لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرنايي: د سکرو په کان کې د زهرجن ګېس له امله نور اووه خواريکښ مړه شوي


د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې د سکرو يا کويلې په کان کې د زهرجن ګېس له امله اووه خواريکښ مړه شوي دي، چارواکي وايي د مړه شوو خواريکښو تعلق د افغانستان سره دی.

د هرنايي ضلعې د ماينونو انسپکټر غلام قادر مري وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (15 مارچ) د هرنايي په تورغر علاقه کې د سکرو په کان کې دوه کسان ګېر شوي وو او بيا پسې نور کوز شوي او هغه هم د ګېس ښکار شوي وو.

هغه وویل پرون سهار په نهه بجې دا پېښه شوې او ماسپښين په دوه بجې دوی خبر شوي او بيا عمليات پېل کړی شوي چې بند پاتې شوي خواريکښ را اوباسي او د شپې په درې بجې عمليات پوره کړی شوي دي.

مري زياته کړه دا خواري کښ په 1400 فټه ژور کان کې ګېر شوي وو.

نوموړي وويل دوی د پېښې پلټنې کوي او که په دې هر ډول بې غوري شوي وي د زمه وارو پرضد به يې قانوني کارروايي کولی شي.

ياده پېښه د هرنايي د مرستيال کمشنر دفتر هم وي او اې ډیوه ته تاييد کړې ده.

راپورونه وايي پرون په دوکۍ کې هم د سکرو دوه نور خواريکښ په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي وو.

په 11 مارچ د بلوچستان په مارواړه کې شپږ خواريکښ د زهرجن ګېس ښکار شوي او په کان کې دننه مړه شوي وو، د دغو مزدورانو د کان څخه راویستو دپاره 20 ساعته عمليات شوي وو.

پاکستان کې په تېرو دوه میاشتو کې د سکرو د کانونو د مزدورانو د مړو شمېر 49 ته رسېدلی دی.

د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېديرېشن يا په کانونو کې د خواريکښو د اتحاديې رپورټ دی چې 2020 کال کې په بلوچستان صوبه کې يو 105 او په ټول پاکستان کې 205 د سکرو مزدوران په بېلا بېلو پېښو کې مړه شوي وو.

په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې د ځايي خلکو سره زياتره د خېبرپښتونخوا او افغانستان سره تعلق لرونکي خلک مزدورۍ کوي.

خواريکښ په کانونو کې د پېښو رامنځته کېدو زمه وار حکومت او ټېکدران ګڼي چې د خواريکښو د خونديتوب دپاره انتظامات نه کوي.

حکومتي واکمن مني چې دوی دغو خواريکښو ته د پرمخ تللې نړۍ په څېر اسانتياوې نه شي ورکولی خو د خپله وسه پورې هڅه کوي چې دوی خوندي شي خو چارواکي بيا په ډېرو پېښو کې خواريکښ په خپله زمه وار بولي او علت يې د خواريکښو خپله بې غوري ښايي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG