لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایف ای ټي ایف روانه غونډه کې دپاکستان لخوا اخستل شوي ګامونه ارزؤل کیږي


د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف غونډه د فرانس سرښار پېرس کې روانه ده چې پکې به د ترهګرۍ د مالي سرچينو د وچولو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په لړ کې د پاکستان لخوا اخستل شوي ګامونه ارزؤل کیږي.

څېړونکي وايي که څه هم پاکستان د ایف ای ټي ایف په سپارښتنو تر ډېره حده عمل درامد بشپړ کړی او د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد دمخنیوي لپاره یې يو شمېر قوانین هم ساز کړي خو وايي چې فنانشل اېکشن ټاسک فورس به دپاکستان د ګامونو جاج په معرفي کړو قوانینو د عمل په رڼا کې اخلي.

د پاکستان د دخارجه دفتر وياند عاصم افتخار تېره اوونۍ مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې پاکستان د يو ذمه وار هېواد په توګه د ایف ای ټي ایف په طريقه کار په ولسي کچه تبصره نه کوي خو دا خبرداری یې هم ورکړی ؤ چې د فنانشل اېکشن ټاسک فورس دځینو غړيو هېوادونو د سياسي فکر له امله دپاکستان نوم د دغه ادارې په خړ نوملړ کې پرځاې پاتې کېدای شي.

دایف ای ټي ایف روانه غونډه به د مارچ تر څلورمې نېټې جريان ولري.

دپاکستان نوم د کال 2018م راهسې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لېږد د څار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی او نړيوال مطبوعات وايي چې په دغه نوملړ کې د پاتې کېدو له کبله د پاکستان برآمدات، درآمدات او نړيوالو پورونو ته د لاس رسي چارې په بد ډول اغېزمنې شوې دي.

اسلام اباد کې ځاىي خبريال او په مالي چارو ژور نظر لرونکی کار پوهه مهتاب حېدر وايي د اوس نه دا اټکل کول ګران دي چې پاکستان به د ایف ای ټي ایف د خړ فهرست نه وځي که نه؟

هغه ډيوه ته وايي پاکستان دا مهال د فنانشل اېکشن ټاسک فورس په دوو غبرګو کاريزو پلانونو کار کوي او د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي لپاره یې ځنې قوانین هم جوړ کړي دي.

دی وايي که څه هم پاکستان په دې موخه ګڼ قوانین جوړ کړي خو د پاکستان د کارکردګۍ ارزونه به په دغو قوانینو د بشپړ عمل په رڼا کې کېږي.

د هندوستان ځنې مطبوعات ددغه هېواد د تهنک ټېنک د تجزيو په اساس وايي د پاکستان د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره خبرې او بيا د افغانستان د طالبانو د حکومت په ملاتړ کې د اسلام اباد هلې ځلې کولی شي چې ایف ای ټي ایف دا هېواد په تور فهرست کې واچوي .

خو وتلې اقتصاد پوهه قېصر بنګالي د هندى مطبوعاتو دا اټكلونه ردوي او ډيوه ته وايي پاکستان تور نوملړ ته نشي تللی خو ګمان کوي چې په خړ فهرست کې به په پرځائ پاتې شي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په واک کې د راتلو سره سم د هېواد د ایف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه د ویستلو هڅې کوي خو نوموړی لا هم په دې کې نه دی بريالی شوی.

تېره اوونۍ د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار اوونيزې خبري غوندې ته وېلي وؤ چې پاکستان د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست څخه د وتلو لپاره د ادارې لخوا په ورکړل شوو ټولو سپارښتنو یا شرطونو عمل بشپړ کړی خو دایې هم ویلي وؤ چې د اېف ای ټي ایف د ځینو غړيو هېوادونو سياسي فکر پاکستان په خړ فهرست کې پرځائ ساتلی شي.

پاکستان لپاره د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار دنړیوالې ادارې ایف ای په لومړي کاريز پلان کې 27 شرطونه ترسره کول شامل وؤ او پدغو کې پاکستان تېر کال اکتوبر کې شوې د ایف ای ټي ایف تر وروستۍ غونډې په 26 شرطونو عمل ترسره کړی ؤ .

تر دې وروسته بيا د جون په میاشت کې ایف ای ټي ایف پاکستان ته يو بل اضافي کاريز پلان ورکړو چې پکې د پېسو د غېرقانوني لېږد دمخنیوي نور 7 شرطونه شامل وؤ.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې پاکستان ته ورکړل شوؤ د فنانشل اېکشن ټاسک په دغه دوؤ غبرګو کاريز پلانونو کې په مجموعي ډول 34 نکات شامل دي او په دې کې هم پاکستان په 30 شرطونو یا نکتو عمل درامد د تېر اکتوبر په میاشت کې بشپړ کړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق احمد خان ډيوه ته وايي که خبره د ایف ای ټي ایف په شرطونو د عمل کولو وي نو پاکستان نيزدې په ټولو نکتو عمل ترسره کړی دی.

هغه وايي د پاکستان دنوم د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست نوملړ کې د ساتلو پرشا کومې اقتصادي او مالي نيمګړتياوې نه بلکې نړيوال سياست دی.

د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په اوسنۍ غونده چې پرون د ګل یا دوشنبې په ورځ پېرس کې پېل شوې ده د پېسو د غېرقانوني ترسيل په اړه به د اېشيا پیسفک ډلې په هغه رپورټ د پاکستان په اړه پرېکړه کوي کوم چې ادارې ته د فرورۍ په پیل کې سپارل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG