لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که پاکستان دبهرنۍ مالي مرستې ضرورت پوره کړی نو په روپۍ فشار ولې نه کمیږي؟داقتصاد پوهانو پوښتنه


داقتصادي چارو کارپوهانو وايي دپاکستان دمرکزي ګورنر په دې دعوه پوښتنې راولاړې کړي دي چې ګنې دیو کال لپاره دپاکستان دبهرني مالي مرستې اړتیاوې پوره شوي دي اؤ وایي که د مرکزى بینک د ګورنر خبره سمه وي نو بیا ولې د ډالر په مقابله کې په روپۍ فشار نه کمېږي؟

تر دې وړاندې دپاکستان د مرکزي بینک سرپرست ګورنر ډاکټر مرتضا سید رویټرز خبري اژانس ته دیو ایمیل دلارې ویلي وؤ دمالي کال 23-2022 لپاره دپاکستان د33.5 اربو ډالرو دبهرنۍ مرستې ضرورت پوره شوی دی اؤ دمالي وضعیت په اړه مارکیټ کې خورې غیر ضروري اندېښنې به څو اوونیو کې ختمې شي.

خو داقتصادي چارو خبریال او کارپوهه مهتاب حېدر ډيوه ته وايي که د مرکزى بینک د ګورنر خبره رښتيا او سمه وي اؤ دا ټول پکار لوازمات یا ضرورتونه پوره شوي وي نو بیا باید چې د مرکزى بینک ګورنر هغه لوظنامې وښايي.

دی وايي بيا ولې د 33 اربه ډالرو د راتګ نخښې د پاکستان د مرکزى بینک په ډيټا کې نه ښکاري او که چېرې دا ښکاره کيدل پېل شي نو هيله ده چې ددې وروسته به په پاکستاني روپۍ فشار راکم شي.

پاکستان دا مهال د سخت اقتصادي کړکېچ او سياسي عدم استحکام سره مخامخ دی او د هېواد د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې تر 10 اربو ډالرو په ښکته تللي دي.

هم دا راز د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ په تېره اوونۍ کې 8 فيصدي ارزښت بېللی دی او تېره جمعه د کاروباري هفتې په پائ کې يو امريکايي ډالرو په دبینک دننه په 230 روپۍ خرڅېدو.

د پاکستان د پېسو بدلونکې اتحادیې صدر ملک بوستان په پاکستاني روپۍ د فشار بېلابېل علتونه په ګوته کوي او د ډيوه سره خبرو کې وايي د روپۍ په قدر کې د کمى تر ټولو لويې علت د هېواد دننه اوسنۍ سياسي اړې ګړۍ او عدم استحکام دی.

دی وايي کله چې په سياسي توګه د پرېکړو تمبې بندې شي نو بیا ورسره اقتصادي لارې هم وتړل شي.

هغه واي د ډالر په مقابله کې په روپۍ د فشار بله لویه وجه د مارکېټ دننه د اقتصادي سقوط افواګانې دي او درېم لوي لامل یې د پاکستان مخ په زياتېدونکی امپورټ بل دی چې د راکمولو هڅې یې نه کېږي.

د پاکستان تجارتي خساره هم نزدې 48 ارب ډالرو ته رسېدلې ده او تازه شمېرې ښايي چې په روانه میاشت کې د اووه نيم اربو ډالرو درامدات شوي او د برامداتو کچه په 3 اربو ډالرو ولاړه ده.

پاکستان تېره اوونۍ د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د مامورینو په کچه د قرض تړون لاسلیک کړی دی خو ددې توقثيق لا تر اوسه پورې د ايي ایم ایف اعلا چارواکو نه دی کړی او مطبوعاتي رپورټونه وايي کېدای شي چې د ايي ایم اېف اېګزیګټيو بورډ ددې منظوري د اګست په میاشت کې ورکړي.

ايي ایم ایف به د نوي تړون لاندې پاکستان ته د 1 ارب، 17 کروړو ډالرو دپور رقم جارى کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG