لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په متحده عرب اماراتو کې د حوثيانو په ډرون بريد کې وزيرستانی وژل شوی


په متحده عرب اماراتو کې چې څلور ورځې وړاندې حوثي ياغيانو کوم ډرون بريد کړی او درې تنه پکې وژل شوي په دغو وژل شوو کې د يو تن تعلق د شمالي وزيرستان سره وو.

د شمالي وزیرستان د مرستیال کمشنر دفتر وي او اې ډيوه سره په شريک کړي خبر کې ويلي، چې په متحده عرب اماراتو کې چې په ډرون بريد کې کوم پاکستانی وژل شوی د هغه تعلق د شمالي وزیرستان د ميرعلي تحصيل د ايسوړي علاقې سره وو، پرون يې جسد راوړل شوی او تېر ماښام خاورو ته سپارل شوی دی.

د وژل شوي تن زوی ياسر خان داوړ وايي، پلار يې مامور خان نومېده، په 1999 کې دوبۍ ته تللی او هلته يې ډرايوري کوله، پرون ورته د هغه جسد ترلاسه شوی، او ورته ویل شوي چې هغه په متحده اماراتو کې په ډرون بريد کې وژل شوی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، اته تنه خوېندې وروڼه دي او پلار يې د ګټې وټې يواځينۍ لاره وه. هغه زياته کړه د پلار يې خواهش وو چې په بچو تعليم وکړي او ډاکټران جوړ شي.

د وژل شوي تن يو ګاونډي منور شاه وايي، د مامور د کورنۍ په علاقه کې د پرچون دوکان وو او په علاقه کې د بدامنۍ له امله دوی دوکان ختم کړی او مامور بيا دوبۍ ته تللی وو.

هغه وويل دوی بيا د کډوالۍ ژوند په بنو کې تېر کړی دی. منور شاه زياته کړه د علاقۍ خلک د غريبۍ نه بهر هېوادونو ته په مزدورو پسې ځي که چرته دوی ته په خپل کور کلي د روزګار زمينه برابره شي نو دوی به د مسافرو نه خلاص شي.

د شمالي وزیرستان د انتظامي يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، دغه تن په ابوظهبي کې د تېلو په کمپنۍ کې ډرايور وو.

د متحده عرب اماراتو چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ (17 جنورۍ) ویلي وو د ابوظهبي د نړیوال هوايي ډګر سره نزدې د تېلو درې ټېنکرې په ډرون بريد کې په هدف شوې وې، او دوه هندوستاني او يو پاکستان تن پکې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.

په يمن کې د حوثي ياغيانو وياند ويلي وو، د متحده عرب اماراتو په اقتصادي مرکز يې بريدونه کړي او دغه کار يې د يو اې اي د تيرې اوونۍ په يمن کې د عملياتو په ځواب کې کړی دی.

حوثي ياغيانو د دغه بريدونو وروسته د نورو بريدونو کولو خبرداری هم ورکړی وو.

په يمن کې حوثي سرچينو عرب رسنيو ته ویلي وو چې په اته ډرون بریدونو کې يې لس ميزايلې ور ويشتلې وې.

متحده عرب امارات د سعودي عرب په مشرۍ کې په هغه پوځي ایتلاف کې شامل هېواد دی چې د کال 2015 راهسې په یمن کې د حوثي ياغیانو په ضد جنګیږي. په یمن کې د جنګ شروع کېدو نه وړاندې حوثيانو د یمن مرکزي ښار صنعا نیولی وو.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په یو بیان کې په ابوظهبي د حملو غندنه کړې او د ملکي کسانو په وژل کېدو یې خفګان څرګند کړی وو. هغه ويلي وو په غېر پوځي تنصیباتو او په ملکي کسانو حملې د نړیوال قانون خلاف ورزي ده.

د ملګرو ملتونو مشر د یمن په جنګ کې په ښکېلو فریقینو غږ کړی چې د زغم نه دې کار واخلي. هغه ويلي وو د یمن شخړه پوځي حل نه لري او پکار ده چې د خبرو د لارې حل کړی شی.

د امریکې صدر جوبايډن د شورو/ چهارشنبې په ورځ ویلي وو، چې انتظاميه يې په متحده عرب اماراتو کې د ډرون بريدونو وروسته د حوثي ياغيانو په اړه غور کوي چې حوثي ياغيان نړيوال ترهګر وګرځوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG