لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان د ازادۍ په ورځ په وزيرستان او جاني خېلو کې د امن دپاره احتجاجونه شوي
تازه خبر

د پاکستان د ازادۍ په ورځ په وزيرستان او جاني خېلو کې د امن دپاره احتجاجونه شوي


د پاکستان د ازادۍ په ورځ په وزيرستان او جاني خېلو کې احتجاجونه شوي
د پاکستان د ازادۍ په ورځ په وزيرستان او جاني خېلو کې احتجاجونه شوي

په وزیرستان او د بنو په جاني خېل کې د ازادۍ په ورځ احتجاجي مظاهرې شوې او د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځل شوې خلکو په کورونو او بازارونو تور بېرغتونه لګولي او په احتجاجي مظاهرو کې خلکو په تورو بېرغونو پورته کولو سره د امن او بنیادي اساانتیاو او په خپلو وسایلو د واک غوښتنې کولې.

په شمالي او جنوبي وزيرستان او د بنو جاني خېل کې وخت په وخت د بدامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کيږي او حکومتي چارواکي دوی ته د امن پرځای کولو ډاډ ورکوي خو ځایي خلک وایي په علاقه کې د ناامنۍ سره مخ دي په سیمه کې پوځي عملیات شوي چې پکې ځاني او مالي نقصانات دوی ته اوښتي خو تر عملیاتو ورسته په علاقه کې حالات د تسلۍ وړ نه دي .

د هدفي وژنو پرضد شمالي وزیرستان پرلتونه

په شمالي وزیرستان کې د تيرو 30 ورځو راهسې په سيمه کې د اتمانزو قامي جرګې د احتجاجونو لړۍ پېل کړې او دا وخت د شمالي وزيرستان په نزدې اته ځايونو کې پرلتونه روان دي چې پکې پښتون ژغورنې غورځنګ، مدني او سياسي فعال او عام ځايي خلک ګډون کوي. دوی غوښتنه کوي د هدفي وژنو مخه دې ونیول شي.

د شوا سيمې څخه یوه ځایي مشر ملک اختیار وزیر وي او اې ویلي د لر او بر د پښتنو په وینه ځمکې ډنډ شوې خو امن را نغلی او لا تر اوسه وژل کیږي چې په جنازو یې انسانان ستړي شوي.

هغه وويل د پاکستان حکومتي چارواکو ته خواست کوي چې له دې پالیسی دې لاس واخلي او دې عامو خلکو د وژنو مخه دې ونیسي.

دغه احتجاج کوونکي وایي د ضرب عضب عملیاتو څخه راپه دېخوا 480 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د هدفي وژنو دا شمېرې په حکومتي کچه نه دي تاييد شوي خو د اګست په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي میډیا ته ویلي روان کال تر دې مهال 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په سپین وام سیمه کې یو بل تن ډاکټر حیات وزیر احتجاجي پرلت ته وینا کې ویلي د دوی انساني قتل عام سره معاشي نسل وژنه روانه ده.

هغه ویلي په شمالي وزیرستان کې ګیس او تیل وتلي خو د سیمې خلکو ته په دې حق نه وړکړل کیږي او کرومایټ او نور وسایل یې لوټل کیږی خو دوی ته یوازې په علاقه کې تندروۍ فیکټری جوړې کړی شوې چې پکې یوازې نوی نسل تباه کیږي.

هغه ویلي د نړوالو نه د شمالي وزیرستان د امن او د ترقۍ د پاره په اربونه ډالره مرستې ترلاسه شوې خو په شمالي وزیرستان کې خلک تر دې مهاله د صحت، تعلیم اسانتیا نه لري او ځوانان یې د مزدورو پسې په خارج هیوادونو کې مسافری کوي.

هغه زیاته کړې د عربو په غرونو کې یوازې تیل دي او د دوی په غرونو کې د دنیا ټول مدنیات دي خو دوی ته دا حق نه پریښودل کیږي.

د کډوالو د کمېټۍ یو مشر زکیم مداخېل ويلي د شمالي وزیرستان کډوال د تیرې یوې میاشتې نه په پیښور کې په احتجاج ناست دی او غوښتنه کوي چې په دې کډوالۍ کې دې د دوی مشکلاتو ته کتنه وشي.

پي ډي ایم ای وایي د ادارې سره د شمالي 15229 بې کوره کورنۍ رجسترډ دي او 8000 د افغانستان نه راغلې او دغو کورنیو سره هر میاشت دې 8000 روپۍ د خوراک او 12000روپۍ د خرڅ نقدي مرستې ورکړل کیږي؟

زکیم وایي د غېر رجسټر کورنیو شمیره تر دې نه څو چنده سېوا ده او د دوی دا غوښتنه ده چې په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال دې بیرته راستانه کړی شي.

بله غوښتنه کوي چې ګراني سېوا شوې په مرستو کې دې اضافه وکړل شي او بل خپلو سیمو ته دې د تګ اجازه ورکړل شي چې هلته په خپله د چلغوزو فصل سمبال کړي.

هغه ویلي په علاقه کې د چلغوزو او د کرومایټو غرونه دي او دا لوټل کیږي او ځایي خلکو ته هیڅ ګټه نه رسي هغه د اتو کالو نه د کډوالۍ ژوند په تیرولو مجبور دي.

د جاني خېلو غوښتنې

د بنو جاني خېل هم د امنیت غوښتنه کوي او دوی سره تیر کال د مارچ په میاشت کې د صوبې اعلا وزیر محمود خان د امنیت د تینګښت ژمنې کړې خو دوی وایي دا ژمنې عملي شوي نه دي.

په سیمه کې د پي ټي ایم فعال او جاني خېل قامي جرګې غړي لطیف وزیري ویلي دغلته د نوي جنګ اعلان شوی دوی د امن غوښتنه کوي خو د دوی د امن غوښتنه نه منل کیږي.

هغه ویلي جنګ د هیواد اقتصاد دې او مالي او جاني تاوان پکې عام ولس ته اوړي خو دوی به چاته بیا دې خاورې ته د جنګ راوړولو اجازه ورنکړي او مخه به یې نیول کیږي.

جنوبي وزیرستان کې د امن او د علي وزیر د خوشي کېدو غوښتنه

د جنوبي وزیرستان خلک هم د امن غوښتنه کوي او په دې لړ کې يې د جرګو لړۍ پېل کړې ده.

عالمزیب مسید وایي په علاقه کې يې د امن د پاره په وار وار شپږ جرګې کړي خو د دوی غوښتنو ته سنجیده ځواب نه دې ویل شوی.

هغه وویل په سيمه کې په راه نجات عملیاتو کې کورونه وران شوي خو تر اوسه دوی ته د ورانو شوو کورونو د مرستو پیسې نه دي ورکړل شوي.

هعه زیاته کړه تر ټولو لویه ستونزه په ځمکه کې ښخ بارودي ماینز دي چې په عامو خلکو چاودنې کیږي.

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې د احمدزي مشرانو د ازادۍ په ورځ احتجاجي غونډه کړې.

احتجاج ته په وېنا کې شهزاد وزیر ویلي د دوی منتخب استازی علي وزیر د تیرو دو کالو نه د کراچۍ په زندان کې بندیوان دی.

هغه ویلي سپریم کورټ او سیند هایکورټ د هغه خوشي کېدو ضمانت منظور کړی او دا د جنوبي وزیرستان د لکونو په شمیر خلکو د رایې سپکاوی دی چې د خلکو منتخب استازی په جېل کې بند ساتل کیږي.

هغه تور پورې کړی په علاقه کې انټرنیټ بندول د یو منصوبې لاندې دا خلک بیا تندروي ته سپارل کیږي.

حکومتي غبرګون

خو د پاکستان پوځ د وړاندې نه دا دریځ لري چې د ترهګرۍ لعنت ختمولو د پاره ژمن دي او د عسکرو په قربانۍ دغلته امن راوستل شوی او دغه امن خرابولو اجازه به چاته نه ورنکړي.

خپل تازه بیان کې پوځ ويلي، چې په هیڅ یو ځای کې به د وسله والو شتون ونه زغمل شي او د ضرورت په پېښېدو به دکوټلي طاقت کارولو له لارې دوی سره کتلی شي.

په ورستیو کې د ملک وزیر اعظم شهباز شریف او نورو حکومتي چارواکو ویلي قبایلی ضلعې په صوبه کې شاملې کړی شوي د ملک نورو برخو په څیر دوی هم پوره برابر حقوق لري او د دوی محرومۍ به ختمولی شي. او د امنیت د ښه کېدو د پاره پکې هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG