لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې یو ډالر237 روپو ته رسیدلی،دخزانې وزیر وایي دوؤ هفتو کې به په روپۍ فشار ختم شي


په داسې حال کې چې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ نرخ د237 روپو ښکته کچې ته راغلې خو د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعیل ویلي په روپۍ روان فشار به راتلونکو دوو هفتو کې ختم او ډېر زر به د ډالر پاکستان ته راتګ د بهر تلو په مقابله کې زيات شي.

پاکستان دا وخت د اقتصادي بحران ترڅنګ د سخت سياسي کړکېچ سره هم مخ دی او اقتصاد پوهان وايي داسې ښکاري چې د سياسي بې ثباتۍ له کبله د هېواد اقتصادي صورتحال د قابو نه وتلی شي.

د پاکستان دپیسو بدلوونکې اتحادیې دمشر ملک بوستان ترمخه نن د شورو په ورځ د کاروبار په پېل کې روپۍ د ډالر په مقابله کې څلور روپۍ او 7 پېسې راکمه شوې ده او ددې کچه 237 روپو ته لاندې غورځېدلې ده.

د ډيوه سره خبرو کې د فارېکس ایکسچېنج ایسوسي ایشن مشر ملک بوستان وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د ډالر په قيمت کې د استحکام راوستو يوازينۍ لاره هیواد ته د ډالر راتلل زياتول دي.

ملک بوستان وايي چې مرکزي بانک له به د هغو براامدات کوونکيو پرضد سخت ګامونه اخستل پکار وي چې په خپل ټاکلي وخت صرف په دې لالچ خپله برامدي زر مبادله هېواد ته نه رواړي چې ګني د ډالر نرخ به نور هم زيات شي.

نوموړي وويل چې پاکستان له به د افغانستان سره تجارت هم د ډالر پځائ په روپۍ کې کول وي چې له کبله به یې پاکستان ته هره میاشت د 2 ارب ډالرو بچت کېږي.

اخوا د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعیل د څېړڼيز ادارې تبادلب سره مرکه کې ویلي چې په پاکستاني روپۍ به روان فشار په راتلونکو دوو اونيو کې ختم شي.

نوموړی وايي ډېر زر به په پاکستان کې د ډالر راتګ د هغې د بهر تګ نه زيات شي او ددې په نتیجه کې به د تبادلې په شرحه کې ثبات راشي.

نوموړي دا هم ویلي چې چي د پاکستان د اقتصادي سقوط اندېښنې ختمې شوې دي.

پاکستان دا مهال د سياسي کړکېچ ترڅنګ د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی اؤ پاکستاني روپۍ پرله پسې د ډالر په مقابله کې خپل قدر بېلي .

د پاکستان د مرکزي بنک ترمخه د تېر کال اپریل او سږ کال د جولایي د مياشتې په مينځو مانه کې د مخ په سېوا کېدونکې تجارتي خسارې او سياسي عدم استحکام له کبله د امريکايي ډالر په مقابله کې د روپې په قدر کې نزدې 22 فيصدي کمی راغلی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی مرکزي وزیر حفيظ پاشا وايي د پاکستان سره دا وخت د روپۍ په غورځيدونکې قدر کې د کمى هېڅ لاره نشته او وايي دا کمی به روان وي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل "زما په اند د روپۍ په قدر کې کمښت د پاکستان لپاره يو څه ګټور هم دی او دې سره به مخ په زياتېدونکو درامداتو کې کمی راشي"

نوموړی وايي که د درامداتو حجم هم داسې زياتېږي نو پاکستان به تجارتي خساره ونه زغلمی شي.

حفيظ پاشا زیاتوي دا مهال پاکستان کې سخته اقتصادي بې ثباتي ده او په پنجاب کې روانه سياسي لانجه به اقتصاد دومره خراب کړي چې سمبالول به یې ګران شي.

پاکستان تېر مالي کال کې د 80 اربو ډالرو درامدات کړي او ددې په مقابله کې یې يوازې د 31 ارب ډالرو برامدات کړي چې له کبله یې تجارتي خساره د 48 ارب ډالرو ته رسېدلې ده.

هم دا ډول د هېواد د غېر ملکي زر مبادلې په ذخيره کې د 7 اربو ډالرو د دروند کمي وروسته دا حجم هم 9.3 ارب ډالرو ته راښکته شوی دی.

پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د سټاف په کچه لوظنامه لاسلیک کړې ده خو د اګست د میاشتې د رخصتۍ له کبله د ايي ایم ایف اعلا چارواکو لا ددې منظوري نه ده ورکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG