکولو قرارداد وړاندې کړی چې د رائیو په زیاتوالي سره پارلیمان دغه قرارداد منظور کړی دی.
په دغه موقعه دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دپیپلز ګوند یو وتلي مشر راجا پرویز اشرف په سپین میدان د تیزندۍ ورکولو دعمل سره مخالفت وښودلو اؤ وئ ویل پاکستان د ملګرو ملتونو غړی دی اؤ دملګرو ملتونو د قوانینو له مخې هیڅوک په سپین میدان نه شي تیزندي کیدای.
هغه په دې وروستیو کې دپاکستان پخواني پوځي امر جنرال پرویز مشرف ته دمحکمې لخوا په ډاګیز ډول دتیزندۍ پرېکړې ته په اشاره وویل “په یوه بله دوسیه کې هم دسرعام تیزندۍ پرېکړه مخې ته راغلې وه ایا دهغې څه وشول؟”
هغه وویل د سزاګانو په سیوا کولو کله هم د جرمونو مخه نه شي نیول کیدای خو دپیپلز ګوند دمخالفت باوجود پارلیمان دغه قرارداد د رائیو په کثرت سره منظور کړو.
دپاکستان تحریک انصاف دحکومت دوؤ مرکزي وزیرانو ښاغلي فواد چوهدري اؤ شیرین مزاري هم ددې قرارداد دمنظوریدو سره مخالفت ښودلی اؤ رسنیو ته ویلي چې داسې رقم قوانین په تشدد خوښه ټولنو کې وي چې پاکستان کې یې ګنجائش نشته .
کارپوهان وايي په ورستیو کې په ماشومانو د جنسي تشدد په کچه کې بوږنونکي تیزي راغلې چې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکي ماهران یې فکر منده کړي دي .
د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو یوه متحرکه اداره ساحل په خپل یو رپورټ کې ليکي تیرکال په پاکستان کې هره ورځ لس ماشومان د جنسي تشدد ښکار شوي دي. د
یادې ادارې د رپورټ تر مخه په کال 2018 کې 3832 ماشومانو سره جنسي زیاتي شوی وو.
د رپورټونو تر مخه د جنسي حملو ښکار شوي ماشومانو جینکو عمرونه د 1 کال نه تر 18 کالو پورې او د هلکانو عمرونه د 6 کالو نه تر 15 کالو پورې وي. د ساحل په رپورټ کې ليکل شوي د جنسي زیاتي تر ټولو ډېرې پېښې په پنجاب صوبه کې بیا په سنده، پښتونخوا او په اخر کې په بلوچستان صوبه کې شوي دي.
د ماشومانو د حقونو د پاره کارکونکی فعال عمران ټکر واي په دې شمیرو کې ورځ تر ورځه تیزي لیدل کیږي. د ښاغلي ټکر په خیال روان کال په دې حملو کې لا تیزي لیدل شوې او داسې پېښې سوا شوي چې ماشومان د جنسي حملو ورستو اووژل شي.