لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین ته دعمران خان راتلونکي سفر کې به پاکستان دچین اندېښنې ختمې کړل شي؟


دپاکستان وزيراعظم عمران خان به د چينايي صدر شي جن پنګ په بلنه بيجنګ کې پېل کېدونکې د سرماي اولمپکس د لوبو په دستورو کې د ګډون لپاره د فرورۍ د درېمې څخه د فرورۍ تر پينځمې نېټې پورې د بيجنګ سفر کوي.

څېړونکي وايي دا يوه مصنوعي تاثراتي دوره ښکاري او امکان دی چې په دې دوره کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په افغانستان کې د يغور وسله والو په تربيتي کېمپونو او په پاکستان کې په چينايي کارکوونکو د کېدونکو حملو په اړه د چين اندېښنو ته ځواب ووايي.

د نړیوالو چارو پوهان ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي دا مهال دپاکستان چين سره تعلقات ډېر خراب شوي دي. او نوموړی ددې يو سبب دپاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د سي پېک په پروژه کار ودرېدل او بله وجه یې په پاکستان کې په چينايي کارکوونکو مخ په زیاتېدونکې حملې ښایي.

وزیر اعظم عمران خان دتېر خالي په ورځ د چينايي مطبوعاتو سره خبرو کې وېلي وؤ چې د چین سره زمونږ 70 کلنۍ زړې او نزدې اړيکې دي چې د وخت تېرېدو سره لا نورې پياوړي شوې دي.

هغه وويل چين د ضرورت په وخت کې تل د پاکستان سره ولاړ پاتې شوی دی.

هم دا راز دتېرې جمعې په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وېاند عاصم افتخار ویلي وؤ، چې چين ته د وزير اعظم عمران خان ددې دورې له کبله به د دواړو هېوادونو ترمنځ سټراټيجکي تعلقات لا نور مضبوط شي.

ډاکتر سرفراز خان وايي اندازه دا ده چې د ويغور چې کوم کسان په افغانستان کې دي او ځینو وختونو کې په افغانستان کې هغوئ ته د وسله وال تربیت اساني هم ورکړی کېږي او چين د هغوى په اړه ډېره فکرمندي لري.

دی وايي په عمومي توګه چې کوم ځاې کې هم ترهګري وشي نو عام تاثر دا وي چې پکې به د پاکستان لاس وي نو په دې حساب باندې به وزیر اعظم په خپل سفر کې ددغه تاثر د ختمولو کوشش کوي.

امرېکې ،يورپي او اېشيایي هېوادونو د فرورۍ په څلورمه نېټه چېن کې پېل کېدونکو د سرماي اولمپیکس د لوبو بايکاټ کړی او هغوئ ددې علت په چين کې دبشري حقونو سرغړونې ښایي، خو د روسیې صدر ولادمیر پوټين به د سرماي اولمپکس په دستورو کې د ګډون لپاره د بيجنګ سفر کوي.

په پېښور پوهنتون کې دنړیوالو اړیکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي وزیر اعظم عمران خان دا سفر په داسې حال کې کوي چې د هېواد اقتصاد د راپرځېدو په حال کې دی.

دی وايي دا مهال چې پاکستان ته د چرته نه هم د پور ترلاسه کيدو اميد وي هلته ډېره دلچسپي اخلي.

نوموړی وايي هيله لري چې په دې سفر کې به د افغانستان په وضعیت هم خبرې وشي.

په تېرو ورځو کې د پاکستان د قامي سلامتيا سلا کار هم د افغانستان سفر کړی ؤ او د طالبانو سره یې د ترهګرۍ او په اقتصادي چارو خبرې هم کړې وې.

طالبان دچین نه ځینې ګيلې هم لري اؤ دا ګڼي چې چين په افغانستان کې هغه څه نه کوي د کوم دعوې چې به پاکستان کولې چې چين د امریکا په ضد دی هلته به د"یوه سیمه یوه لار" پروژې د کاميابۍ لپاره د افغانستان په ثبات کې رول ولوبوي خو وايي چين لا تر اوسه په افغانستان کې دلچسپي نه ښي.

څېړونکي وايي ددې سفر بل مقصد د سي پېک او په پاکستان کې دچينايي کار کوونکو د تحفظ په اړه د چين اندېښنې لېرې کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورۍ او دوستانه تعلقاتو تاثر قايمول دي.

خو ډاکټر سرفراز خان بيا وايي د وزير اعظم عمران خان چين ته دا سفر سټېټ وزټ نه دی او نه د مخکې نه ددې دورې په اړه د دواړو هېوادونو د لاندې کچې د افسرانو ترمنځ په اېجنډا کوم کار شوی دی.

هغه وايي "دا يوه مصنوعي تاثراتي دوره ښکاري اؤ وزیراعظم عمران خان په ملک کې دننه هم خپلو مخالفو سياسي ګوندونو ته دا ښودل غواړي چې ګني معاملات زما په قابو کې دي او د هېواد نه بهر هم دا وسل غواړي چې پاکستان په نړيواله کچه ځانله نه دی، ګني هسې دا دواړه خبرې ناسمې دي"

اخوا د پاکستان د اقتصادي چارو ډويژن د تېر ګل په ورځ هغه خبرونه رد کړي چې ګواکې د پاکستان حکومت د چين څخه د 3 بيلېنه ډالرو د پور ترلاسه کولو منصوبه لري.

وړاندې ورځو کې د هېواد په ځاي رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وؤ چې پاکستان د چين نه د دريو بيلېنه ډالرو قرض ترلاسه کولو اميد لري.

اپه دغه راپورونو کې دا ادعاوې هم شوې وې چین ته دوزیر اعظم عمران خان ددې سفر په مهال به دې لړ کې يوې لوظنامې ته غوڅه بڼه ورکول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG