واشنګټن- د چين، پاکستان او افغانستان د لوړ پوړو چارواکو دوه ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پيل شوه او څېړونکي تمه لري چې نه يواځې د درېواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختيا په اړه به خبرې وشي بلکې د افغان طالبانو نه به چين او پاکستان کلکې غوښتنې کوي چې واکمن طالبان به ترهګرې ډلې په افغانستان کې نه روزي چې په ګاونډي هېوادونو کې ګډوډی جوړ کړي.
طالبان وايي د افغانستان خاوره د يو ګاونډي هېواد لا د بل چا خلاف استعمالېدو له ور نه کړي.
پاکستان د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل نه اسلام اباد ته د طالبانو د وزير خارجه امير خان متقي او د هغه د پلاوي او نورو طالبانو چارواکو د پاره خصوصي اجازت غوښتلی چې د سفر نه يې بندیز په عارضي توګه لرې کړي چې غونډې ته لاړ شي.
چين هم لکه د نورې نړۍ د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني خو وخت په وخت يې ويلي نړۍ دې د طالبانو سره اړيکې قايم ساتي او طالبان دې وهڅوي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، طالبان دې د حکومت پاليسۍ معتدلې وساتي، د افغانستان د ګاونډيانو سره دې ښې اړيکې ولري او د ترهګرۍ خلاف دې کوټلي ګامونه واخلي.
په امريکا کې د څېړنيزې ادارې جميزټاون فاونډيشن څېړونکی او ليکوال ظفر اقبال يوسفزي وي او اې ته ويلي د چين لومړيتوبونه د افغانستان نه د ولاړېدونکې خطرې مخه نيول او اقتصادي ګټې پورته کول دي.
تېره مياشت چين ويلي وو د افغانستان د ترقۍ پلان په دغه هېواد کې د ښه امنيت سره تړلی دی او په خپله 11 نقطې پالسي بيان کې يې ويلي وو “امنيت د ترقۍ بنياد او وړمبنی شرط دی”.
دا به هم کتل کېږي چې چين به طالبان دې ته وهڅوي او يو ټول شموله حکومت جوړولو ته يې تيار کړي. د افغانستان په حقله د چين د پاليسۍ مهم ټکي بيجينګ داسې بيان کړي:
“مونږ هيله لرو افغان موقت حکومت به د ټولو افغانانو بنيادي حقونه او مفادات خوندي وساتي چې په هغې کې ښځې، ماشومان او ټولې لږکۍ ډلې شامل دي”.
يوسفزی وايي اوس نړۍ په يوه خوله ده چې بايد په افغانستان کې دې څه وشي او زياتوي په افغانستان کې د چين او امريکا او د نورو هېوادونو مفادات يو دي او دا ښکاره خبره ده چې چين او روس د نړيوالې ټولنې سره لاس ورکړي چې په طالبانو فشار راولي.
يوسفزی وايي چين يو ټول شموله حکومت ځکه غواړي چې د افغانستان استحکام د دې نه بغير ممکن نه ښکاري. هغه وايي “د غرب په رنګ مستحکم جمهوريت به نه غواړي خو په افغانستان کې به د خپلو شرايطو سره سم استحکام غواړي”.
دغه څېړونکی وايي د افغانستان استحکام د چين د بېلټ اينډ روډ منصوبې د پاره ډېر مهم دی خو ورسره ويره هم شته چې افغانستان د سخت دريځه ترهګرو مرکز هم جوړېدلی شي.
تېر کال په جولايي کې د چين او د طالبانو د چارواکو په يوه غونډه کې بيجينګ ويلي وو اميد کوي چې د چين پاکستان راهداري افغانستان ته وغځوي. د دې تر څنګ چين په افغانستان کې د معدنياتو په زخيرو کې هم دلچسپي لري.
په جنورۍ کې د چين يوې د پيټروليم کمپنۍ او طالبانو سره معاهده لاسليک کړې چې د افغانستان په شمال کې به تېل وباسي او صفا کوي.
د طالبانو د معدنيات او پيټروليم وزير شهاب الدين دلاور تېره مياشت ويلي وو د چين کمپنۍ ګوچین په افغانستان کې د لېتيم په درنګونو یا کانونو کې د لس ارب ډالر سرمايه کاري کول غواړي.
طالبان د چين سره د تعلق په اړه خوشبينه دي او چين ته د افغانستان د ترقۍ په ترڅ کې ګوري. په اپريل کې د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د چين سي جي ټي اين ټيليويژن ته ويلي وو “طالبان د چين منندوی دي”.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوابازۍ پخواني وزير حميد الله فاروقي وي او ای ته ويلي که چين او طالبان ښې اړيکې ولري نو د دواړو پکې ګټه ده.
هغه وايي دا د پروپېګنډې د پاره هم ښه ده چې طالبان خلکو ته ووايي حالات بدليږي او چين په افغانستان کې سرمايه کاري کوي. د چين هم په کې ګټه ده او داسې يې ښايي چې په سيمه کې موجود دی او اقتصادي ترقي يې هدف دی.
د چين د طالبانو حکومت د نه منلو په اړه د افغان پارلمان پخوانۍ غړې شينکۍ کړوخېل وي او ای ته ويلي په داسې کولو چين نورې نړۍ ته پيغام ورکوي چې دوی هم په روانو حالاتو انديښمن دي.
کړوخېل وايي چين د طالبانو نه د ترهګرۍ خلاف همکاري غواړي او په دې وخت کې د ترهګرو ډلو په افغانستان کې موجودګي د انديښنې خبره ده. “د ترهګرۍ خلاف د جنګ يواځينۍ لار ټول شموله حکومت دی”.