لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای سي آر سي: تېرو درو ورځو کې مو افغانستان کې د 4,000 د جګړې د ټپیانو درملنه کړې


واشنګټن ـــ د سره صلیب نړیواله اداره وایي‌ په افغانستان کې یې په روانه اګست میاشت کې تر څلور زره د زیاتو هغو کسانو درملنه کړې ده چې په جګړه کې ټپیان شوي او د دوی پینځلسو روغتونونو ته وروړل شوي‌ دي.

په افغانستان کې په تېرو دوو میاشتو کې د جګړې په مهال طالبانو او افغان ځواکونو هم یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې دعوې کړې خو د بشري حقونو نړیوالو ادارو بیا په دې جګړې کې د عامو خلکو د وژنې خبرونه هم ورکړي او په دې اړه یې شخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې ادارې تازه پخپل بیان کې اندېښنه څرګنده کړې چې وایي په کندوز، د هلمند په لښکرګاه، کندهار او ځینو نورو ښارونو کې زرګونه خلک د جګړې د زیاتېدو له کبله له خطر سره مخ دي او پر دواړو ښکېلو غاړو یې ږغ کړی چې جګړه سمدستي ودروي.

ای سي آر سي یا سره صلیب غوښتنه کړې چې د ابادۍ په سیمو او ښارونو کې دې د جګړې په مهال د عامو خلکو ژوند و ژغورل شي او مهمو ودانیو لکه خصوصاً روغتونونو ته تاوان ونه رسول شي.

دې ادارې پخپل بیان کې دعوه کړې چې د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې یعنې په تېرو لسو ورځو کې 4,042 هغه کسان چې په وسلو ټپیان شوي دي په افغانستان کې یې د ای سي آر سي په مرسته چلېدونکو روغتونونو کې درملنه شوې ده چې وایي دا د وروستۍ جګړې د تېزېدو ښکاره نخښه ده.

په افغانستان کې د سره صلیب مشر ایلوی فیلین وایي "موږ وینو چې کورونه تباه کېږي، روغتیایي کارکوونکي او ناروغان له زښته زیات خطر سره مخ کېږي، روغتونونه، د بجلۍ او اوبو اډاڼې او زېربناوې له ویجاړۍ سره مخ کېږي".

ښاغلی ایلوی فیلین وایي په ښارونو کې د چاودېدونکو موادو کارول پر خلکو تر خپل هدف زیات بې توپیره اغېز کوي، وایي په داسې حال کې نو ډېرې کورنۍ بې له دې چې خوندي ځایونو ته کډه شي بله لاره نه لري او په ټینګار سره وایي چې دا کار باید تم شي.

د سره صلیب ادارې په خپل بیان کې ویلي، په کندوز،‌ لښکرګاه او نورو ښارونو کې کوڅه په کوڅه جګړو په تېرو څو ورځو کې سلګونه عام خلک په داسې وخت کې ټپیان کړي دي چې وایي روغتونونو ته د زیان اوښتو او د روغتیايي کارکوونکو د کمښت له کبله یې درملنه هم ستونځمنه شوې ده.

ای سي آر سي وایي هغه ښارونه چې جګړه پکې روانه ده بجلۍ یې تللې ده او د اوبو رسولو نظام هم زیانمن شوی دی، وایي ډېرې کورنۍ هڅه کوي چې له خپلو سیمو کډه شي خو وایي یا ټرانسپورټ نه ور موندېږي او یا هم د کډه کېدلو مالي توان نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG