واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن وایي له افغانستانه د ټولو امرکایي وګړو او افغان اتحادیانو د را ایستلو کار به یې د اګست له 31مې پر مخ هم پرله پسې روان وي او وایي طالبانو ژمنه کړې چې امریکایي وګړو او له خطر سره مخ افغانانو ته به د وتلو خوندي لاره ورکوي.
ښاغلي بلینکن د شورو- چارشنبې په ماسپښین یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې له پوځیانو پرته شپږ زره امریکایي وګړي موجود وو، چې وایي په تېرو لسو ورځو کې 4,500 را ایستل شوي او شاوخوا 1,500 لا هم هلته پاته دي.
بلینکن د صدر جوبایډن هغه خبره تکرار کړه چې وایي په افغانستان کې به خپل پوځي میشن له ټاکلې نېټې سره سم د اګست پر 31مه پای ته رسوي، خو وایي په دې هېواد کې د پاته امریکایي وګړو او نورو افغانانو چې غواړي له هېواده ووځي د را ایستلو ټاکلې نېټه نه شته:
"امریکې، اتحادیانو یې او د نړۍ تر نیمایي زیاتو هېوادونو بیانونه خپاره کړي چې طالبان هغو ټولو خلکو ته د لارې ورکولو لپاره ذمه وار دي چې له افغانستانه وتل غواړي".
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ پخپله دویمه خبري غونډه کې وویل، د اګست تر 31مې باید د پوځیانو په ګډون ټول بهرنیان له افغانستانه ووځي او ویلي یې وو چې امریکا باید افغانان له دې هېواده ونه باسي.
اېنټني بلینکن وویل د اګست پر پینځلسمې راهیسې چې طالبانو د افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی شاوخوا 82,000 زره تنه له دې هېواده را ایستل شوي چې وایي په هغوی کې45 فیصده یې افغانې ښځې او ماشومان دي.
ښاغلي بلینکن وویل چې په تېرو څلرویشت ګنټو کې له شاوخوا 500 اضافي امریکایي وګړو سره په مخامخ یا نېغ په نېغه تماس کې وو او هغوی ته یې لارښوونه کړې چې څنګه په خوندي توګه کابل هوایي میدان ته ورشي.
وایي له پاته تقریباً زرو کسانو سره- چې کېدای شي امریکایان وي- د ورځې څو واره له بېلابېلو لارو تماس نیسي، وایي کېدای شي په دوی کې ډېر یې غبرګ شهریت ولري او غواړي به چې هملته پاته شي.