لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: په ساز باز جوړ راتلونکی ممکنه حکومت به هم د طاقتوره ادارو په لاس کې وي


په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو د اتحاد (پاکستان ډېموکرېټک) مومنټ جلسې ته وېنا کوونکو مشرانو ويلي، د عمران خان د حکومت وخت پوره شوی او هغه لرې کوي، خو څيړونکي وايي که په اوسنيو حالاتو کې د بل چا په ملاتړ بل حکومت جوړولی شي هغه به هم د اوسني حکومت په څېر خپل واک نه لري.

تېره شپه په (28 مارچ) په اسلام اباد کې (د ګرانۍ ختمولو) په نوم د مخالفه سياسي ګوندونو شريکې جلسې ته د پاکستان ډېموکرېټ مومنټ مشر مولانا فضل الرحمان وویل، "د دې (عمران خان) د حکومت د خاتمې وخت نزدې راغلی دی، او دا نااهله حکومت به داسې لرې کړی شي چې بيا به څوک جرات نه شي کولی چې داسې نااهله حکومت په پاکستان راولي".

هغه وویل، "د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړی شوی دی، عمران خان د بهرني سازش تور لګوي"، خو مولانا فضل الرحمان وويل، "په عمران خان په خپله د بهرني فنډنګ کېس دی، ځکه دوی غوښتنه کوي چې د عمران خان او ملګرو نومونه دې په اي سي اېل (د ملک نه بهر نه تلونکو) په لسټ کې شامل کړی شي".

نوموړي وويل، "مخالفه ګوندونه/ اپوزيشن متحد دی". او د غونډې ګډون والو ته يې وويل، "زر به کاميابي ترلاسه کړئ".

جلسې ته د مسلم ليګ ن يوې مشرې مريم نواز په خپله وېنا کې وويل، "عمران خان باور د لاسه ورکړی او دوی عمران خان ته د الوداع يا په مخه ښې دپاره راغلي دي".

خو دغه جلسې ته په وېنا کې د پي ډي اېم په اتحاد کې شامل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپله وېنا کې مولانا فضل الرحمان ته په مخاطب کولو سره وویل،

"مولانا صېب ټيک ده عمران به لاړ شي، عمران غورځېدلی دی، ايا مونږ دا مشران د پاکستان ولس او شهيدانو ته دا پېغام ورکولی شو، چې مونږ هغو ته داسې پاکستان ورکړو چې پکې د طاقت سرچشمه د ولس منتخب پارلیمان وي؟".

څيړونکي او سياستوال وايي په موجوده وخت کې داسې ښکاري چې نوی جوړېدونکی حکومت به هم د هغو قوتونو په لاس کې وي د کوم تور چې د عمران خان په حکومت لګول کيږي.

څيړونکی او د جرنلزم استاز ډاکټر توصيف احمد خان وايي، نوی کمزوری حکومت به جوړيږي او د بل چا د سيوري لاندې به وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "که اوس حکومت جوړيږي هغه به دومره کمزوری وي چې نور قوتونه يې کله هم غواړي مخکې وروسته کولی به یې شي، د جوړ توړ په سياست کې هم داسې کيږي او د اسټبلشمنټ په ګټه وي".

نوموړي زياته کړه، د يو وزيراعظم موده نه پوره کېدل د سياست دپاره ښه خبره نه ده، او که څه هم د عمران خان حکومت په خپله هم مذهبي کارډ کارول پېل کړي خو د جمهوري حکومت موده نه پوره کېدلو نتيجه به هم دا وي.

خبريال رفعت اورکزی وايي، دا ډېره بنیادي پوښتنه ده، د عمران خان حکومت په خپله په اتحاد جوړ وو، اود اتحاديانو په سر ولاړ حکومت دی، ادارې د دې حکومت سره ولاړې وې ځکه دا ټينګ وو، نو که اوس ترې اتحاديان ځي نو حکومت هم ځي، او که راتلونکی حکومت داسې جوړيږي نو هغه به هم کمزوری وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، که نوی حکومت جوړيږي او ډېر ګوندونه بيا يو کال وروسته انتخاباتو ته ځي، نو د هر يو ګوند به بيا خپل نظر او خپله ګټه وي بيا به د دوی خپلمنځني اختلافات مخې ته راځي.

هغه زياته کړه دا اوسنی اپوزيشن په پارليمان کې د جمهوريت او د پارليمان د سرلوړۍ خبره کوي خو که په واک کې راغله، نوی دوی به د طاقتوره ادارو سره د ساز باز خبره کوي ځکه په دې وجه به نوی حکومت هم کمزوری وي.

د ملي جمهوري غورځنګ يوه مشره بشرا ګوهر وايي، د عمران خان حکومت ته چې سلېکټډ يا خوښ کړی شوی ویل کېده، که دغه حکومت لرې کړی شو او مخالفه ګوندونه په حکومت کې راغله، دوی له يوه داسې معاهده لاسليک کول پکار دي چې کله دوی په واک کې وي نو د يو بل د راپرزولو دپاره دې د اسټبلشمنت يا طاقتوره ادارو ملاتړ ترلاسه نه کړي.

مخالفه ګوندونه چې عمران خان ته سلېکټډ يا خوښ کړی شوی وزيراعظم وايي او د پوځ په ملاتړ جوړ کړی شوی وزیراعظم يې بولي، د پاکستان پوځ وړاندې هم او په ورستيو کې هم ويلي، چې پوځ د سياست سره هيڅ کار نه لري.

د تحریک د حکومت مخالفه ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې د وزيراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد تحریک جمع کړی او مخالفه ګوندونه د عمران خان د لرې کولو دعوه کوي خو حکومت بيا په خپل ځای دعوه کوي چې د مخالفه ګوندونو په مقابله کې ورسره په پارلیمان کې اکثريت سېوا دی او د عدم اعتماد د تحریک مقابله به کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG