لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: په عمران خان لګيدلي تورونه د پاکستان قانوني او عدالتي معامله ده


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په عمران خان لګېدلو تورونو باندې خبر لري او زياته کړې يې ده "دا د پاکستان کورنۍ قانون او عدالتي معامله ده".

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند نېډ پرايس نه د خبري غونډې په مهال پوښتنه شوې چې،

" د پاکستان په پخواني وزیراعظم عمران خان د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمه درج شوې په هغه تور دی چې د پوليسو او عدالت يو جج په اړه يې بيان ورکړی دی، ایا دا مناسبه ده چې د يوې وېنا پرضد د ترهګرۍ ضد قانون کارول شوی، ستاسو [امریکې] بهرنۍ پاليسي په بشري حقونو پاملرنه کوي؟".

نېډ پرایس په ځواب کې ویلي،

"مونږ د دغو تورونو په رپورټونو خبر يو. دا د پاکستان کورنۍ قانوني او عدالتي معامله ده. دا د امریکا سره نېغ په نېغه تعلق لري او مونږ د يو سياسي ګوند يا د سياسي ګوند د غړي په اړه څه دریځ نه لرو. مونږ په پاکستان او ګرده نړۍ کې د جمهوري، اييني او قانوني اصولو په پرامنه توګه ملاتړ کوو".

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند نه دا پوښتنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان تحریک انصاف د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان پرضد د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه درج شوې ده.

په 20م اګست د خالي/ شنبې په ماسخوتن عمران خان د اسلام اباد په اېف ناين پارک کې د خپل ګوند احتجاجي غونډې ته په وېنا کې د اسلام اباد پوليس چارواکو او د سيشن کورټ ښځينه جج/ قاضي ته په مخاطب کولو سره ویلي وو،

"شرم وکړئ، ايي جي [د پوليسو مشر] او ډي ايي جي [د پوليس دوېم لوړ پوړی مشر] تاسو نه پرېږدو په تاسو مقدمه کوو او مجسټرېسټ [قاضي/ جج] صاحبه زېبا ته هم تیاره شه ستا خلاف هم ګام پورته کوو".

وروسته بيا د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې د عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه جوړه شوې چې هغه چارواکو ته ګواښ کړی چې له امله يې په پوليس چارواکو او عدليه کې ویره خوره شوې ده.

خو عمران خان او ګوند يې بيا د دغه بيان دفاع کړې چې دوی د قانوني کارروايۍ ويلي وو.

پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په ياده مقدمه کې د اسلام اباد هايکورټ عمران خان ته د 25 اګست پورې ضمانت منظور کړی دی.

خو بل لور ته اسلام اباد هايکورټ پرون ويلي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم په خپله يوه وېنا کې ښځينه ججې يا قاضي ته ګواښ کړی او عدالت په دغه اړوند د عمران خان پرضد د عدالت د سپکاوي اورېدنه کوي.

د پاکستان د سرکاري ميډیا [رېډيو پاکستان] ترمخه اسلام اباد هايکورټ د مقدمې اورېدنې دپاره لارجر بنچ جوړ کړی او نن د نهې/ سه شنبې د ورځې نه به د مقدمې اورېدنه پېل کوي.

عمران خان د اپرېل په مياشت کې د بې د باورۍ د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کولو په اړوند تور لګوي چې د امریکا په سازش د هغه د حکومت مخالفه ګوندونو هغه د حکومت نه لرې کړی وو.

خو امریکا، د پاکستان اوسني حکومت او پوځ بيا بيا د عمران خان د سازش تور رد کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG