لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مذهبي عالمانو سیالکوټ کې د سریلنکایي وګړي وژنه په کلکه غندلې


اسلام اباد ـــ د پاکستان د مذهبي عالمانو پلاوي په اسلام اباد کې د سري لنکا له سفير سره د لیدو په وخت په سيالکوټ کې د مذهب د سپکاوي په تور د سريلنکایي وګړي د وژنې پېښه د ملکي قانون او شریعت په ضد او يوناوړه عمل ګڼلی دى.

دغو دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د دسمبر پر 10مه د جمعې په ورځ دې په ټول پاکستان کې د بې ګناه سریلنکایي وګړي د وژنې په ضد «د غندې د ورځې» په توګه ولمانځل شي.

د مذهبي عالمانو پلاوي د سپريم کورټ له مشر قاضي څخه غوښتنه کړې ده چې د سریلنکایي وګړي پريانتها کمارا په وژنه کې د ککړو ملزمان په ضد قضيه دې په ځانګړي عدالت کې په ګړندىتوب سره وچلول شي.

څېړونکي د سريلنکا سفارتخانې ته د مذهبي مشرانو د پلاوي د تګ ستاينه کوي خو په دې اړه د دوی کردار هم "لانجمن" او "دوه مخی" ګڼي او وايي دا مذهبي مشران هغه وخت چرته وي چې د دوی د مسلکونو عالمان د مذهب د سپکاوي په تور د خلکو جذبات راپاروي او له امله یې بې ګناه خلک وژل کيږي.

د سريلنکا له سفير سره په ملاقات کوونکو مذهبي عالمانو کې مفتي تقي عثماني، حفيظ جالندهري، مولانا طاهر اشرفي، علامه عارف واحدي، صاحبزاده ابوالخير کاظمي او د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز هم شامل وو.

د ملاقات وروسته خبري کانفرنس ته وينا کې ډاکټر قبله اياز د شريکې اعلاميه د لارې د سيالکوټ پېښه په سختو ټکو وغندله او بې له عدالته د یو بهرني‌ وګړي د وژنې پېښه یې وحشیانه وبلله:

"بغير د ثبوته په سلګونو خلکو د لاسه د مذهب د سپکاوي په تور د سريلنکایي وګړي د وژنې پېښه د ملکي قانون او اسلامي شريعت په ضد او یو ناوړه عمل دى".

تېره ورځ د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ د سياسي او عسکري قيادت غونډه کې د سيالکوټ په پېښه باندې تورنو ملزمان ته د سزا باوري جوړولو عزم څرګند کړى شوى وو.

څېړونکي امتياز عالم وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل دا مشران هغه وخت ولې سترګې پټې کړي چې ويني هم د دوی د مسلک عالمان د مذهب د سپکاوي په نوم د ولس جذبات راپاروي او بيا دغه قهرجن مظاهرچيان بې ګناه خلک وژني:

"که دا عالمان دومره مخلص وي پکار ده لومړى په سيالکوټ او بيا د هيواد په نورو برخو کې د پريان کمارا د وژنې د پېښې په ضد جلسې وکړي او د توندروۍ بيانيه رد کړي".

بل اړخ ته د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد هم غوښتنه کړې چې د سيالکوټ د پېښې د ملزمانو په ضد قضيه دې په ګړندۍ توګه وچلول شي.

د پنجاب پولیسو تر اوسه د سریلنکایي وګړي د وژنې په تور 122 تنه نیولي او د دوی په ضد یې د ترهګرۍ، قتل او نورو سنګینو جرمونو په بنیاد مقدمې درج کړې دي.

مطبوعاتي رپورټونه وایي دا وخت په پاکستاني عدالتونو کې د مذهب د سپکاوي 600 مقدمې درج دي چې پکې په 1,865 تنو باندې د عدالتونو له خوا فرد جرم لګول شوی یعنې په رسمي توګه تورن کړل شوي دي.

رپورټونه زياتوي تر اوسه د مذهب د سپکاوي په تور 151 تنه د عدالتي کارواىۍ نه بغير د قهرجنو مظاهرچيانو د لاسه مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG