واشنګټن ـــ د افغانستان د بيا رغونې امريکايي اداره سېګار وايي، د افغانستان اقتصاد د طالبانو د واکمنېدو سره نور هم غورځېدلی دی.
سېګار په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د اقتصادي کړکېچ يو شمېر علتونه ښودلي چې پکې د طالبانو د واکمنېدو وروسته يو شمېر نړيوالو ادارو د افغانستان سره مالي مرستې او ترقياتي منصوبې تړلي دي.
څېړونکي وايي د افغانستان نيولو وروسته د دغې جنګ ځپلي هېواد اقتصاد روان ساتل د طالبانو د پاره يو ډېرګران کار دی.
د پرنسټن يونيورسټۍ څيړونکی عاطف ميا وايي، " افغانستان د ټولو کشالو مور (اقتصادي کړکېچ) سره مخامخ دی".
سېګار وايي د امريکې لخوا د افغانستان په اربونو ډالر نيولو سره نړيوال مالياتي فنډ هم خپلو پنګو ته د افغانستان رسايي وتړله، دا په داسې حال کې وه چې ۳۷۰ ميلينه ډالرې د اګست په ۲۳ مه نېټه افغانستان ته ورکول وو، خو د طالبانو د قبضې وروسته دغه پیسې افغانستان ته ور نه کړی شوې چې د افغانستان په اقتصاد يې ډېرې بدې اغېزې واچولې.
د آيي اېم اېف وروسته نړيوال بېنک هم په افغانستان کې خپلو پروژو ته د فنډونو استول وتړل.
د سېګار دغه تازه رپوټ وايي، د طالبانو نه وړاندې افغان حکومت هم د اقتصادي کړکېچ سره مخ وو ځکه چې د افغانستان کورنی آمد دومره نه وو چې ملکي اخراجات پوره کړي. تېر حکومت يواځې ۴۳٪ غېر دفاعي اخراجات پوره کولو توان لرلو نورې ټولې خرچې به يې په نړيوالو مرستو پوره کولې.
رپوټ وايي په افغانستان کې ۹۰٪ اقتصاد غېر رسمي دی چې حکومت ته ترې ماليه نه ورځي او په تېر حکومت کې د کسټم د درغله افسرانو له کبله د افغانستان په پولو کېدونکي تجارت باوجود هېواد په ميلينونو ډالرو تاوان سره مخ وو.
د سیګار رپوټ وايي طالبانو ته د تېر حکومت نه دغه اقتصادي کړکېچ پاتې شوی چې نړيوالو مرستندويه ادارو ورسره د مالي مرستو تړلو وروسته دغه کړکېچ نور زيات شوی دی.
د نړيوالو مرستود تړلو سره سره سږ کال وچکالۍ هم په اقتصادي سونځو کې اضافه کړې او د کرونا وبا د لاسه هم د افغانستان اقتصاد ډېر ځپل شوی ولې چې په بهر هېوادونو کې په لکونو افغانان بې روزګاره شوي چې افغانستان ته یې په کروړونو ډالرې ورلېږلې.
د دې سره سره په ملک کې د بجلۍ د کمي ستونځه هم لا زياته شوې ده. د افغانستان د تېر حکومت د توانايۍ وزارت وايي افغانستان د کال ۲۰۲۰ تر آخېره ۶۹۹ مېګا واټ بجلي جوړوله او ضرورت يې ۲۰۰۰ مېګاواټه دی، چې پکې ډېره بجلي ګاونډي هېوادونه ورکوي.
خو د سیګار رپوټ وايي د طالبانو په حکومت کې په هغوی د بجلۍ بلونه هم پاتې دي او د بجلۍ د کمي ستونځه به ورسره نوره زياته شي چې نېغ په نېغه يې اثر په اقتصاد کېږي.
د طالبانو د قبضې وروسته په افغانستان کې د افغانۍ بيعه هم ډېره غورځېدلې ده، په تېر حکومت کې يو ډالر په ۷۷ افغانۍ خرڅېدو، چې اوس په ۹۰ افغانیو خرڅېږي.
په افغانستان کې يو شمېر بېنکونه تړل شوي او کوم چې خلاص دي هغوی د هفتې په حساب خپلو صارفينو ته ۲۰۰۰۰ افغانیو نه زياتې نه ورکوي چې د ۲۰۰ ډالرو برابر دي. سوداګرو پرې سختې نیوکې کړې او وايي عامو خلکو ته به يې ګټه وي خو په ۲۰۰ ډالرو کاروبارونه څنګه کېږي؟ او ځکه ډېرې کمپنۍ د اقتصادي بحران سره مخ شوې دي.
د دې ترڅنګ په اې ټي اېم مشينانو هم د خلکو ګڼه وي او لوی لوی قطارونه ورته ولاړ وي چې اکثره پکې پېسې ختمې شي.
وېسټرن يونين په يو شمېر پرامنه مرکزونو کې خپل دفترونه بيا پرانیستې دي چې ورسره ډېرو بېنکونو هم کار شروع کړی.
د سیګار رپوټ وايي په تېر حکومت کې نزدې اته لکه کسانو ته روزګارونه ورکړل شوي وو چې اوس يې تنخاګانې بندې دي او ورسره اقتصادي کړکېچ نور زيات شوی. که څه هم طالبانو تېره هفته اعلان کړی چې سرکاري ملازمينو ته به د تېرو دريو مياشتو تنخاګانې په يو ځل ورکول کېږي.
رپوټ وايي د طالبانو په حکومت کې بېنکي نظام د اندېښنو سره مخ دی چې آيا طالبان به د شريعت سره سم په بېنکونو کې کوم نظام عملي کوي او څنګه به د بېنک نظام د شرعي نظام سره سم مخ په وړاندې ځي. د دې ترڅنګ په بېنکونو کې ښځې کارکوونکې به د کار کولو اجازت ولري او که نه، دا ټولې داسې پوښتنې دي چې د افغانستان اقتصاد ورسره اغېزمن کېږي.
په افغانستان کې د شوې يوې سروې ترمخه ۵۵٪ وګړي د غربت د کرښې لاندې ژوند تېروي، مقصد يې دا دی چې څوک د مياشتې ۲۰۶۴ افغانیو نه کمې ګټي يا د ورځې په حساب د يو ډالر نه کم آمدن لري.
د ورلډ بېنک د شمېرو ترمخه په افغانستان کې د ۲۱٪ نه زيات شمېره د ښځو سرکاري ملازمينو ده چې طالبانو د خپلو کارونو نه ودرولې دي او وايي تر څو يې ورته د شريعت په چوکاټ کې ځای نه وي برابر کړی تر هغې دې کارونه نه کوي، خو رپوټ وايي ځينو هغو ښځو ته يې د کار کولو اجازت ورکړی چې د نورو ښځو سره يوځای کارونه کوي.
د ملګرو ملتونو د ترقۍ ادارې يو اېن ډي پي خبرداری ورکړی په افغانستان کې د غربت کچه ۹۷٪ ته د ختلو ويره ده. د افغانستان د پاره د دغې ادارې استازي عبدالله الدرداري ويلي د نړيوالو مرستو د نشتوالي سره سره په افغانستان کې تجارتي خساره هم زياته شوې ده، چې د افغانستان اقتصاد يې نور هم اغېزمن کړی.
د سیګار رپوټ وايي په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د فن ټرېکا اداره هم تړل شوې چې په ملکي کچه به يې د غېر قانوني پېسو د لېږلو مخنيوی کاوه، رپوټ وايي اېف اې ټي اېف به د کال ۲۰۲۲م د جولای په مياشت کې پخپله غونډه کې د افغانستان حېثيت ته بيا کتنه کوي چې د ترهګرو د مالي مرستو او غېرقانوي پېسو د لېږلو رالېږلو په لړ کې د دغې هېواد نوی حېثيت وټاکي.
فاېنانشل اېکشن ټاسک فورس وايي دوی د افغانستان نوی حکومت د نزدې نه څاري او وروسته به خپله فېصله کوي.
د سیګار رپوټ وايي طالبانو پخپلو پولو د کسټم نظام سمولو باندې کار پېل کړی چې د ملک پينځمه برخه آمدن ترې راځي او د هندوستان ترڅنګ يې د ټولو ګاونډي هېوادونو سره تجارت ته د ودې ورکولو ژمنه کړې چې ورسره به اقتصاد وده وکړي.
د ستمبر په اتمه نېټه پاکستان، چين، ايران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د يو انټرنيټي غونډې د لارې د افغانستان سره د تجارت د پاره د خپلو پولو پرانیستو اعلان کړی وو.
په افغانستان کې په لويه کچه د سيمو يا کاپرو زېرمې دي چې يوه پکې د «میس عینک» په نامه مشهور کان دی چې د کابل نه ۲۵ کلوميټره د جنوب ختیځ په لور پروت دی او پکې نزدې ۱۲ ميلينه ټنه کاپر يا سيم دي. د طالبانو وياند ويلي دوی به د چين په مرسته په افغانستان کې د قيمتي کانونو زېرمې راسپړي او اقتصاد ته به ترې ډېره وده رسي.
د افغانستان په اقتصاد د امريکا لخوا د نيول شوو ۹.۵ اربه ډالرو ډېر لوی اغېز دی چې طالبانو تېره اوونۍ په يو خط کې د امريکې نه د دغه رقم د ورکولو غوښتنه هم کړې وه خو امريکا د غه غوښتنه غېر قانوني بللې وه.
غربي نړۍ او امريکا د طالبانو د حکومت د نزدې نه څارنه کوي او بيا به د دوی د حکومت د منلو يا نه منلو فېصله کوي.