لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ ۱۵۰ کسان په کرونا اخته شوي


واشنګټن ډي سي: راپورونه وايي، چې د سعودي عربستان د شاهي کورنئ نږدې ۱۵۰ کسان په کرونا وایرس باندې اخته شوي دي.

په دغو اخته شویو کسانو کې د ریاض والي یا ګورنر شهزاده عبدالعزیز هم شامل دی چې دا مهال د روغتون په بیړنی خونه کې بستر دی.‌

په سعودي عربستان کې تر اوسه پورې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۰۰ ښودل شوی چې ۴۴ تنه یې مړه شوي هم دي.‌

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په کرونا وایرس باندې د شاهي کورنی دغه اخته کسان په یو ځانګړي روغتون کې تر درملنې لاندې دي کوم چې د واکمنې کورنی د درملنې لپاره ځانګړی شوی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې یاد روغتون کې ۵۰۰ بسترونه د کرونا ناروغانو ته ځانګړي شوي دي.

خبر زیاتوي، چې پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان په هغو کسانو کې نه ښکاري چې په کرونا باندې اخته شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د سعودي پاچا خپل ځان له سرې بحیرې سره په یوه ټاپو کې په جوړ قصر یا ماڼی کې ځان له نورو خلکو بېل کړی او ولیعهد د خپل حکومت له جګ پوړو چارواکو سره په یو لېرې ځای کې ځانونونه یوې خواته کړي دي چېرې چې دی غواړی یو ځانګړی ښار جوړ کړي.

د روغتون چارواکو ویلي، مونږ نه پوهېږو چې په کرونا اخته نور څومره کسان به ورته ورشي خو مونږ ته د بشپړ تیاري امر شوی او دا چې له روغتون څخه نور ناروغان باید ژر تر ژره له روغتون څخه وویستل شي.

داسې نښې نښانې هم شته چې سعودي عربستان به د کرونا وایرس له امله د سږ کال د حج مراسم هم کنسل کړي کوم چې هر کال د ۱۷۹۸ کال راهیسې ترسره کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG