لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه بيرته ستانه شوي وزيرستاني کډوال: د دوی سره شوې ژمنې دې پوره شي


په داسې حال کې چې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د افغانستان نه بيرته د ستانه شوو وزيرستاني کډوالو دپاره مرستې اعلان کړي، کډوال وايي دوی چې کله بيرته ستانه شو د دوی سره چې د کومو اسانتياو ژمنې شوي هغه دې پوره کړی شي.

د افغانستان څخه بيرته راغلی وزیرستان کډوال رسول زمان وايي، يوه اوونۍ وړاندې د کډې سره د خوست د ګلان کېمپ نه د شمالي وزيرستان د غلام خان پولې ته راغلی، هلته يواځې د ده نوم ليکنه شوې، د کورنۍ دپاره ورته يو ټېنټ، ځينې خوراکي او غېر خوراکي توکي ورکړی شوي او بيا د بنو بکاخېل کډوال کېمپ نه بهر ساتل شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د دوی د راتلو په مهال د دوی دپاره هیڅ انتظام نه وو، دوی اوس هيڅ اسانتيا او خرڅ خوراک نه لري، او په دې سخته يخنۍ کې په شاړ بيابان پراته دي.

نوموړي زیاته کړه دوی غوښتنه کوي چې يا دې خپلې علاقې ته ستانه کړی شي او يا دې ورته دلته اسانتياوې برابر کړی شي.

خو د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان څخه بيرته د راتلونکو کډوالو دپاره په غلام خان ټول انتظامات شوي، او چې د چا نوم ليکنه شوې ټولې اسانتياوې ورته برابر کړی شوي، د کډوالو د بيرته راتلو او دلته په ځای کولو په عمل کې ډېرې ادارې کار کوي، د دې خلکو تصديق کوي او دغه عمل روان دی.

يو بل کډوال ملک مير باز خان چې د افغانستان څخه بيرته ستون شوی وايي هغه د کډوالو مشري هم کوي، وي او اې ډيوه سره یې په خبرو کې وويل، د بيرته ستنېدو په مهال پاکستاني چارواکو دوی ته د بنيادي اسانتياو لکه د تعليم، صحت، استوګنې او بجلۍ ورکولو ویلي خو کله چې دوی بنو ته راوستل شوي هلته ورته هيڅ اسانتيا نه ده برابر کړی شوې.

هغه ادعا وکړه کډوال راوستل شوي او د يو خوړ يا خوړې په غاړه په شاړه کې غورځول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان څخه په زرګونو کورنۍ بيرته راغلي، او بې د اسانتياو او بې د کوم انتظام څخه داسې په ډاګه پراته دي.

هغه وويل دوه ورځې وړاندې دوی د اسانتياو دپاره احتجاجي مظاهره کړې او اوس په چارواکو پسې جرګه ليږي.

ملک مير باز خان وويل، په دغو کډوالو کې زياتره هغه دي چې د افغانستان سره په پوله پرته علاقو کې کلي او کورونه لري، او د ډېرو سره پکې شناختي کارډونه نشته نو اوس چې حکومت کومې مرستې اعلان کړي هغه کډوالو ته د شناختي کارډ او موبايل سيم د لارې ورکول کيږي، نو چې د چا سره شناختي کارډ نه وي مرستې به څنګه ترلاسه کړي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان څخه د وزیرستاني کډوالو د بيرته ستنېدو عمل د دسمبر د لسمې نه پېل شوی او تر دې وخته پورې نزدې پينځه زره کورنۍ بيرته راغلي دي او په دوی کې د 1000 کورنيو تاييد شوی چې دا کډوال دي.

هغه وويل دغو کډوالو ته په غلام خان پوله لومړۍ اسانتياوې ورکړی شوي او اوس ورته یو کروړ 88 لکه روپۍ نورې د خوراک او مياشتې د نور مصرف دپاره اعلان شوي دي.

او نوموړی زیاتوي د کډوالو د نوعيت په تاييدولو يا تصديق کار روان دی، او چې دغه عمل څنګه سر ته رسي د دوی سره به هم مرستې کولی شي، د شناختي کارډ په اړه نوموړی وايي دا د حکومتونو کار دی.

او د شمالي وزيرستان د مرستيال کمشنر دفتر وايي، کډوال را روان دي او د دوی جاج اخستل کيږي او د اسانتياو برابرتيا ورته کولی شي.

د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان څخه په کال 2014 کې هغه وخت ځايي خلک کډوال شوي چې کله دغلته د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلاو پرضد پوځي عملیات کېده، هغه وخت ويل شوي وو چې د شمالي وزيرستان نه نزدې يو لک کورنۍ کډوالې شوې او 20زره پکې افغانستان ته تللې وې.

پي ډي اېم اې وايي، د شمالي وزيرستان نزدې نور ټول کډوال بيرته ستانه کړی شي يواځې د 15زرو پورې کورنۍ اوس هم کډوالې دي او د بيرته ستنولو په عمل یې کار روان دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG