لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قومي اسمبلۍد پوځ، ملکي امنیت او ايټمي پروګرام په اړه د عمران خان بيان غندلی


د پاکستان په قومي اسمبلۍ يو قرارداد منظور کړی او د عمران خان هغه بيان یې غندلی چې پکې هغه د پاکستان د وسله والو پوځونو، ملکي امنيت او ايټمي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.

بل لور ته د پاکستان پوځ ویلي، د ملک د ايټمي پروګرام په اړه دې د بيانونو څخه ډډه وشي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د اقتصادي چارو وزير اياز صادق پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [6 جون] په قومي اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کړی، چې پکې ويل شوي، اېوان په دې خبر دی چې وسله وال پوځونه خپلې زمه وارۍ د قانون او ايين ترمخه پوره کوي.

په قرارداد کې د عمران خان لخوا د ملک درې ټوټې کولو، او سياسي ګټو دپاره د پوځ بدنامولو په بيان د افسوس څرګندونه شوې او غوښتنه شوې چې رياست دې د عمران خان پرضد سپريم کورټ ته رجوع وکړي ځکه چې د قرارداد ترمخه د عمران خان بيان د ملکي امنيت او سالميت سره د ملک ايټمي/ جوهري پروګرام ته زيان اړولی شي.

دغه قرارداد په داسې حال کې وړاندې کړی شوی چې په وروستیو کې پخواني وزيراعظم عمران خان د پاکستان يو شخصي ټي وي چېنل بول سره په مرکه کې ويلي وو،

"دا وخت ملک [پاکستان] په فېصله کن مُوړ ولاړ دی، که اسټبلشمنټ سمې فېصلې ونه کړې، په خپله به هم تباه شي، پوځ به هم تباه شي، او ملک به درې ټوټې شي".

عمران خان د شهباز شريف حکومت په اشارې سره ويلي وو، په دې حکومت کې ملک ديواليه کېدو پله روان دی، او پاکستان ديواليه شو، تر غټه ادارې پوځ به يې اغېزې کيږي، هغه د اوکراين مثال ورکړی چې د اوکراين نه د ايټمي بې وسله کولو ويل شوي او "هغو ته د پاکستان نه يواځينۍ مسله د پاکستان نه ده چې دا يواځينی اسلامي ملک دی چې ايټمي وسله ورسره ده، او که هغه د لاسه ورکړی شوه، پاکستان به درې ټوټې شي".

بل لور ته د پاکستان د وسله والو ځواکونو ګډ مشر/ چيرمېن جواينټ چيفس اف سټاف کميټي جنرل نديم رضا ویلي، د پاکستان ټول ولس، سياسي ګوندونه او پوځي مشرتابه د ملک د ايټمي پروګرام په شا ولاړ دی.

نوموړي په اسلام اباد کې د ساين او ټېکنالوجۍ په نيشنل پوهنتون کې يوې دستورې ته په وېنا کې په دې خبره زور راوړی چې "ملي امنيت ناقابل تقسيم دی او پاکستان به په خپل ايټمي پروګرام هيڅ ډول جوړ جاړی ونه کړي".

هغه ویلي پاکستان يوه زمه واره ايټمي قوت دی، او ملي امنيت او حفاظت په لړ کې نړيوالې زمه وارۍ پوره کوي، د ملک په سټريټجک پروګرام دې د غېر ضروري بيانونو څخه ډډه وکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG