لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې اؤ چین په ایتمي ګاونډي هیوادونو پاکستان اؤ هند دتاؤتریخوالي کمولو ټینګار کړی


Pakistan India
Pakistan India

امریکې او چین په پاکستان او هند ټينګار کړی چې په جوهري وسلو سمبال دواړه هېوادونه دې د تاؤ تريخوالي کمولو لپاره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

په عین حال کې دهند دفاع وزیر راج نات وېلي هند دپاکستان خاورې ته د ميزایل ويشتل کېدو په اړه په لوړه کچه پلټنې پېل کړي.

څېړونکي وايي که څه هم هند دپاکستان خاورې ته د توغندي ویشتل کېدل يوه تېروتنه بولي خو وايي دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنګ لامل هم ګرځېدلی شو.

ماهرين وايي باید چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه دداسې پېښو دمخنیوي لپاره د رابطې يو نظام پرځائ شي.

د ورځپاڼې ډان ترمخه د امریکا د خارجه محکمې يو چارواکي ویلي چې واشنګټن د اندېښنو وړ چارو باندې د پاکستان او هند ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو ملاتړ کوي.

هم دا ډول دتېر ګل په ورځ د چين د خارجه وزارت ویاند هم دهندي توغندي دپاکستان خاورې ته د ويشل کيدو په اړه په جوهري وسلو سمبال پاکستان او هند باندې د نېغ په نېغه خبرو ټينګار کړی او په دې لړ کې یې د ګډو پلټنو په هکله د پاکستان د غوښتنې سره هم ملاتړ ښودلی دی.

دتېرې اوونۍ د شورو په ورځ د هند له لوري دپاکستان خاورې ته يو توغندی ویشتل شوی ؤ چې دغه توغندی د پاکستان د پنجاب صوبې په ميا چنو ښار کې غورځېدلی ؤ خو څه قسمه ځاني نقصان یې نه ؤ اړولی.

هندي چارواکو ددې توغندي د توغول کیدو لامل تکتيکي ستونزه بللې وه.

له دې وروسته پاکستان په هند باندې په جوهري چاپېريال کې د نااهلۍ او بې غورۍ تور لګولی ؤ او د پېښې په اړه د حقيقت مالومولو لپاره یې د ګډو پلټنو غوښتنه کړې وه.

رويټرز خبري اژانس وېلي چې د هند ددفاع وزیر راج نات د خپل هېواد پارلیمان ته په دې اړه ورکړل شوؤ مالوماتو کې دا پېښه د معمول د چارو په مهال د میزایلي نظام تېروتنه بللې.

هغه وېلي د هند حکومت دا موضوع جدي بولي او په دې هلکه یې د لوړې کچې پلټنې هم پېل کړي او وايي ددې لا مل به د پلټنو وروسته مالومېږي.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو عمومي منشي سره خبرو کې دا پېښه د هند غېرذمه وار چلند ګرځولی او غوښتنه یې کړې چې سلامتي کونسل او نړیواله ټولنه دې ددې سنجيده نوټس واخلي.

هم دا راز دخپل جرمن هم منصب اېنا لينا بېربوک سره په ټېلفوني خبرو کې قريشي وېلي د هند لخوا د توغندي توغول تېروتنه منل کافي نه دي.

ددفاعي چارو کارپوهه او دپاکستان دپوځ پخواني افسر سعيد نظير ډيوه ته ویلي دا تېروتنه نه وه بلکې د هند مقصد د پاکستان عکس العمل او چمتووالی معلومول وؤ.

هغه وايي مالومېږي چې لويې او طاقتور هېوادونه هم په دې اندېښنه لري چې ګنې هسې نه په راتلونکي کې داسې پېښې د جنګ لامل جوړې شي نو ځكه د هند او پاکستان ترمنځ نېغ په نېغه په خبرو ټينګار کوي.

نوموړی وايي تر څو چې بهرنی فشار نه وي نو ښکاري نه چې دا دواړه هېوادونه به سنجيده خبرو ته کښېني.

د پېښور پوهنتون دنړيوالو اړيکو دڅانګې استاد ډاکټر خورشید وايي دتېرو دېرشو کلونو راهسې د پاکستان او هند ترمنځ د داېرېکټر جنرل ملټرى اپرېشنز په کچه هاټ لاېن رابطه شته خو باید چې داسې نظام په لوړه کچه هم وي.

هغه وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د جوهري او رواېتي وسلو په اړه سى بي ایم یا د اعتماد سازۍ نظام موجود وي.

"دکال 2002, راهسې خو د پاکستان او هند ترمنځ کېدونکي کوټلي مذاکراتو کې دا نکته نه وه شامل او پکار ده چې ددې لپاره مذاکرات وشي او په لوړه کچه وشي"

نوموړي وويل د پاکستان او هند ترمنځ چې کوم تفاهم موجود دی هغې کې د جوهري او نورو وسلو د انتظام په اړه څه نشته.

هغه وايي امریکا او چین دا نه غواړي چې پاکستان او هند دې اوس نورې کشالې هواري کړي بلکې د هغوئ اشاره د جوهري وسلو په اړه خبرو ته ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG