لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنسټي انټرنیشنل:پاکستان کې دجبري لادرکيو او د بشري حقونو دسرغړونو پېښې دوامداره دي


د بخښنې نړیوال تنظیم ایمنسټي انټرنېشنل ویلي چې پاکستان د نړۍ په هغو ملکونو کې شامل دی چې په کال 2021م کې پکې د تشدد، جبري لادرکيو او مذهبي ازادۍ په ګډون د بشري حقونو سرغړونې رپورټ شوي دي.

پاکستان کې د بشري او صحافيانو د حقونو فعالينو د نړیوال سازمان رپورټ پرځائ بللی او وايي چې د بيان په ازادۍ قدغنونه او د ښځو خلاف تشدد انتها ته رسېدلی دی.

حکومت وايي هېواد کې د مذهبي لږکیو او ښځو د حقونو لپاره کار کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل د مارچ په 29مه نېټه خپور کړي رپورټ کې ويلي چې پاکستان په کال 2021م کې د قانون جوړولو په څانګه کې يوشمېر پرمختګونه کړي خو رپورټ وايي د نورو قوانينو منظورولو او سختو سزاګانو په ذريعه یې د بیان ازادي محدوده کړې وه.

په پاکستان کې د صحافيانو دلويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکرټري ناصر زيدي ډيوه سره خبرو کې ویلي په هېواد کې صحافت قېد کړی شوی دی او په تېرو کلونو کې د حکومتي ګامونه له کبله په زرګونو خبریالان بې روزګاره شوي دي.

هغه وايي واکمن تحريک انصاف ګوند داسې قوانین معرفي کړي چې له کبله یې صحافت کول نور هم ګران شوي دي، مطبوعاتو سلف سنسرشپ خپل کړې او حکومت په مطبوعاتو کې په تنقدي اداريو اؤ لیکنو د کنټرول هڅې کوي.

اېمنسټي انټرنېشنل ویلي خبرېالان او د بشري حقونو د دفاع فعالېن د مخ په زیاتېدونکو پلټنو سره مخامخ شوي دي.

تنظیم په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو د فعالې ګلالۍ اسمعيل د پلار محمد اسماعيل په اړه ليکلي چې هغه د خپلې لور د بشري حقونو لپاره د فعالیتونو پسر پولیسو نېولی ؤ.

هم دا راز د بشري حقونو نړیوال سازمان په خپل راپور کې تېر کال د صحافي ابصار عالم په حمله کې د ژوبل کېدو، په خبريال اسد طور د خپله کور دننه د وسله والو د برید او د جيو نيوز د کوربه حامد میر په پروګرام د بندېز یادونه هم شوې ده.

ددې ترڅنګ د بخښنې نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د جبري لادرکيو په اړه لېکلي چې حکومت د جبري تښتونو د مخنیوي او ددې عمل د جرم ګرځولو لپاره اقدامات کړي خو رپورټ وايي ددې باوجود د لادرکیو پېښې روانې دي.

هم دا ډول سازمان ویلي چې په کال 2021 کې حکومت د کورني تشدد خلاف قانوني مسوده منظوره کړې خو وروسته د سینیټ د بشري حقونو د کمېټې لخوا د بيا کتنې نه وروسته پارلیمان ته ولېږل شوه چې لا اوس هم د ځنډ ښکار ده.

پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواکه غیر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي غړې او پخوانۍ مشره ذهره يوسف ډيوه ته ویلي که څه هم حکومت د ښځو د حقونو د تحفظ لپاره قانون سازي کړې خو وايي په مزکه اوس هم صورتحال بدل شوی نه دی.

هغه وايي په پاکستان کې که يوخوا د بېان ازادي تروړل شوې نو بلخوا په ښځو او په ځانګړي توګه په تنکو جينکو د تشدد کچه هم انتها ته رسېدلې ده.

دنوموړې په وینا د نور مقدم په اسلام اباد کې وژنه په پاکستان کې د ښځو د حقونو بد مخ ښي.

بلخوا د نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل په رپورټ خپل عکس العمل کې د بشري حقونو لپاره پارليماني سکرټري او د واکمن تحریک انصاف ګوند غړې لال چند ډيوه ته ویلي حکومت د بیان او مطبوعاتو په ازادۍ باور لري او وايي د مذهبي ازادۍ پشمول په ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره حکومت يو شمېر ګامونه پورته کړي.

هغه وايي دلته د لږکيو ستونزې شته، تشدد کېږي او په هېواد کې د ترهګرۍ له کبله د خلکو د حقونو سرغړونې شوي خو وايي حکومت د اولس د تحفظ لپاره کار کوي.

ایمنسټي انټرنېشنل په خپل راپور کې د صحت او د ګډونوالو د حقونو ذکر هم کړی او ليکلي یې دي چې په کال 2021م کې کرونا واېروس په زندانو کې هم لويه ستونزه پاتې شوې او د رپورټ ترمخه د خېبر پښتونخوا او پنجاب چارواکو په جېلونو کې د ناروغانو په اړه خبرونه ورکول بند کړل.

داسې سازمان د ګډونوالو په بابله ویلي چې په اګست کې په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته په زرګونو خلک پاکستان ته ګډه شول خو وروسته داسې خبرونه راغلل چې تر 2400 پورې افغان ګډوال په غېر قانوني توګه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړې شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG