لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نواز شريف تقرير به څه نتيجې ولري؟


د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شريف د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نه د عمران خان د حکومت راوستو سره نورې پوښتنې کړي او تورونه يې پرې لګولي، که څه هم پوځ تراوسه دغو پوښتنو او تورونو ته ځواب نه دی ویلی، په ټولنيزو رسنيو پرې بحث تود شوی دی.

نواز شريف د پنجاب صوبې په ګوجرانواله ښار کې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه 11 ګوندونو د غورځنګ (پي ډي اېم) غونډې ته د لندن نه د ويډيو د لارې په خپله وېنا کې ویلي،

"جنرال قمر جاوېد باجوه دا سوغات [اوسنی حکومت] تاسو راکړی، په مصيبت باندې د دې اخته قام د پرېشانۍ وجه تاسو يئ، تاسو زمونږ سم دم حکومت رخصت کړی وو، تاسو د پارلېمان د غړو خرڅول پېل کړل، په ججانو مو په زور فيصلې وکړې، ...جسټس شوکت عزيز او جسټس قاضي فايز عيسا خلاف ګامونه ستاسو په خوښه کېږي، تاسو په انتخابونو کې د اولس خوښه رد کړه او په هغوی مو نا اهله ټوله کېنوله. د دې بربادۍ زمه وار تاسو يئ.''

عاطف توقیر په ټویټر ويلي، "نوازشريف نه يواځې دا چې نن قوم له ژبه ورکړه بلکې په دې ملک کې د 70 کالو جوړه ويره يې ختمه کړه، نواز شريف چې نن کومه خبره وکړه دا به سبا د پاکستان په لارو کوڅو کې کيږي، د جګړې ويره د جګړې پېل کېدو نه مخکې وي".

خبريال سرل المېډا ويلي،

"نواز شریف ته چې څه ويلو ته ضرورت لرو يواځې يې وويل او د هغه سره د بايلات څه نشته لکه د پيپلز ګوند، خو پکار ده چې پيپلز ګوند هم ورسره ودریږي، د باجوه کار پوره دی خو د دې وروسته به څه کيږي؟ پکار ده چې باجوه او فېض [د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال فېض] دغو تورونو ته مخامخ شي".

شريف د پوځ د مشر سره سره د پوځي استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال فېض باندې هم تورونه لګولي او د کوټې پخواني کور کمانډر جنرال عاصم باجوه د مال دولت په اړه يې پوښتنه وکړه چې احتساب يې ولې نه کېږي؟. او ولې اوس هم د چين پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د ادارې د مشرۍ په څوکۍ ناست دی. د دغې پروژې مالي لګښت د 60 نه تر 80 اربو ‌‌‌‌‌‌ډالرو پورې ښودل کېږي.

سليم صافي په ټویټر لیکلي،

"د پرون راهسې مې فکر کولو چې پي ډي اېم د ګوجرانوالې په جلسه کې د ګډون دپاره پي ټي اېم ته بلنه ولې نه ده ورکړې، خو اوس راته مالومه شوه چې نواز شريف، نواز پشتين جوړېدو او د منظور پشتين تقرير يې په خپله کولو".

عاصمه شېرازي ویلي،

"نواز شریف نن هغه څه وويل چې يواځې سوچ يې کېدی شو، حالات بدليږي نه، بدل شوي دي. په راتلونکو ورځو کې بيانيه کمزورې نه، پياوړې کېدی شي".

پښتون سياستوال افراسياب خټک د نواز شریف د وېنا په اړه ویلي په دغه موضوع چې نواز شريف پرې غږېدلی، " بايد په دغه لړ کې د پي ټي اېم د ځوان مشرانو جرات وستايل شي چې دا خاموشي يې ماته کړې او د دې قيمت يې هم ورکړی دی. او دا لومړی ځل دی چې يو تجربه لرونکي پنجابي سياسي مشر (نواز شريف) په دغه مسله په ډاګه خبرې وکړې".

په سوشل ميډيا د نواز شريف په نيوکو دا پوښتنه هم شوې ده چې که جنرال باجوه په انتخابونو کې د درغلۍ زمه وار دی نو بيا ولې د ښاغلي شريف ګوند جنرال باجوه ته د درې کاله سېوايي مودې لپاره د پوځ مشر پاتې کېدو په اړه په پارلېمان کې د قانوني بدلون ملاتړ کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG