لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ دالیکټرونيکي جرمونو د مخنیوي ترميمي ارډيننس غېر اییني وګرځولو


اسلام اباد هایکورټ د پاکستان د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي ترميمي ارډيننس غېر دستوري ګرځولی او په دغه قانون کې د ارډيننس لاندې اچول شوې 20مه ماده ېې هم د بنيادي بشري او د رایې د اظهار دازادۍ د حق پرضد بللې او ختمه کړې ده.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله په څلورو پاڼو ګډه حکم نامه کې ويلي دي چې د رایې د اظهار ازادي او مالوماتو ته د لاسرسي حق د ټولنې د پرمختګ او څوکالۍ لپاره اړین دی او دغه جق سرغړونه کول غېر دستوري او د جمهوري قدرونو پرضد عمل دی.

دا لانجمن ارډيننس د خبرېالانو تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس په اسلام اباد هایکورټ کې چلېنج کړی ؤ.

پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس دا يوه تاريخي فېصله ګرځولې ده او وايي د پيکا ترميمي ارډيننس د صحافت او د رایې د اظهار ازادۍ دستوري حق ته يو نېغ په نیغه ګواښ ؤ.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله په خپله لنډه فېصله کې ويلي دي چې د رایې اظهار ازادي بنيادي حق دی او دا نورو ټولو حقونو ته تقویه ورکوي.

عدالت ویلي چې هتک عزت یا عزت ته ضرر رسول جرم جوړول، د ګرفتارۍ او قېد د لارې د انفرادي وقار ساتنه او ددې په نتیجه کې د کېدونکي چلند اغېزې د دستور سرغړونه ده او ددې ناسم کېدل د شک نه بالا دى.

اسلام اباد هایکورټ په خپله پرېکړه کې د پيکا ترميمي ارډيننس او ددې شلمه ماده او بيا ددې نافذ کول هم غېر دستوري ګرځولي دي او دا یې ختم کړي.

عدالت د پيکا ترميمي ارډيننس لاندې شوې کاروایۍ هم کلعدم یا ناچله ګرځولې دي او وېلي یې دي چې د ترميمى ارډيننس له کبله ځپل شوي خلک اړونده فورم ته رجوع کولی شي.

په دې قضيه کې دپاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس وکيل عثمان وړاېچ ډيوه سره خبرو کې ویلي زموږ د خواستونو سره تړلې د صحافي ابصار عالم مقدمه ،د بلال غوري او محسن جميل بېګ مقدمې هم عدالت ختمې کړي دي او په دغه کسانو د پيکا ترميمي ارډيننس لاندې جوړې کړې شوې مقدمې یې بې بنياده ګرځولې دي.

نوموړي وويل عدالت د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د پلټنو د مرکزي ادارې ايف ایي ای چې د پيکا ترميمى ارډيننس لاندې څومره هم کوم ناسم ګامونه پورته کړي د هغې رپورټ دې هم عدالت ته وړاندې کړي شى.

ښکاره دې وي چې د پاکستان صدر عارف علوى سږکال د فرورۍ په شلمه نېټه د پاکستان د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي د کال 2016 په قانون کې د بدلون لپاره ارډيننس ېا لنډمهاله قانون جارى کړی ؤ.

دغه ارډيننس کې د پيکا په 20مه ماده کې بدلون هم راوستل شوی ؤ چې عزت ته ضرر رسول دنیونې وړ جرم ګرځول شوی ؤ او سزا یې هم د 3 کالو نه 5 کالو ته زياته کړې وه.

د پيکا په ترميمى ارډيننس کې هغه ټي وي چېنلونو ته ترلاسه استثنا هم ختمه کړی شوې وه چې د پېمرا لاېسنس لرونکي دي،له دې وروسته په ټي وي چېنلونو د کوم فرد په اړه جعلي ېا د سپکاوى خبر نشر کول يو جرم ګرځول شوې وو.

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکېتر ناصر زېدي د اسلام اباد هایکورټ فېصله تاريخي او غټه پرېکړه ګرځوي.

هغه ډيوه ته وايي د پيکا ترميمي ارډيننس غېر قانوني او غېر دستوري ؤ او دا د دستور د 19 مادې سره هم په ټکر کې ؤ.

نوموړي وويل ددې ترڅنګ ترميمى ارډيننس د رایې د اظهار دستورى ازادۍ ته هم يو نېغ په نېغه ګواښ ؤ.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو نړیوالو تنظيمونو اېمنسټي انټرنېشنل او هيومن راېټس واچ هم د پاکستان الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي د کال 2016 قانون کې راوستل شوي بدلونونه او لنډمهاله قانون نافذ کول د ولسي حقونو او د رایې د اظهار ازادۍ دلمنې راغونډولو هڅه بللې وه.

د مارچ په میاشت کې کې جاري کړي بيان کې دغه تنظيمونو د پاکستان په حکومت غږ کړی ؤ چې یا خو دې دغه قانون په بشپړه توګه ختم کړي او یا دې په دې کې د نړيوال معيار سره سم بدلون راولي.

د صحافيانو د حقونو ددفاع نړیوالو تنظيمونو پاکستان د صحافيانو لپاره د نړۍ خطرناک هېواد ګرځوي او د خبرېالانو نړیوال سازمان رپورټرز ود اوټ بارډرز د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته په صحافت د قدغنونو لګولو په ترڅ کې د صحافت د ښکاري لقب ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG