لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ايران کې د واورې ورښت 12 غره ته ختونکي وژلي


د ايران د پلازمینې تهران نه شمال اړخ ته په غرونو کې د زورورې واورې ورښت 12 غره ته ختونکي وژلي دي، او په خليج فارس کې يو سمندري جهاز ګېر شوی او د عملې اووه تنه يې بې درکه شوي دي.

په ایران کې د تيرو څو ورځو راهسې د زورورې واورې د ورښت سره تيزې هواګانې چلېدې، سړکونه بند شوي او د ګاډو تګ راتګ یې اغېزمن کړی ؤ.

غرونو ته د ختونکو د فېډرېشن مشر رضا زایري ويلي، د اتوار په ورځ د دوه پاتې غره ته ختونکو مړي ترلاسه شوي چې شمېره ورسره 12 ته رسېدلې ده.

هغه ويلي په واورو کې د مړه شوؤ 12 کسانو دپاره روان عمليات سر ته رسېدلې دي.

تهران د البرز غرونو په هغه لړۍ کې راځي چرته چې يو شمېر د سکي ريزرټس او غرونو ته د ختلو دپاره مشهور ځايونه دي.

د رويټرز ترمخه ايراني چارواکو ویلي د جمعې په ورځ د ايران د سمندري جهاز د بې درکه شوې عملې لټون روان دی، چې پکې شپږ ايراني او يو هندي شامل دی.

د ايران د مېري ټايم مرستيال اسماعيل مکي زاده ويلي د دغو کسانو د لټون دپاره اووه ډلې د لټون په عملياتو بوخت دي، خو د موسم له امله ممکن نه ده چې دغه عملیات روان وساتل شي.

هغه ویلي په دغه لړ کې يې د متحده عرب اماراتو، عمان او پاکستان سمندري مرکزونه هم خبر کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG