لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ:دصحافیانو دتحفظ دقانون شپږمه ماده به رياست ته دصحافيانو خلاف دمقدمو جوړولو لاېسنس ورکړي


Islamabad
Islamabad

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي چې په پاکستان کې مخکې نه د الیکټرانيکي جرمونو د مخنیوي قانون پيکا د رایې د اظهار پرضد کارول کېږي او عدالت ګڼي چې د صحافيانو د تحفظ د اوسني قانون شپږمه ماده په دستور کې د ورکړل شوؤ بنيادي حقونو سره په ټکر کې ده.

عدالت ويلي د قانون شپږمه ماده به رياست ته د صحافيانو خلاف د مقدمو جوړولو لاېسنس ورکړي او بيا به يو خبريال د خبر ورکولو جوګه پاتې نه شي.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د صحافي د تعریف او په دې وروستیو کې د صحافيانو د تحفظ لپاره د منظور کړی شوي حکومتي قانون پروټېکشن آف جرنلسټس اېڼډ مېډيا پروفیشنلز 2021 د لانجمنې شپږمې مادې پرضد د هېواد د صحافيانو لوي تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د خواست اوریدنه کوي.

د عدالت مشر جج اطهر من الله د شورو په ورځ وېلي رياست دې د خپل عمل څخه ثابته کړي چې په هېواد کې د رایې په اظهار قدغن نشته.

د عدالت مشر جج دا هم ویلي چې د صحافيانو د تحفظ د کال 2021 قانون په شپږمه ماده کې ليکلي الفاظ به رياست ته د صحافيانو خلاف د مقدمو جوړولو لاېسنس ورکړي او بيا به يو خبريال هم د خبر ورکولو جوګه پاتې نه شي.

عدالت د صحافيانو د تحفظ په دغه قانون خپلې اندېښنې په داسې حال کې ښکاره کړي چې وړاندې موده کې د پاکستاني ورځپاڼو اتحادیې پاکستان کونسل آف نيوز پېپرز اېډيټرز په خپل یو راپور کې وېلي چې پاکستان کې په کال 2021 کې په مېډیا ،د رایې دڅرګندولو په ازادۍ او مالوماتو ته په لاسرسي قدغنونه زیات شوې دي.

دغه راپور کې ويل شوي په کال 2021م کې د بېلابېلو حکومتي، غېر دولتي او رياستي اقداماتو له کبله خبريالان دفشار لاندې ساتل شوي دي.

عدالت وايي په بادي النظر کې د صحافيانو د تحفظ د شپږمې مادې شق دريم په دستور کې د ورکړی شوؤ بنيادي حقونو پرضد دی او دبشري حقونو مرکزي وزارت دې عدالت په دې قانع کړي چې د شپږمې مادې 3م شق د دستور د نولسمې او نولسمې الف مادو سره خو په ټکر کې نه دي؟

د قضيې فريق دپاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکتر ناصر زېدي ډيوه ته وايي دا قانون په اصل کې د صحافيانو د تحفظ لپاره پکار ؤ او د قانون په شپږمه ماده کې د بدنیتۍ په اړه صحافيانو ته د سزا ورکولو د شق هېڅ اړتیا نه وه.

هغه وايي د بدنيتۍ په اړه ماده د دستور په نولسمه ماده کې له مخکې موجود ده.

دناصر زیدي په وینا په اوسني قانون کې دا دوه مخی عمل د حکومت ناکامي ده او په نېت یې شکونه راپاروي ولې چې حکومتونه چرته هم د صحافت د ازادۍ په حق کې نه دی پاتې شوی.

د مطبوعاتو د حقونو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټکټ جرنلسټس تر مخه د کال 1992 او 2021 په مهال پاکستان کې 70 صحافيان ددندو ترسره کولو په وخت وژل شوي دي.

هم دا ډول د خبريالانو نړیوالې ادارې انټرنېشنل فېدرېش آف جرنلسټس هم پاکستان د صحافيانو لپاره د نړۍ څلورم خطرناک هېواد ګرځولې دی.

دغه اداره وايي د مئ 2020 او اپریل 2021 تر مينځ موده کې په پاکستان کې صحافيانو ته په ورپېښو ګواښونو کې 40 سلنه اضافه شوې ده.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ویلي اطلاعاتو او مالوماتو د لاسرسي ازادي او د رایې د اظهار ازادي يوازې د مېډيا ستونزه نه ده او وايي ترڅو چې په حکومت تنقيد نه کېږي نو احتساب هم نه شي کېدای.

عدالت وېلي د عوامي څوکۍ لرونکي ښه احتساب مالوماتو ته لاسرسى او تنقيد کې پروت دی.

د اوریدنې په مهال د بشري حقونو مرکزي وزارت عدالت ته ویلي چي د خواست ورکوونکو د اندېښنو حل به راباوسي او که ضروري شوه نو په دغه قانون به د پارليمان د لارې بدلون هم تجويز کولی شي.

پاکستان کې د بې پولې خبریالانو د نړیوال تنظیم استازی اقبال خټک ډيوه ته وايي دوئ ګڼي چي په دې قانون کې د حکومت نيت سم نه ښکاري.

هغه وايي په پاکستان کې کال 2016م کې د پيکا قانون راغلی ؤ او مونږ ته وېل کېدل چې دا قانون به د انټرنيت په بڼه دترهګرۍ د مخنیوي لپاره کارول کېږي خو وايي بيا مونږ وليدل چې دا د هغو صحافيانو پرضد وکارول شو چا چې به په حکومت او رياستي ادارو تنقید کولو او له حکومته به یې سختې پوښتنې کولې.

پاکستان کې د اخباري مديرانو د تنظيم په وروستی راپور کې ويل شوي چې په کال 2021 کې په پاکستان کې 5 خبريالان وژل شوي، دوو صحافيانو د بې روزګارۍ له کبله ځانونه وژلي، 28 صحافيان د تشدد ښکار شوي، څلور اغوا کړې شوي او د لسو صحافيانو پرضد مقدمې درج شوي دي او دغسې ګڼو صحافيانو ته نامالوم دګواښونو زنګونه وهل شوي دی.

داسلام اباد هایکورټ مشر جج د صحافيانو د تحفظ قوانینو د ناسم استعمال په اړه د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس ګيله پرځاې بللې ده او ویلي یې دي چې باید خبر ورکونکی صحافي د کار پرمهال له ویرې ازاد وي.

تېر کال 2021 دسمبر میاشت کې د صحافيانو د تحفظ قانون د لاسلیک دستورې ته خپله وینا کې د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير فواد چوهدري وېلي وؤ په پاکستان کې يوه طبقه داسې هم ده چې په نړيواله کچه ددې تاثر خورولو هڅې کوي چې ګني په پاکستان کې مېډيا ازاده نه ده.

هغه ویلي وؤ که په پاکستان کې مېډیا ازاده نه ده نو بيا د نړۍ په يو ځاې کې هم مېډیا ازاده نه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG