لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: پر ایراني جنرل قاسم سلیماني د امریکا ډرون برید "خپلسرې وژنه" وه


واشګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې پلټونکې پخپل تازه رپوټ کې ویلي، په تېره جنورۍ میاشت کې چې د ایران پر لوړپوړي کمانډر جنرل قاسم سلیماني د امریکې له خوا ډرون برید وشو دا "خپلسرې وژنه" وه.

د غیرعدالتي او خپلسرو وژنو د برخې ځانګړې خبریالې اګنس کالامارډ پخپل رپوټ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي "داسې ثبوت نه دی ورکړل شوی چې ګواکې جنرل سلیماني په ځانګړې توګه په عراق کې د امریکا پر مفاداتو برید پلاناوه، چې د هغه په بنیاد دې بیړنی ګام مهم او جایز ګڼل شوی وي".

د جنرل سلیماني پر کاروان په تېره جنورۍ میاشت کې هغه وخت ډرون برید وشو چې هغه له بغداد هوایي ډګره د روانېدو په حال کې وو، چې په نتیجه کې یې د جنرل سلیماني په ګډون د عراق یو اعلی پوځي چارواکی او څلور نور عراقي عسکر و وژل شول.

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته پخپل رپوټ‌ کې ویلي چې ځواکونو یې پر جنرل سلیماني دغه برید د خپلې دفاع لپاره په دې خاطر وکړ،‌ چې وایي "په وروستیو میاشتو کې د ایران له خوا ورباندې د بریدونو لړۍ تېزه شوې وه".

خو د ملګرو ملتونو ځانګړې خبریاله مېرمن کالامارډ وایي، امریکا پخپل وضاحت کې "پاتې راغلې چې حتی یو تر سره کېدونکی برید هم بیان کړي" او وایي "تر کومه چې د بیړني خطر اندېښنه ده امریکایي چارواکي په دې کې مبهم او بې اهمیته ښکارېدل".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو پر سلیماني تر برید څو ورځې وروسته ویلي وو، چې سلیماني پر عراقي د امریکا پر ګټو لوی بریدونه پلان کړي وو او وايي چې دا بریدونه په نیژدې وخت کې کېدونکي‌وو.

ایرن د جنرل سلیماني د وژنې په جواب کې دعوه کړې وه چې په عراق کې یې پر دوو امریکایي اډو د توغندیو بریدونه کړي وو او او تر سل شاوخوا امریکایي پوځیان یې ټپیان کړي وو. مېرمن کالامارډ وایي ایران د امنیت شورا ته پخپل بیان کې ویلي، دا بریدونه یې د خپلې دفاع لپاره کړي وو.

مېرمن اګنس کالامارډ په عراق کې پر جنرل سلماني برید د نړیوال قانون خلاف ګڼلی ځکه چې وایي دا برید یې د عراق له خوښې پرته کړی وو او د دې په وینا دا د عراق د خپلواکۍ سرغړونه ده. مېرمن کالامارډ ملګرو ملتونو ته لیکلي:

"تر څو چې امریکا د دې وضاحت کوي، نتیجه دا ده چې دا برید پر عراق یرغل دی او د عراق اوسېدونکي او د دوی پر خاوره غیرملکیان وژل د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني او خپلسری کار دی".

ټاکل شوې چې مېرمن کالامارډ نن د نهې- سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته حاضره شي او خپل تحقیقاتي رپوټ ورته وړاندې کړي. امریکا په 2018م کال کې له دې شورا وتلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG