لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه راغلي د شمالي وزیرستان کډوال امدادي مرستې غواړي


د افغانستان نه راغلي د شمالي وزیرستان کډوالې کورنۍ د بنو په بکا خېل سیمه کې دېره شوي او وایي د سر سوري او د خوراک هیڅ انتظام نه لري او وايي د خېر په غوښتو مجبوره دي.

خو انتظامیه او پي ډي اېم ای وایي دوی ته په غلام خان بندر انتظامات نیول شوي او د نوم لیکنې وروسته د تصدیق جاج اخستل کیږي او چې څنګه تصدیق کیږی دوی ته مرستې ورکول کیږي.

خېرمحمد سره د کورنۍد 13 غړو بیرته د افغانستان نه راغلې او دا مهال د بنو بکاخېلو په دې عارضي خیمه بستۍ کې مېشت دی.

وایي درې میاشتې کیږي چې راغلي دوی ته په غلام خان بندر د خوراکي توکو او د ضرورت نور سامان سره دوه خیمې ورکړل شوې خو دوی سره ژمنه شوې وه چې بنو ته په رسیدو سره به د خرڅ خوراک لپاره نقدي امدادي مرستې ورکړل کیږي.

هغه وویل د درېو میاشتو تېرېدو وروسته تر اوسه دوی ته دا مرستې نه دي ترلاسه شوې او خوراکي توکو د نشتوالي او د ګرمۍ نه د بچ کېدو انتظام نه لرلو له امله د خېر په غوښتو مجبور شوي دي.

هغه وویل دوی د کډوالو کېمپ ته نه پریښودل کیږي او دغلته دوی ته یوه اسانتیا نه ده په ځای کړی شوې.

په دې سخته ګرمۍ کې نه بجلي لري او نه د څښکلو د صفا اوبو انتظام شته او د ډنډ د ګرمو اوبو په څښکلو مجبور دي.

هغه غوښتنه وکړه دوی ته د اسانتیاو برابرتيا او ورسره د مرستو انتظام وشي.

د افتونو په وخت د صوبې د انتظام ادارې پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ وویل دوی ته په غلام خان بندر انتظام نیول شوی دی.

هغه وويل د ستنیدو پرمهال دې کډوالو نوم لیکنه کیږي بیا یې د نادرا نه تصدیق کیږي او تر هغه وروسته دوی ته خوراک او د ضرورت نور سامان ورکولو سره د استوګنې لپاره هرې کورنۍ ته دوه خیمې ورکړل کیږي او بیا په سخته سیکورټې کې بنو ته راوړول کیږي.

هغه وویل بنو بکاخېلو کډوالو کېمپ کې ځایې مکمل شوی او د کډوالو نورې کورنۍ پکې نشي ځایې کولی.

د کډوال یو مشر ملک میرعباس خان وویل دې عارضي خیمه بستۍ کې په زرګونو کډوالې کورنۍ دېره دي خو دوی د ګرمې نه د بچ کېدو، د څښکلو د اوبو، خوراک څښاک، سکول او د روغتیامرکز سره نور هیڅ انتظام نه لري او په ډاګه پراته دي.

هغه وویل دا زیاتره د افغانستان سره په پوله دته خېل تحصیل د یخوسيمو خلک دي اوپه دې ګرمۍ کې وجودونه پاخه شو.

د ملک په خبره د کډوالو ستونزې د حکومتي چارواکو سره شریکې کړې خو بیا هم دې طرف ته ته پام نه کوي او نه د پاکستان په مطبوعاتو کې ځایې ورکړل کیږي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان نه 7064 کورانۍ راغلې او په دې کې 3000 نه زیاتو کورنيو تاييد شوی چې دا کډوال دي. او هفوي سره هره میاشت 20روپې نقدي مرستې کیږي.

هغه وویل د کډوالو د نوعيت په تاييدولو يا تصديق کار روان دی، خو په دې کې لویې خنډ د دغه کورنۍ کسانو سره د شناختي کارډونو نشت والی دی د دوی د شناختي کارډونو جوړلو عمل روان دی او چې دغه عمل څنګه سر ته رسي د دوی سره به هم مرستې کولی شي.

د انتظامیې د دفتر چارواکي وایي کډوال راروان دي دوی په ستونزو خبر دي د دوی جاج اخلي او اسانتیا ورته برابرولی شي.

د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان څخه په کال 2014 کې هغه وخت ځايي خلک کډوال شوي چې کله دغلته د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلاو پرضد پوځي عملیات کېده، هغه وخت ويل شوي وو چې د شمالي وزيرستان نه نزدې يو لک کورنۍ کډوالې شوې او 20زره پکې افغانستان ته تللې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG