لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنه: د پښتونخوا په چترال سیمه کې په وروستیو کې د ځانوژنې کچه زیاته شوې ده


پېښور ــــ د خیبر پښتونخوا په لرې پرته ضلع چترال کې په وروستیو کې د ځانوژنې یا خودکشۍ کچه ډېره زیاته شوې ده چې د پېښور پوهنتون یوه څېړنه یې هم تایید کوي او وخت په وخت په دې ټولنیزه ستونځه مطبوعاتي رپوټونه هم خپاره شوي دي.

په وروستو کې د پېښور پوهنتون په یوه څېړنه کې ویل شوي چې د 2013م او 2019 تر منځ شاوخوا 176 د خودکشۍ پېښې رپوړټ شوې چې 144 پېښې د پینځلسو او دېرشو کالو عمر لرونکو او او 58 فیصده ځانوژنې ښځو یا جینکو کړې دي.

په چترال کې د ځانوژنې د پېښو زياتېدو په حقله د پېښور پوهنتون دغه څېړنيز رپوټ وايي له نېستۍ، کورنیو جګړو او تشدد سره سره د دغو پېښو شاته يوه بله وجه چې زيات د ځوانو ښځو او سړو د ځانوژنې وجه جوړيږي هغه د مور او پلار له خوا د ښه تعليمي کارکردګۍ او د نوکريو لپاره دباو او په تعليمي مېدان کې د دوی ناکامي ده.

د پېښور پوهنتون د ټولنپوهنې يا د سوشيالوجي استازه پروفېسر ډاکټر نایله قاضي هم په دې مسله وايي، که په چترال کې په ښځو کې خفګان ډېر سېوا شوی دی، چې وایي د هغې شاته غربت او کورنی تشدد لويه وجه ده:

"دغه لرې پرته علاقه د ژوند يو شمېر نورو سهولتونو نه هم بې برخې ده، دا يوه ډېره لويه وجه ده چې دغه خلک يواځې شوي او نااميده شوي دي ځکه داسې قسمه مسئلې او پېښې مخې ته راغلې دي".

د دغو مسلو د مخنيوي لپاره ډاکټر نایله قاضي دا مشوره ورکوي چې که چرې يو خوا حکومت ته په چترال کې د نفسياتي علاج سهولتونه يقيني کول پکار دي بل طرف ته د حکومت سره سره د مور او پلار هم څه ذمه وارۍ جوړيږي چې په خپلو ماشومانو باندې د حد نه زيات بوج نه اچوي:

"کورنیو ته نه دي پکار چې ماشومانو ته وايي به تعليمي مېدان کې دې نمبرې کمې دي. ضروري نه ده چې ماشوم به خامخا لوړې نمبرې اخلي. د هر انسان تعليمي استعداد د بل نه بدل وي. په کورنيو کې مور پلار ته پکار دی چې ماشومانو نه د هغوی د استعداد نه لويې طمعې نه لري."

د نفسياتي ناروغيو علاج کوونکی ډاکټر ميا افتخار هم وايي په چترال کې د خلکو ژوند ډېر سخت دی. هلته د صحت سره سره د نورو سهولتونو کمی دی ځکه هلته په خلکو کې نفسياتي مسلې هم پېدا شوي دي.

ډاکټر افتخار وايي خفګان او د ژوند نه نااميدي د سړیو په مقابله کې په ښځو ډېر لوی اثر کوي او همدا وجه ده چې په چترال کې د ښځو د ځانوژنې زياتې پېښې مخې ته راځي:

"تعليم، تربيت، تفريح، د سهولتونو موجودګي او نشتوالی، د نفسياتي يا ذهني د صحت د معالجې سهولتونه، د دې هر څه د نشتوالي او موجودګۍ ډېر مهم کردار دی او په چترال کې د ټولو سهولتونو ډېر کمی دی. يو خو دغه خلکو ته نفسياتي پوهه ورکول پکار دي، د خلکو هلته تعليم پکار دی. پکار ده چې هلته داسې خلک واستول شي چې د هغوی تربيت وکړي او هغوی ته نفسياتي مسلو باندې پوهه ورکړي."

د ټولنپوهنې او نفسياتي صحت ماهران وايي د چترال په وروسته پاتې سيمه کې دا د حکومت ذمه واري ده چې هلته د ژوند نه خوند اخستو سهولتونه، د صحت سهولتونه او د کار روزګار موقعې خلکو ته پېدا کړي چې د خلکو په ژوند کې بهتري راشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG