لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ:د اقليتونو پر وړاندې دتعصب ډک چلند پاکستانی قام بدنام کړی دی


دپاکستان سپریم کورټ د احمدي ټولنې خلاف د لاهور هایکورټ هغه حکم بدل کړی په کوم کې چې ددغه ټولنې پرضد یوه مقدمه کې د قران او پېغمبر اسلام د سپکاوي مادې شاملې کړې شوې وې.

د انګرېزې ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون خپل يو رپورټ کې ويلي چې سترې محکمې په خپله فېصله کې ويلي د اقليتونو پر وړاندې دتعصب ډک چلند پاکستانی قام بدنام کړی دی.

د احمدي ټولنې پرضد د پنجاب صوبې په ننکانه ضلعه کې کال 2020م کې د قران او پېغمبر د سپکاوى یوه مقدمه د ځایي خلکو په وېنا درج کړې شوې وه چې پکې لومړی تور لګول شوی ؤ چې دوئ خپله عبادت خانه د جومات په طرز جوړه کړې او د عبادت خانې په دننه دېوالونو یې کلمې ليکلى خو وروسته سېشن عدالت پخ دغه مقدمه کې د قران او پېغمبر اسلام د سپکاوي قانوني مادې هم شاملې کړې او دغه مادې د لاهور هایکورټ هم پرځائ ساتلې وې.

د سپريم کورټ جج جسٹس منصور علي شاه په خپله فېصله کې ليکلي دي چې د هېواد اقليت د خپل مذهب مطابق د عقيدې لرلو څخه محروم ساتل او د هغوئ په خپل مذهب د عمل کولو په لاره کې خنډان جوړول د پاکستان د دستور او اسلام د اصولو پرضد دي.

دا خبره نوموړي د سپريم کورټ په ډويژنل بنچ کې د هغه قضیې د اوریدنۍ په مهال کړې چې پکې د احمدي ټولنې پرضد درج مقدمه کې د قران او پېغمبر اسلام پرضد د سپکاوي د مادو شاملولو ارزونه کېدله.

د احمدي ټولنې خلاف دغه قضیه کې دا تور هم لګول شوی ؤ چې د ټولنې د عبادت خانې د بجلۍ په بل کې دغه ځائ د جومات په توګه یاد کړی شوی.

کال 2020م کې داحمدیانو عبادت خانې ته د جومات ویلو او د عبادت خانې په دننه دېوالونو د کلمې د ليکلو او قران اېښودو د تورونو په اساس مقدمه درج شوې وه چې وروسته دغه کال نومبر کې دټرایل کورټ په امر په قضیه کې د قرآن او پيغمبر اسلام د سپکاوى مادې 298-c او 298- b هم شاملې کړې شوې وې.

دا مادې د قرآن او پيغمبر د سپکاوي په اړه دى.

ډيوه سره خبرو کې د احمدي ټولنې د قانوني چارو سلاکار مرزا عديل احمد وویل وروسته ضلعي عدالت او لاهور هایکورټ هم د قران او پېغمبر اسلام د سپکاوى مادې پرځاې وساتلې.

دې پوښتنې ته ځواب کې چې قانون يو شان دی نو بيا ولې د لاهور هایکورټ او سپریم کورټ په فيصلو کې توپير په نظر راځي نوموړي وویل دا ځکه چې لاندې عدالتونه په داسې مقدمو کې د خلکو دفشار لاندې راځي او دباو نه شي زغملی.

سپريم کورټ په خپله پرېکړه کې ویلي چې د هېواد دستور وګړو ته د اقليتونو د احترام او اقليتونو ته د خپل مذهبي افکارو مطابق د عبادت کولو حق ورکوي.

عدالت ویلي که څه هم د پاکستان د دستور په 260-3ماده کې احمديان غېر مسلم ګرځول شوي دي خو دستور نه خو دوي د شهريت نه محروم کړي او نه یې هغوي د بنيادي بشري حقونو نه بې برخې کړي دي.

سپريم کورټ په خپله فېصله کې ليکلي د دستور 295 - b ماده وايي جرم هله کېدای شي چې تورن تن قران ناپاک کړي، نقصان ور ورسوي او یایې سپکاوې وکړي او دا بيا د توهین لپاره وکاروي.

عدالت وايي په مقدمه کې داسې کوم تور نه دی لګول شوی چې ياده ماده پرې نافذ شي.

پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په خپل وروستي راپور کې وېلي چې په پاکستان کې د کال 2021 پرمهال د مذهب د سپکاوى دقانون لاندې د شيعه او احمدى ټولنې د غړو خلاف 84 مقدمې درج کړي شوې دي او رپورټ وايي په دغه مهال درې کسان هم د مذهب د سپکاوى د تورونو په اساس د پارېدلو خلکو لخوا وژل شوي دي.

د احمدي ټولنې په يو رپورټ کې ويل شوي چې د کال 1984 نه تر اوسه په هېواد کې د عقيدې په بنياد 278 احمدي وګړي وژل شوي دي.

د بشري حقونو د غېر دولتي خپلواک تنظیم ايچ ار سي پى د اقليتي څانګې د چارو غړی نديم انتوني ډيوه ته وايي که لاندې عدالتونو په قانون سم عمل او فېصلې کولې نو دا قضیه به تر سپريم کورټ نه رارسیده.

هغه وايي د لاندې عدالتونو ججان اکثر د خلکو په فشار کې راځي اؤ نه غواړي چې په داسې قضيو فېصلې ورکړي او په خلکو کې بدنام شي نو ځكه د اکثریتي مسلمانانو د خوښې فېصلې ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG