د پاکستان په سيند صوبه کې مېشته هندو ټولنه وايي، د سيما حیدر د خبرونو مخې ته راتلو وروسته د سيند صوبې په سکهر او خواوشا علاقو کې دوی ته ګواښونه کيږي او سخت په ويره کې دي، خو د هندو ټولنې سره تعلق لرونکی د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړی وايي دغه مسله یې د کورنيو چارو وزير سره شريکه کړې او هندو ټولنې د خوندي کولو دپاره ګامونه پورته کولی شي.
سيما حېدر
د پاکستان او هندي رسنیو ترمخه د پاکستان د سيند صوبې سره تعلق لرونکې د څلور بچو مور سيما حیدر نومې ښځه په انلاين يا انټرنېټي لوبه [پب جي] په هندوستان کې د یو هندو هلک سچن مېنا سره اشنا شوې، بیا هندوستان ته تللې او د هندو رسم مطابق یې د مېنا سره واده کړی دی.
د وي اې اردو د خبر ترمخه سيما حیدر په کراچۍ کې مېشته وه، خاوند یې د سيند صوبې د جېکب سيمې سره تعلق لري، په 2014 کې واده شوی او بيا کراچۍ ته منتقل شوي وو.
ویل شوي سيما روان کال د کراچۍ نه د نيپال پلازمېنې کټمنډو ته تللې او د هلته نه د مې په میاشت کې هند ته رسېدلې ده، په هندوستاني مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو د هغې ويډيو خپره شوې، چې پکې یې ویلي په کټمنډو کې یې په يو مندر کې د سچن مېنا سره واده شوی وو، خو بيا په هندوستا کې نيول شوې او وروسته په ضمانت خوشې شوې ده.
په مطبوعاتو هندوستان ته د سيما حیدر د تلو او هلته د هندو هلک سره د واده په حواله تاوده بحثونه روان دي.
د ګواښونو ويډیوز
خو د دغو خبرونو ترڅنګ په سيند صوبه کې په ټولنيزو رسنيو ځينې ويډیوز مخې ته راغلي چې پکې ځينې په ښکاره او ځينې په پټ مخ ټوپک په لاس کسان ګواښونه کوي که سيما حېدر بيرته ستنه نه کړی شوه دوی به په جېکب اباد، کشمور، رتو ډېرو او نورو ځايونو کې چې د هندو ټولنې کسان دي د هغو سره ناوړه عمل وکړي.
دغه کسان وايي د بلوڅ قوم سره یې تعلق دی جاکراني دي. د رپورټونو ترمخه د سيما حېدر تعلق هم د بلوڅ قوم د جاکراني قبيلې سره دی.
يو بل تن چې پېژندګلو یې د رانو شر په نوم شوې ده په يوه ويډیو کې په سيندۍ ژبه کې خبرې کوي، هغه د پيپلز ګوند مشرانو او نورو ته په مخاطب کولو سره ویلي، که سيما جکراني او بچي یې بيرته ستانه نه شو نو په پاکستان کې اوسېدونکي هندوان به په نخښه کړي او په مندرونو به یې بمونه وغورځوي.
د رپورټونو ترمخه رانو شر ياد ډاکو دی او پوليسو ته مطلوب دی.
په سيند کې هندوان
د سيند صوبې د کشمور سره تعلق لرونکي دیرج کمار وي او اې ډيوه ته ويلي، په خلکو کې سخته ويره ده، ځکه د نوموړي په وینا دوی د وړاندې نه د تښتولو د پېښو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، "په کشمور او کند کوټ کې خلک په ويره کې دی، خو خپلو مندرونو ته ځي".
پاکستان کې د هندو ټولنې تنظيم [ال پاکستان هندو پنچايت] جنرل سيکرټري روي دواني وايي، د سيند صوبې په سکهر او نورو علاقو کې هندو ټولنه په ډېره ويره کې ده، نوموړی دعوه کوي "ځينې خلکو د ويرې نه خپلې علاقې پرېښودل يا کډې کول پېل کړي او د 250 پورې کورنيو خپلې علاقې پرېښودي دي".
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "ټولنې ته یې هره ورځ د ګواښونو ويډیو ترلاسه کيږي، په کشمور، کندکوټ، ګوټکي او نورو سيمو کې د هندوانو د مندرونو په نخښه کولو ګواښونه کيږي، تراوسه پورې د هندوانو سره کومه پېښه نه ده شوې خو خلک په سخته ويره کې دي".
هغه وويل، دوی د خپلې ټولنې پارلیماني او حکومتي مشرانو سره په رابطه کې دي او هندو ټولنې ته د امنيت ورکولو ډاډ هم ورکړل شوی خو نوموړی وايي "دغه کار د پوليس په قابو کې نه ښکاري ځکه د ده په وينا په کشمور او خواو شا سيمو کې پولیس ډاکوان نه شي قابو کولی".
د سيند صوبې د سکهر په کچې علاقه کې وخت په وخت پوليس دعوه کوي د ډاکوانو سره یې مقابلې کيږي او پرضد یې عمليات دوام لري.
حکومتي دريځ
په مرکز کې واکمنه حکومتي ګوند مسلم ليګ ن سره تعلق لرونکي د هندو ټولنې د قامي اسمبلۍ غړي کيل داس کوهستاني وي او اې ډیوه ته وويل، "پرون یې د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله سره ليدلي، هغه یې هندو ټولنې ته په ورپېښو مسلو خبر کړی او رانا ثناالله بيا په سمدستي توګه د سیند صوبې افسران خبر کړي، د مندرونو د خوندي ساتلو او هندو ټولنې د مسلو هوارولو لارښوونه یې ورته کړې ده".
د سيند صوبايي حکومت چارواکو په ياده مسله په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
پاکستان او سيند صوبه کې هندو ټولنه
پاکستان کې د لږکيو او په ځانګړي ډول هندو لږکيو د جينکو تښتولو، په زوره د مسلمانولو او ودونو د پېښو خبرونه اکثره په سيند صوبه کې مخې ته راځي.
په سیند صوبه کې د هندوانو جینکو په زوره د مذهب بدلولو او د هغوي د جبري ودونو د پېښو په اړه جوړ کړل شوي دستاویزي فلم"The Losing Side" یا "بایلودونکی لوری" د نړیوال کانز فلم مقابلو کې د غوره فلم ایوارډ یا جایزه ګټلې وه.
دغه جایزه د امریکې یو بل فلم ته هم ورکړل شوې وه.
دوه کاله وړاندې د اې پي خبري ادارې په خبر کې د پاکستان دننه هرکال د مذهبي لږکیو د 1000 پورې جينکو په زوره د مذهب بدلولو شمېرې ښودل شوې وې.
د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو پاکستان کې د مذهبي لږکيو سره تعلق لرونکو جينکو په زوره د واده کولو او مذهب بدلولو په پېښو اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان نه یې په سمدستي توګه د دغو پېښو د مخنيوي او انصاف ورکولو غوښتنه کړې وه.
پاکستان تل دريځ خپل کړی چې په پاکستان کې لږکۍ خوندي دي او په زوره د مذهب بدلولو دومره پېښې نه کيږي څومره چې ښودل کيږي.