لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ ته دکروندې په زمکو دکورونو جوړؤلو په منصوبو دبندیز مسوده وړاندې شوې


خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته دجماعت اسلامي غړي عنايت الله خان يوه قانوني مسوده وړاندې کړې چې پکې صوبه کې دکرکروندې په زمکو د کورونو جوړولو سکيمونو باندې دبنديز غوښتنه شوې ده.

مسوده کې ویل شوي چې د کروندې په زمکو د کورونو جوړولو دپروژو له امله دکروندې زمکه کميږي او دا به په راتلونکي کې د خوراک د کمي سبب وګرځي.

د زراعتو دمحکمې چارواکي وايي کروندې زمکه د نوؤ ابادیو جوړولو سره کميږي خو دوئ بيا داسې تخمونه جوړوي اؤ او زرعي سکيمونه لري چې د زمکو پېدوار زيات شي.

دغه قانوني مسوده د زيارت په ورځ دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوې ده چې پکې ليکل شوي هیڅوک به انتظاميې له منظورۍ پرته دکروندې په زمکه د کورونو جوړولو سکيم یا پروژه نه شي پېل کولی.

مسوده کې ویل شوي چې د کروندې د زمکي دکاروباري استعمال مطلب به د زمکې يو برخه په دوه يا د دوؤ نه زياتو پلاټونو کې ویشل وي.

د جماعت اسلامي د صوبایي اسمبلۍ غړي سراج الدين خان ډيوه ته وويل دا قانوني مسوده يي د متحده مجلس عمل د لوري وړاندې کړې او دوئ هېله لري چې مخالف سياسي ګوندونه او حکومتي ګوندونه به يي په مکمله توګه مرسته وکړي.

دا قانوني مسوده په داسې حال کې صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې شوې چې د پاکستاني مطبوعاتو د رپورټونو ترمخه يوازې په پېښور کې د يونيم سلو نه زيات غېر قانوني د کورونو جوړولو سکيمونه روان دي.

دخېبر پښتونخوا د زراعتو محکمې د ټيکنیکل څانګې مشر اختر علي شاه وايي د کال 2010م نه ترکال 2018م پورې يوازې په پېښور ډويژن کې 174.03 سکوير کلوميټره دکروندې زمکه د ابادۍ لاندې راغلې ده.

د ډيلې ټائمز نومې ورځپاڼې په يو خبر کې راغلي چې په خېبر پښتونخوا کې د يو لک نهه زره اته سوه او درې اتيا ايکړه زرعي زمکه په کال 2000 کې موجود وه او کال2014م پورې په دې کې درې زره او اووه ديرش ايکړه پورې کمی راغلی دی په کومه چې کورونه او نورې غېر زرعي منصوبې جوړې شوې دي.

اختر علي شاه ډيوه ته وويل په خېبر پښتونخوا کې چې کومه دکروندې زمکه ده په هغې کې هم پنځوس فيصده باراني ده خو دوئ هڅه کوي چې د ابادۍ زياتيدو ته په کتو د ايکړ پسر پېدوار سېوا کړي او نورې زمکې د اوبه خور د نظام لاندې راولي.

څيړونکي وايي د کورونو سکيمونه باید د زرعي زمکو په ځايي په شاړو زمکو جوړ کړل شي چې ورسره به دابادۍ په زياتيدو د نوؤ کورونو ضرورت هم پوره کيږي او زرعي زمکه به هم بچ وساتل شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG