د بې باورۍپه راې د واکه لرې کړی شوي د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان د امریکا د فوکس نيوز يوه ويډیو په ټویټر خپره کړې چې پکې يوه څېړونکې د پاکستان په اړوند خپل نظر وړاندې کوي.
عمران خان د فوکس نيوز په ويډیو کې د ښځينه څيړونکې رېبېکا ګرانټ بيان ته د هغه د حکومت نه لرې کولو د امريکايي سازش ثبوت ویلي دي.
خو په ټویټر د عمران خان دغه دعوې ته غبرګون ویل شوی چې رېبېکا د امريکا حکومتي چارواکې نه ده، هغه شخصي څيړنيزه اداره چلوي.
عمران خان چې د نهم او لسم اپرېل په مينځنۍ شپه کې د بې باورۍ/ عدم اعتماد د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، پرله پسې تور لګوي چې د هغه د وزيراعظمۍ څخه لرې کولو دپاره امریکا سازش کړی، امریکا او په پاکستان کې د هغه مخالفه ګوندونو پرله پسې دغه تور رد کړی دی.
عمران خان پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (دوېمه مې) د فوکس نيوز ټیلي ويژن ويډیو په ټويټر خپره کړې او ويلي يې دي، "که د هغه د واک څخه لرې کولو په اړه په امریکايي سازش کې کوم شک وو، هغه شک د دې ويډيو نه وروسته نه پاتې کيږي".
په دغه ويډیو کې رېبېکا وايي، "پاکستان له د اوکراين ملاتړ کول ضروري دي، د روس سره به ورته معاهدې ختمول او د چين سره به ورته تعلقات کمول وي، او په پاکستان کې به د امریکا مخالفه پاليسۍ ختمول وي، د کوم په وجه چې د عمران خان حکومت د ووټ د لارې ختم کړی شوی دی اوس وخت راغلی چې پاکستان د امریکا مخالفه پاليسۍ او د روس سره اړيکې ختمې کړي".
رېبېکا ګرانټ په ټويټر ځان ته د امنيتي چارو څيړونکې او د فوکس نيوز سره مرسته کوونکې ليکلي دي.
دغه ويډيو چې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف نورو غړو هم خپره کړې، د امريکا په ولسن څيړنيز مرکز کې د اسيايي پروګرام مرستيال مشر مايکل کوګلمېن په ټویټر ويلي، "په دې ويډیو کې د امریکا د سازش بيانيه نه ثابتيږي، او په ويډيو کې خبرې کوونکې رېبېکا ګرانټ د امریکا د حکومت سره تعلق نشته".
هغه ويلي، "د هغه په خیال د امریکا په تهنک ټېنکس کې داسې هيڅ خيال نه ليدل کيږي، او دغه څيړنه د يو بې طرفه څيړونکې شخصي نظر دی".
په پاکستان کې جرنلسټ او څيړونکي وجاهت مسعود هم په ټویټر ويلي،
"د ښي اړخه پلوي فوکس نیوز مېلمنه رېبېکا ګرانټ د امریکا د حکومت برخه نه ده، د ټرمپ پلوي رېبېکا شخصي نظر د بايډن انتظاميې راې نه شي کېدی، هغې ته دا هم نه ده مالومه چې په فرورۍ 2022 کې عمران خان نوی وزیراعظم نه وو، د هغې د څيړنې څه اهميت کېدی شي".
بل جرنلسټ رضا رومي هم د عمران خان ټويټ ته په ځواب کې ویلي،
"د عمران خان دغه دعوه څومره د اندېښنې وړ خبره ده، هغه د 220 ملينه ابادۍ د ايټمي ملک وزيراعظم وو، د فوکس نيوز ويډيو د امریکا د سازش په اړوند د ثبوت دپاره وړاندې کوي، هغه دروغ وايي او پلويان يې درغ د زيرې په توګه قبلوي".
په ټويټر ګڼو خلکو په عمران خان نيوکې کړي چې خبره دې حد ته راورسېده چې عمران خان د فوکس نيوز د يوې څيړونکې بيان د ثبوت دپاره وړاندې کوي.
خو د عمران خان ګڼو ملګرو بيا هم دغه ويډیو خپره کړې او د عمران خان د حکومت پرضد د تورن امريکايي سازش ثبوت يې ورته ويلي دي.