لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په درو جلا پېښو کې 10 عام کسان وژل شوي 11 ټپیان شوي


واشنګټن ـــــ د امریکې، یورپي هېواد او ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د تشدد د کموالي پر غوښتنې برسېره امنیتي پېښې دوام لري او پرون د دې هېواد په درو ولایتونو کې په جلا- جلا پېښو کې 10 تن عام وګړي وژل شوي او یوولس تنه ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وایي، د شنبې- خالي په ورځ د جغتو ولسوالۍ په دره قیاق سیمه کې د سړک له غاړې ښخ شوی ماین چاودلی چې وايي شپږ تنه پکې وژل شوي او اتنه نور پکې ټپیان شوي دي.

د جمعه زاده په وینا په پېښه کې وژل کسان عام خلک دي چې وایي ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د دې چاودنې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

بل لور ته په وردګو ولایت کې د یوه کور درې تنه د هاوان (مارټر) د ګولې په چاودنه کې وژل شوي دي.

د وردګو ولایت د والي ویاند محب الله شریف زی وایي، دا پېښه د سید اباد ولسوالۍ په سلطان خېل کلي کې شوې ده، چې وایي یو سړی او د هغه دوه زامن پکې وژل شوي دي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د مارټر دا ګوله چا ویشتلې ده، د والي ویاند وایي په دې اړه یې پلټنې روانې دي خو د پېښې په ځای کې را غونډو شوو خلکو پر حکومت تور لګولی دی.

همدارنګه په پکتیا ولایت کې هم د ماین یوه چاودنه شوې چې یو تن پکې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي‌ دي.

د پکتیا د امنیتي چارو مشر لطف الله کامران وایي، چاودنې پرون ماسپښین مهال مرکزي ښار ګردېز ته نیژدې د کابل پر لوی سړک د ښخ شوي ماین له کبله شوې ده.

د کامران په وینا چاودنه د افغانستان د ملي امنیت ادارې پر موټر شوې چې وایي د دې ادارې یو کارکوونکی پکې وژل شوی دی. تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري‌ هم کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG