لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروفیسر اسماعیل له شاوخوا دوه نیمو میاشتو بند وروسته را خوشي شو


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل له شاوخوا دوه میاشتني بند وروسته نن د پېښور له زندانه را خوشي شوی دی.

ګلالۍ اسماعیل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پلار یې د فرورۍ پر دویمه نېټه د پېښور له ترهګرۍ ضد عدالت څخه پولیسو هغه وخت نیولی وو، چې د ضمانت درخواست یې رد شوی وو:

"زما پر مور و پلار د بغاوت او ترهګرۍ ناوړه تورونه د دې لپاره لګېدلي چې له ما څخه زما د بشري حقونو د فعالیت بدل واخلي".

د پروفیسر اسماعیل وکیل فضل الهي وایي، په فرورۍ میاشت کې یې ترهګرۍ ضد عدالت ته د ضمانت درخواست ورکړی وو خو رد شو، بیا یې هایکورټ ته درخواست ورکړ چې د اپرېل پر 12مه د هغه ضمانت وشو.

په امریکا کې مېشته ګلالۍ اسماعیل وایي له را خوشي کېدو وروسته یې له خپل پلار سره په ټیلیفون خبرې کړې دي او وایي هغه خوشحاله ښکاره کېده:

"په تېرو دوو میاشتو کې ما له هغه سره یواځې څو ځله خبرې وکړای شوې، ټیلیفون به یواځې د څو منټو لپاره وو او پر هغه به تل فشار وو، د ازادۍ بدل نه شته".

پر ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو ګڼ شمېر فعالانو د پروفیسر اسماعیل د را خوشي کېدو هرکلی کړی دی. په پاکستان کې د مدني ټولنې یوه فعال جبران ناصر د پروفیسر اسماعیل په ضد مقدمه غندلې ده. هغه پر ټویټر لیکلي:

"دا مقدمه نه یواځې پر مخالف تن برید نه دی بلکې د ریاستي عمل بې حسي او ناوړه چلند هم ښکاره کوي، چې په دې کار سره یې د آل سېنټ چرچ او حیات اباد امام بارګاه د د برید د پلټنو بهیر ته هم زیان ورساوه".

د بشری حقونو لپاره ږغ پورته کوونکی د اردو ژبې 66 کلن پروفیسر اسماعیل په 2019م کال کې هم نیول شوی وو او بیا بیرته په ضمانت خوشي شوی وو.

پر ګلالۍ اسماعیل او د هغې د مور و پلار په ضد په 2018م کال کې د پېښور په ترهګرۍ ضد تاڼه کې مقدمه درج شوې وه چې پکې پر دوی له ترهګرو سره د مالي مرستې تور لګېدلی وو.

خو د تېر کال په جولای میاشت کې د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت د دوی په ضد مقدمه خارج کړې وه او هغوی یې د شواهدو د نشتوالي له کبله بري کړي وو.

له هغه وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت د 2020م کال په اکتوبر کې د ګلالۍ اسماعیل د مور و پلار په ضد نوې مقدمه درج کړه وه او تور یې پورې کړی وو، چې هغوی په 2013م کال کې د پېښور پر آل سېنټ کلیسا او په 2015م کال کې د شیعه ګانو پر امام بارګاه د ترهګرۍ په بریدونو کې لاس درلود.

پروفیسر اسماعیل په تېرو دوو کلونو کې پر ټولنیزو رسنیو هم ډېر فعاله وو او پر حکومت او پوځ به یې نیوکې کولې، خو د جنورۍ پر 29مه هغه پر خپله فېسبوک او ټویټر پاڼه وروستی پوسټ- ټویټ کړي او لیکلي یې دي:

"زما مخالف ږغ «د اعتراض وړ» درجه کې شامل شوی، پېښور هایکورټ خبرداری راکړ چې له «اعتراض وړ» پوسټونو ډډه وکړم. د عدالت د امر درناوی کوم او پر سوشل مېډیا د خپل مخالف ږغ له شریکولو لاس اخلم، فېسبوک او ټویټر خدای پامان".

پروفیسر اسماعیل دا پوسټ او ټویټ تر بندي کېدو درې ورځې مخکې کړي، خو دا چې تر را خوشي کېدو وروسته به بیا پر ټولنیزو رسنیو فعالیت کوي که نه په دې اړه لا نه هغه څه ویلي او نه یې پر ټویټر او فېسبوک اکاونټونو څه لیدل کېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG