واشنګټن - د هغو کم شمېر سفارتکارانو ترمنځ کوم چې د طالبانو واک لاندې کابل کې پاته دي، د چین سفیر وانګ یي تر ټولو بوخت ښکاري.
وانګ په دې تېره هفته کې د طالبانو له دوو وزیرانو سره کتلي چې په هغو کې دوه یې داسې دي چې مغربي سفارتکاران یې له لیدلو ډډه کوي – د طالبانو داخله وزیر سراج الدین حقاني چې امریکا یې پر سر باندې د لس میلینه ډالرو انعام کېښودلی دی، او د طالبانو د لوړو زده کړو (هائیراېجوکېشن) وزیر ندا محمد ندیم، چا چې د افغان جېنکو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلي دي.
په بجېنګ کې د طالبانو سفیر سید محی الدین سادات هم، کابل کې د خپل چینایي هم منصب په شان، ډېره بوختیا لري او د چین له حکومتي چارواکو او تاجرانو سره ګڼ شمېر ملاقاتونه کوي.
چین د یو کم شمېر هغو ملکونو په جمله کې دی چې د طالبانو ناظم الآمور یې پخپل ملک کې منلی دی. که څه هم بجېنګ د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، مګر د طالبانو ادارې سره داسې راشه درشه کوي لکه د افغانستان قانوني حکومت چې وي، او همدا شان د یو تجارتي، سرمایه کاري او امنیتي شریک په سترګه ورته ګوري.
د افغانستان یو پخوانی سفارتکار جاوېد احمد وي او اې ته وویل: «د چین د دې تګلارې تر شا یو ډېر اهم هڅوونکی عنصر دا دی چې داسې سیاسي نظامونو ته ترجیح ورکوي کوم چې په دوه اړخیزو تعلقاتو کې د اوږدې مودې پېشنګویۍ ضمانت وکړي، آن که د طالبانو په شان تندلاره اسلامي ډلې یې مشري وکړي.»
جاويد احمد زیاتوي چې: «د چین مشران د دې انګېرنې د اغېز لاندې کار کوي چې د مغرب سره یې د ځغل کامیابي په دې پورې تړلې چې په وړوکو درېیمګړو هېوادونو لکه افغانستان کې دوی بیعانه ترلاسه کړي.»
3-3 پالیسي
چین که څه هم د افغانستان سره صرف دوه نېوي (۹۲) کلومټره سرحد لري چې د غرونو په سر تېر شوی او همیش بند وي، مګر چین افغانستان سره د پخوا راهیسي د لېرې نه رویه کړې او وایي د «3 احترامونو» او «3 انکارونو» پالیسي مخ ته وړي.
د اپرېل په ۱۲مه نېټه د چین خارجه وزارت یو بیان جاري کړ چې په کې راغلي: «چین د افغانستان آزادي، خودارادیت، او علاقائي سلامتیا ته احترام لري، د افغانانو له طرفه د آزادو پرېکړو احترام کوي، او د افغانستان مذهبي باورونو او قامي روایاتو ته احترام کوي.»
طالبانو چي د ښځو خلاف کوم اقدامات کړي او ملګرو ملتونو او نورو د بشري حقونو تنظیمونو هغه غندلي او په خاطر یې په طالبانو پابندۍ لګولي دي، په دې کې چین د طالبانو په خلاف هېڅ کوم ډول ګام ندی اخېستی چې ممکن دلیل یې همدا احترامونه وي چې چین یې یادونه کوي.
د چین د خارجه وزارت په بیان کې راغلي چي: «چین هېڅکله د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت نه کوي، په افغانستان کې د خودغرضه مفاداتو په لټه کې ندی، او هېڅکله د هغه شي پسې ندی چې ورته د اثررسوخ خطه ویل کیږي.»
د لېټیوم ذخېرې
په ټوله نړۍ کې په چین باندې دا تور دی چې په اسیا او افریقا کې د غریبو ملکونو په وړاندې خورا ډېره استحصالي پالیسي مخ ته وړي. په دغسې ملکونو کې چینایي کمپنیو د درنګونو په استخراج او د ودانولو په سترو منصوبو کې سرمایه کاري کړې ده.
طالبانو د سږ کال په اوایلو کې د یوې چینایي کمپنۍ سره د تېلو د استخراج یو تړون لاسلیک کړ. د هغه وروستو، د طالبانو چارواکي اوس وایي چې چین په افغانستان کې د لېټیوم د استخراج په برخه کې سرمایه کارۍ ته لېواله دی.
افغانستان چې یو غرنی ملک دی او سمندرونو ته هېڅ لاره نلري، ویل کیږي چې د قیمتي مېنرالونو، په شمول د لېټیوم، سترې ذخیرې لري او د دې ذخیرو ارزښت د یو ټرېلیون ډالرو څخه لوړ دی. لېټیوم د بېټریو په جوړولو استعمالیږي.
په امریکا کې د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي د وي او اې د یوې پوښتنې په ځواب کې، د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل، چین داسې دوه اړخیزه تګلاره د افغانستان په اړه غوره کړې چې سترګې یې صرف د افغانستان د مېنرالونو له درکه مفاد اخېستلو ته پاته دي.
دا کومه نوې خبره نده چې چین د افغانستان قدرتي ذخایرو ته لېوالتیا څرګندوي، بلکه تر دې وړاندې په ۲۰۰۷ کال کې یې هم د پخواني افغان حکومت سره د کاپرو/مسو د استخراج یو تړون امضا کړی و چې ارزښت یې څو اربه ډالرو ته رسېده.
بل اړخ ته په واشنګټن کې د سټېمسن سېنټر یوه سېنئره څېړونکې یون سون وایي چې چین اوس هم په افغانستان کې د عدم استحکام په اړه فکرمندي لري او داسې نه ښکاري چې په نږدې آینده کې دې هلته د درنګونو د استخراج په برخه کې سرمایه کاري وکړي.