لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زياتره امريکايان ګڼي په امريکا کې جمهوريت له خطر سره مخ دی


په امريکا کې د کانګرېس په ودانۍ د صدر ټرمپ د پلويانو د يرغل وروسته اکثره امريکايان په دې نظر دي چې دلته جمهوريت له خطر سره مخ دی.

په يوه تازه سروی کې په څلورو کې درې برخې راې ورکونکي وايي په امريکا کې د جمهوريت په اړه اندېښمن دي.

نظرپوښتنې خپل معلومات د ګل په ورځ‌ خپاره کړي چې پکې ۷۷٪ د ريپبلېکن او ۷۶ ٪ د ډيموکرېټ ګوند راې ورکونکي په دې نظر د ي چې په امريکا کې جمهوريت د دهړکو سره مخ دی، آزاد راې ورکونکو کې ۷۰٪ د دغې خبرې سره متفق دي.

په دې نظرپوښتنه کې ۵۶٪ امريکايان تېره هفته په کانګرېس د مظاهرهچيانو د يرغل ذمه وار صدر ټرمپ ګڼي او ۴۲٪ د دغې سره اتفاق نه کوي.

په دغه نظر پوښتنه کې د ۵۲ نه واخله تر ۴۵٪ پورې خلکو ويلي صدر ټرمپ دې د خپلې څوکۍ نه لرې کړی شي، د صدر ټرمپ د صدارت په موده کې يوه هفته پاتې ده چې د جنورۍ په ۲۰مه نېټه به واک جوباېډن ته پرېږدي.

د پارټۍ په کچه ۸۷٪ د صدر ټرمپ د ريپبلېکن ګوند راې ورکونکو په دغه سروی کې ويلي چې ټرمپ دې د واک نه لرې نه کړی شي، خو د ۸۹٪ راې ورکونکو دا نظر دی چې صدر ټرمپ دې د صدارت نه اخوا کړل شي.

په دغه نظر پوښتنه کې ۸۲٪ امريکايان وايې چې په امريکا کې تندروي زياته ده او ۱۲٪ خلک د دغې خبرې سره متفق نه دي.

د دغې سروی تر مخه ۳۱٪ امريکايان د نوي منتخب صدر جوباېډن نه طمع لري چې په امريکا کې به ډلې پرې ختمې کړي خو ۵۶٪ وايې په امريکا کې به بيا هم خلک دغسې په ډله پره کې ويشل شوي وي.

د پارټۍ په کچه ۷۳٪ ريپلېکن امريکايان وايي په ۲۰۲۰ کې شوي انتخاباتو کې ټګي شوي‌خو ۲۱ ٪ د دغې ګوند پلويان وايي‌ ټګۍ نه ده شوي.

دغسې د ډيموکرېټ ګوند ۹۳٪ امريکايان وايي په دغه انتخاباتو کې هېڅ ډول ټګي نه ده شوې او ۵٪ وايي ټګي شوې.

آزاد رای ورکونکو کې ۶۰٪ په دې نظر دي چې په دې صدارتي انتخاباتو کې ټګي نه ده شوې او ۳۰٪ وايي ټګي پکې شوې ده.

صدرټرمپ چې په ورستيو انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه لګوي د جنورۍ په شپږمه نېټه خپل پلويان په کانګرېس د يرغل د پاره هڅولي وو، په دغه ورځ په کانګرېس کې د نوي منتخب شوي صدر جوباېډن د صدارت په رسمي ډول تاېد کېدلو.

په کانګرېس د ورختلو وروسته صدر ټرمپ خپلو پلويانو ته په ټويټ کې ويلي وو چې دوي دې پرامنه اوسيږي او د پوليسو اونورو امنيتي ادارو سره دې کمک اوکړي خو بيا يې ورته په يوه ويډيو کې ويلي وو چې دوي د ده لپاره ډېر خاص دي.

په امريکا کې د جنورۍ د ۷ مې تر ۱۰ نېټې پورې د ۱۲۳۹ رجسټرډ وټرانو نه په يو شمېر پوښتنو کې د هغوي نظر پوښتلی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG