لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور:دپاکستان دننه د روان کال لمړیو دریوؤ میاشتو کې دترهګرۍ اؤ دتشدد پېښو کې 344 کسان وژل شوي


د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويل شوي چې د روان کال په لومړیو دريوؤ مياشتو کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 344 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وايي د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده.

د سى ار اېس اېس په رپورټ کې د هېواد دننه د تشدد په پېښو کې د راغلي زیاتوالي علت د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون پاله وسله وال ډلو ترمنځ پیوستون او په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته دوي ته ترلاسه شوی ډاد ګرځول شوی دی.

د رپورټ ترمخه د تشدد او تشدد ضد عملياتو په جريان کې د اغېزمنو 90 فيصدي کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی.

د سنېټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويلي شوي چې د تېر کال 2021م راهیسې د هېواد دننه د ترهګریز تشدد په پېښو کې اضافه ليدل کېږي.

رپورټ وايي په عمومي توګه د 2022 کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تشدد په پېښو 68 فيصدي اضافه راغلې ده.

اسلام اباد کې د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز څېړونکي محمد نفيس ډيوه ته ویلي يوه خبره چې په نظر راځي، هغه د بلوچ بېلتون پاله وسله والو ډلو لاس رسی دی.

دی وايي د هغوي د ترهګریزو عملیاتو داېره تر لاهور ښار رسېدلې ده. لا مخکي بلوڅ وسله والو د کراچۍ د ونډو په بازار حمله کړې وه او دا اوس یې په وروستیو کې د لاهور په انارکلۍ بازار کې بريد کړی او دا ښيي چې ترهګر يو ځل بيا سر راپورته کوي او دا د فکر وړ شېبه ده.

د سى ار اېس اېس په رپورټ کې دا خبره هم په ګوته کړی شوې چې د تشدد په پېښو کې د جنورۍ په میاشت کې د معمول د کمى وروسته د فرورۍ او مارچ په میاشتو کې پرله پسې 104 فيصدي او 153 فيصدي اضافه ليدل شوې ده.

د سى ار اېس اېس په رپورټ کې د هېواد دننه د تشدد په رجحان کې د شوې اضافې سبب د پاکستاني طالبانو نوی جنګي تکنيک او د بلوچ بېلتون پاله وسله والو ډلو او طالبانو ترمنځ پیوستون ښودل شوې دی.

په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سنټر اېګزګټيو ډاېریکټر منصور خان محسود ډيوه ته وايي په دې وروستیو کې شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ او ټانک کې ترهګریزې حملې په ګوته کوي چې پاکستاني طالبانو ډاډ موندلی او هغوي هڅه کوي چې د 7 قبایلي ضلعو کنټرول بيا ترلاسه کړي.

هغه وايي د تشدد رجحان څخه مالومېږي او راپورونه هم وايي چې دې سره به په ځانمرګي بريدونو کې هم زیاتوالی راځي.

نوموړي وويل د کله نه چې په افغانستان د طالبانو قبضه شوې نو په پاکستاني عسکرو حملې هم سېوا شوي دي او دپاکستاني طالبانو حوصلې هم اوچتې شوي دي.

تېر کال دسمبر کې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د ډزبندۍ د نه غځیدو وروسته د ترهګريز تشدد په پېښو کې اضافه راغلې ده.

د سى ار اېس اېس رپورټ وايي په هېواد کې د تشدد لويې پېښې په پېښور، شمالي وزیرستان، ټانک او د بلوچستان په کېچ، نوشکي، کوټه، سبي ضلعو کې رامنځته شوې دي.

رپورټ کې وېل شوي چې د روان کال د لمړو دريو مياشتو په مهال د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته 140 فيصدي مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده او دا شان د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې 35 فيصدي وسله وال هم وژل شوي دي.

رپورټ کې امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کچه 26 فيصدى ښودل شوې ده.

رپورټ وايي که څه هم ترهګرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کچه تر 100 فيصدي رسېدلې ده خو بیا هم د تشدد په پېښو کې کمی نه ليدل کېږي.

سږکال د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان د خارجه چارو وزارت له افغان طالبانو غوښتي وو چې په افغانستان کې د پټو پاکستاني طالبانو په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنو ته ځواب ووايي خو افغان طالبانو د پاکستان په وېنا د طالبانو ضد ګامونه پورته نکړل او د پاکستان هڅې د ناکامۍ سره مخ شوې.

رپورټ وايي داعش تېره میاشت په پېښور کې د شيعه مسلمانانو په جومات د خونړي برید پړه منلې وه او مطبوعاتي رپورټونه وايي د ځانمرګي حمله کوونکي تعلق هم د افغانستان سره ؤ او هم هلته روزل شوی ؤ.

د سى ار اېس اېس رپورټ دا يو خطرناک رجحان ګرځوي او دا د افغان طالبانو هغه دعوې هم ردوي چې ګنې په افغانستان کې د ترهګرو د تربیت مرکزونوته شتون نه لري.

د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ په پائ کې ويل شوي چې بلوڅ بېلتون پاله وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي په په دې وروستیو کې خپل ترهګريز فعالیتونه زيات کړي او دغه ډلې لږ تر لږه د 6 ترهګریزو حملو پړه په غاړه اخیستې ده. په دغو حملو کې نيزدې 19 کسان وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG