واشنګټن ډي سي: په امریکا کې د انتاني یا مکروبي ناروغیو متخصص ډاکټر انټونیو فوچي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دا باور نشته چې د هوا له ګرمېدو سره به په نړی کې د کرونا وایرس ګواښ په کمېدو شي.
فوچي د اې بي سي ته په خپلو خبرو کې وویل، د انفلوینزا په څېر نور مکروبونه هوا له ګرموالي سره کمېږي خو د کرونا په اړه دا باور نشته.
هغه زیاته کړه، دا په دې معنی چې خلک باید و نه وايي چې د هوا له تودېدو سره به مونږ وژغورل شو بلکه تاسو باید دا په پام کې ولرئ چې وایرس خپل فعالیت ته همداسې دوام ورکوي.
هغه وړاندې وویل، که د هوا له تودېدو سره کومه ګټه ترلاسه کړو نو ښه خبره ده خو مونږ باید ددې په تمه و نه ووسو.
د ډاکتر انټونیو فوچي دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې نړی دا مهال د کرونا په وړاندې روغتیايي او اقتصادي مبارزه کوي.
د وروستیو شمېرو له مخې تر یو نیم میلیون زیات وګړي په کرونا اخته شوي او د مړو شمېر هم شاخوا ۹۴۰۰۰ ته رسېدلی.
په امریکا کې د کار وزارت راپور ورکړی چې ۶.۶ میلیونه نورو نورو امریکایانو هم د د بې کاری د معاوضې لپاره اسناد جمع کړي دي ځکه اکثره کمپنی او کاروبارونه تړل شوي دي.
له ې سره اوس په امریکا کې د بې کارو خلکو شمېر د مرستو غوښتنه یې کړې نږدې ۱۷ میلیونو ته ورسېد.