لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د خپلو وګړو ويستلو دپاره افغانستان ته سرتيري ليږي


US Troops
US Troops

امریکې ویلي په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو د خپلو وګړو ويستلو دپاره خواو شا 3000 سرتيري کابل ته ليږي، ويل شوي برتانيه هم افغانستان ته د 600 سرتيرو لېږلو ویلي دي.

د زیارت په ورځ د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ویلي، په کابل کې په امريکايي سفارتخانه کې عمله کموي او ځینې غړي بيرته بوځي.

هغه ويلي په کابل کې سفارتخانه نه بندوي خو د امنیت دپاره ځينې ګامونه اخلي.

امریکايي چارواکو دغه خبره په داسې حال کې کړې چې ويل شوي طالبانو دافغانسان په 34 ولايتونو کې د نيمې پورې طالبانو نيولي دي.

ويل د امریکې د 3000 پورې سرتيري به د 24 نه 48 ساعتونو پورې کابل ته ورسي، او د دې ترڅنګ د 1000 سرتيرو قطر ته د لېږلو ويل شوي د چرته نه چې امريکايي ځواکونو د افغانستان څخه د امریکايي سرتيرو د اېمګرېشن په ويزه د افغانانو د ويستلو د عمل څارنه او مرسته کوي.

امریکايي چارواکو ويلي د 3500 نه تر 4000 پورې سرتيري کوېت ته هم ليږي چرته چې به دوی تيار ناست وي.

د امریکې د دفاع وزارت پېنټاګون وياند جان کربي ویلي، په کابل کې به 3000 سرتيري د سفارتخانې او حامد کرزي نړیوالې هوايي اډې امنيت ساتي چې د دغه ځایه په دوه اوونيو کې د خلکو په ويستو کې دوی ته اسانتياوې برابرې کړي.

روانه اوونۍ امریکايي چارواکو ويلي د افغانستان څخه يې 95 فيصده ځواکونه ویستلي دي، د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ويستلو عمل د مې په مياشت کې پېل کړی شوی وو.

بل لور ته امریکايي چاوراکي د طالبانو لخوا د ولايتونو د مرکزونو په نیولو اندېښنې هم څرګندوي، طالبانو د تیرې جمعې په ورځ د د نيمروز ولايت د مرکز زرنج څخه د ولايتي مرکزونو نيول پېل کړي وو.

له دغې وروسته طالبانو د جوزجان، کندوز، تخار، سري پل، سمنګان، فراه، بغلان او بدخشان مرکزونه نيولي دي.

د زیارت په ورځ د کابل نه په 150 کلوميټره فاصله د غزني ولايتي مرکز هم د طالبانو لاسو ته لوېدلی دی.

وروسته هم د زيارت په ورځ امريکايي چارواکو ويلي، د هېواد د 11م ولايت هرات مرکز هم طالبانو نيولی او د کندهار د نيولو عمل روان دی، او طالبانو بيا دعوه کړې کندهار يې نيولی دی.

امریکايي چارواکي د هرات او کندهار د طالبانو لاسو ته تلل مهم ګڼي ځکه چې د دوی په وېنا په دغو دواړو ښارونو کې د افغانستان کمانډو ځواکونه موجود وو او د امریکايي د هوايي بریدونو ملاتړ ورته هم ترلاسه وو.

امریکايي چارواکي وايي امریکا به د افغانستان په ملاتړ هوايي بريدونه دوامداره ساتي چرته چې افغان ځواکونه د دوی نه مرسته غواړي.

خو جان کربي ویلي داسې هیڅ پلان نشته او نه په دې بحث شوی چې د کابل حامد کرزي نړيواله هوايي اډه به د بریدونو دپاره وکاروي.

په داسې حال کې چې امریکا د خپلې غېر پوځي عملي ويستلو دپاره افغانستان ته سرتيري ليږی د زیارت په ورځ په کابل کې امریکايي سفارتخانې په خپلو وګړو غږ کړی وو چې د افغانستان نه ووځي.

پرون د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او د دفاع وزير لوېډ اسټن د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيليفون خبرې هم کړي او د افغانستان په روانو حالاتو ورسره غږېدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG