لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: "مونږ هم طالبانو ته اومبارکي ويلې، خو نه وو خبر زمونږ دښمنانو ته به پناه ورکوي"


د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي "د کله نه په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی مونږ هم ستايلی چې د يوې اوږدې جګړې وروسته هغه کامياب شوي مونږ پرې خوشاله شوي مونږ هم اومبارکي ورکړې خو مونږ نه وو خبر چې دوی به زمونږ دښمنانو ته پناه ورکوي او خوندي کوي به یې".

خواجه اصف د ډان ټي وي سره په مرکه کې ويلي، "طالبانو هغه [تحريک طالبان پاکستان] په خپله خاوره کښېنولي او بيا غلط بيانيې هم کوي په تېر يو کال کې د ټي ټي پي څومره کسان وژل شوي، يا نور وژل شوي ټول خلک پرې خبر دي هغه ټول په افغانستان کې وژل شوي دي، دوی [طالبان] څنګه ويلی شي چې ټي ټي پي دلته نشته".

د امریکا او طالبانو ترمنځ چې په دوحه کې خبرې روانې وې هغه وخت خواجه اصف په يو ټويټ کې د ملا عبدالغني برادر او د هغه وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو يو عکس خپور کړی او ورته یې ليکلي وو،

"طاقتونه ستاسو او خدای زمونږه دی، الله اکبر".

او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان د هغه وخت وزير اعظم عمران خان ويلي وو طالبانو په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړه.

د پاکستان د دفاع وزیر تازه تورونه په داسې وخت کې پورې کړي چې پاکستان کې د ناامنۍ پېښې بیا سېوا شوي دي.

نوموړي له دې وړاندې هم تل دغه رنګ تورونه لګولي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې وجود لري او د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاريږي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه دعوې رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغانستان او امریکا په پاکستان تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه ردول.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازی اصف دراني د یو جګپوړي پلاوي په مشرۍ د کابل سفر کړی او واکمنو طالبانو سره یې ليدلي وو.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د خارجه وزارت د اعلامیې ترمخه افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي سره لیدلي او ورسره یې د سیمې د سیاسي او امنیتي حالاتو ترڅنګ د اړونده خوښۍ په یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.

په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو په تېرو میاشتو کې د وسلوالو ډلو تر پرله پسې بریدونو وروسته د پاکستان پوځ ویلي، "په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په خوندي پټنځايونو او ازاده توګه فعاليتونو یې جدي اندېښنې لري".

ټي ټي پي مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې د پوځ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي "وجود او نظام یې په پاکستان کې دی او د ګاونډي ملک خاوره یې کله نه ده کارولې".

او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان دا تورونه په کلکه رد کړي چې ګنې د ټي ټي پي وسله وال افغانستان کې خوندي ځالي لري او هلته په پاکستان بریدونه کوي.

د طالبانو ویاند ويلي وو، پاکستان باید خپلې ستونزې د خپل کور دننه هوارې کړي.

د هغه په خبره "یوه ناامني چې هلته دننه په پاکستان کې پېښیږي، سره د دې چې دوي پوځ لري، پولیس لري، امکانات لري، استخبارات لري، دوي یې مخه نه شي نیولی، بیا د افغانستان پر خاوره باندې ادعا کوي، یوه ضعیفه نکته بهانه کړي چې دا غلطه موضوع ده".

په افغانستان کې طالبان د کال 2021م د اګست په مياشت کې په واک کې راغلي، او پاکستاني چارواکو د افغانستان سفرونه کړي او د افغانستان نه واکمنو طالبانو د اسلام اباد سفرونه هم کړي خو د پاکستان لخوا د تورونو لړۍ دوامداره پاتې شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG